MAJOR PROPHETS

Daniel 11

۱او د داريوس ميدى د بادشاهۍ په اول کال، زۀ ودرېدلم چې هغه مضبوط او تکړه کړم. ۲نو بيا اوس، زۀ تاسو ته رښتيا وايم.

د قومونو په خپلو کښې جنګونه

په فارس کښې به نور درې بادشاهان راوچت شى، او بيا به څلورم بادشاه راشى، څوک چې به د هغوئ ټولو نه زيات مالداره وى. هغۀ د خپل دولت په ذريعه طاقت حاصل کړے دے، نو هغه به هر څوک د يونان د حکومت په خلاف راوچت کړى. ۳نو بيا به يو زورَور بادشاه راشى او هغه به په لوئ اختيار سره بادشاهى کوى او هر څۀ چې يې زړۀ غواړى هغه به وکړى. ۴خو د هغۀ د ښکاره کېدو نه وروستو به د هغۀ بادشاهى ټوکړې ټوکړې شى، او دا به په څلورو حِصو تقسيم شى. دا به د دۀ اولاد ته پاتې نۀ شى، او نۀ به بيا هغه داسې طاقتوره وى لکه څنګه چې اول وه، ځکه د دۀ بادشاهى به د بېخ نه ختمه شى او نورو ته به حواله کړے شى. ۵د جنوب بادشاه به مضبوط شى، خو د هغۀ يو آفسر به د هغۀ نه زيات مضبوط شى او هغه به د هغۀ نه په زيات طاقت سره په خپلو خلقو حکومت کوى. ۶څو کاله پس به د جنوب او د شمال بادشاه په خپلو کښې اِتحاد جوړ کړى. د جنوب د بادشاه لور به د شمال بادشاه ته د اِتحاد جوړولو دپاره وادۀ کړے شى، خو هغه به په خپل خاوند اثر رسوخ ونۀ ساتلے شى هغه او د هغې اثر رسوخ به ختم شى. نو هغه به بيا سره د خپل پلار او شاهى خِدمت کوونکو ووژلے شى. ۷نو بيا به د هغې د خاندان نه يو کس راوچت شى چې د هغې ځائ ونيسى. او هغه به د شمال د بادشاه په فوج حمله وکړى او هغه قلعه ګانو ته به ننوځى، هغه به د هغوئ خلاف جنګ وکړى او کامياب به شى. ۸هغه به د هغوئ معبودان، د هغوئ د پيتلو بُتان او د هغوئ قيمتى د سپينو او سرو زرو سامان قبضه کړى او ځان سره به يې مِصر ته يوسى. او د څو کالو پورې به هغه د شمال په بادشاه حمله ونۀ کړى. ۹بيا به د شمال بادشاه د جنوب د بادشاه په سلطنت حمله وکړى خو هغه به واپس شى او خپل مُلک ته به لاړ شى. ۱۰د هغۀ زامن به د جنګ دپاره تيار شى او يو لوئ لښکر به جوړ کړى، دا به لکه د سېلاب غوندې وى او جنګ به د هغۀ قلعه ګانو ته ورورسوى. ۱۱بيا به د جنوب بادشاه په غصه کښې راوځى او د شمال د بادشاه په خلاف به جنګ وکړى، څوک چې به لوئ لښکر تيار کړى خو هغوئ به هم شکست وخورى. ۱۲کله چې فوج تباه شى نو د جنوب بادشاه کښې به غرور راشى او هغه به په زرګونو خلق مړۀ کړى، خو هغه به د ډېر وخت پورې کامياب نۀ شى. ۱۳ځکه چې د شمال بادشاه به بل لښکر راغونډ کړى، د وړومبى لښکر نه به غټ وى، او يو څو کاله پس به هغه د يو لوئ لښکر سره په هر قسمه وسلو سمبال راشى. ۱۴په هغه وخت کښې به ډېر خلق د جنوب د بادشاه خلاف راپاڅى. ستا د قوم پارېدلى خلق به د رويا په پوره کېدو کښې بغاوت وکړى، خو هغوئ به کامياب نۀ شى. ۱۵نو بيا به د شمال بادشاه راشى او قلعه بند ښار د قبضه کولو دپاره به د خاورو ډيرى جوړ کړى. د جنوب فوجيان به دوئ ايسارولے نۀ شى، تر دې چې د ټولو نه ښۀ او زورَور فوجيان به هم د هغوئ مقابله نۀ شى کولے. ۱۶حمله کوونکے بادشاه به هم هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى، څوک به د هغۀ خلاف نۀ شى ودرېدلے. هغه به ځان په ښائسته مُلک کښې آباد کړى او هغۀ سره به د هغې د تباه کولو اختيار وى. ۱۷هغه به يوه منصوبه جوړه کړى چې د خپل ټول سلطنت د زور سره راشى او هغه به د جنوب د بادشاه سره اِتحاد وکړى. او خپله لور به هغۀ ته وادۀ کړى د دې دپاره چې سلطنت تباه کړى، خو د هغۀ منصوبه به کاميابه نۀ شى او نۀ به فائده ورکړى. ۱۸هغه به ساحلى علاقې خوا ته خپله توجو وګرځوى او په ډېرو علاقو به قبضه وکړى، خو د يو بل مُلک فوجى کمانډر به د هغۀ ګستاخانه رويه ختمه کړى او په شرمونو به يې وشرموى. ۱۹د دې نه پس به هغه خپل مُلک کښې خپلو قلعه ګانو ته واپس شى خو هغه به تيندک وخورى او وبه غورزيږى نو د هغۀ نام و نشان به پاتې نۀ شى. ۲۰د هغۀ په ځائ به بل بادشاه راشى هغه به محصُول اخستونکى ولېږى چې شاهى شان و شوکت پرې وساتى. خو په لږو ورځو کښې به هغه تباه شى، خو نۀ د غصې په وجه او نۀ د جنګ په وجه.

د شام يو بدعمله بادشاه

۲۱د هغۀ په ځائ به يو بدعمله سړے بادشاه شى چې د بادشاهۍ حق به ورته نۀ وى حاصل. هغه به ناګهانه راښکاره شى، او په سلطنت به حمله وکړى، په چالاکۍ او ټګۍ سره به بادشاهۍ قبضه کړى. ۲۲د هغۀ په وړاندې به لوئ لښکر جارُو شى، هغه او مشر اِمام به تباه شى. ۲۳هغۀ سره د لوظ کولو نه پس به هغه د هغوئ سره دوکه وکړى او د لږو کسانو سره به هغه قدرت حاصل کړى. ۲۴ناګهانه به مالداره صوبې ونيسى نو هغه به په هغوئ حمله وکړى او هغه هر څۀ به حاصل کړى چې د هغوئ پلار نيکۀ نۀ وو حاصل کړى. هغه به غنيمت، لوټ شوے دولت په خپلو ملګرو کښې تقسيم کړى. هغه به د قلعه ګانو د قبضه کولو منصوبې جوړې کړى خو دا به د لږ وخت دپاره وى. ۲۵د يو لوئ لښکر سره به هغه زور ولګوى او په نرتوب به د جنوب بادشاه په خلاف جنګ وکړى. د جنوب بادشاه به هم د خپل لوئ او طاقتور لښکر سره جنګ وکړى، خو هغه به د شمال د بادشاه په وړاندې د هغه منصوبو په وجه ونۀ دريږى کومې يې چې د هغۀ په خلاف جوړې کړې دى. ۲۶هغوئ څوک چې د بادشاه روټۍ خورى هغوئ به د هغۀ د تباه کولو کوشش وکړى، د هغۀ لښکر به ختم شى، او ډېر به په جنګ کښې مړۀ کړے شى. ۲۷نو دواړه بادشاهان به د شېطانۍ نه ډکو زړونو سره په يو مېز کښېنى او يو بل ته به دروغ ووائى، خو يو به هم کامياب نۀ شى ځکه چې خاتمه به بيا هم په خپل مقرر وخت راشى. ۲۸د شمال بادشاه به ډېر دولت سره خپل مُلک ته واپس شى، خو د هغۀ زړۀ به د مقدس لوظ خلاف شى. هغه به دې ته نقصان ورسوى او بيا به خپل مُلک ته واپس لاړ شى. ‏ ۲۹په مقرر وخت به هغه بيا په جنوبى مُلک حمله وکړى، خو دې ځل به يې نتيجه د مخکښې نه بدله وى. ۳۰د مغربى سمندر د غاړې کشتۍ به د هغۀ مخالف راشى، او هغه به زړۀ بائيلى. بيا به هغه واپس شى او خپله غصه به د مقدس لوظ په خلقو وباسى. هغه به واپس شى او په هغوئ به مهربان شى څوک چې مقدس لوظ هېروى. ۳۱د هغۀ لښکر به راشى چې د عبادتګاه بې‌حرمتى وکړى او روزانه قربانۍ به بندې کړى. هغوئ به هلته هغه ناپاکه بُت ودروى کوم چې به تباهى راولى. ۳۲بادشاه به په غوړو خبرو سره هغوئ دوکه کړى چا چې لوظ مات کړے دے، خو کوم خلق چې خپل خُدائ پاک پېژنى هغوئ به زورَور وى او د هغۀ مقابله به وکړى. ۳۳څوک چې هوښيار دى هغوئ به ډېرو ته صحيح تعليم ورکړى، خو د څۀ وخت دپاره به هغوئ په تُوره قتل کړے شى يا به وسوزولے شى يا به قېد کړے شى او يا به لوټ کړے شى. ۳۴کله چې هغوئ راپرېوځى ورته به صرف لږ مدد مِلاو شى، او ډېر چې مخلص نۀ دى ورسره به ملګرى شى. ۳۵څۀ هوښياران به قتل کړے شى، د دې دپاره چې د آخر وخت پورې صفا، خالص او بې‌داغه کړے شى ځکه چې مقرر وخت راتلونکے دے. ۳۶بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى. ۳۷هغه به د خپل پلار نيکۀ معبودانو له عزت نۀ ورکوى او نۀ هغه معبود له کوم چې د ښځو خوښ دے، او نۀ به د يو معبود عزت کوى، خو هغه به خپل ځان د دې ټولو نه اوچت ګڼى. ۳۸د دې په ځائ به هغه د قلعه ګانو د معبود عزت وکړى، د هغه معبود کوم چې د دۀ پلار نيکۀ نۀ پېژندلو. هغه به د هغۀ عزت د سرو او سپينو زرو او قيمتى کاڼو او قيمتى تُحفو ورکولو سره وکړى. ۳۹هغه به د پردى معبود په مدد سره په مضبوطو قلعه ګانو حمله وکړى او د هغوئ به ډېر عزت کوى څوک چې د هغۀ حکومت منى. هغه به هغوئ په ډېرو خلقو حکمرانان مقرر کړى او په اجر کښې به په هغوئ زمکه تقسيم کړى. ۴۰په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګا‌ډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى. ۴۱هغه به په ښائسته مُلک حمله وکړى. ډېر مُلکونه به شکست وخورى، خو ادوم، موآب او د عمون مشران به د هغۀ د لاس نه بچ شى. ۴۲هغه به خپل حکومت په ډېرو مُلکونو ومنى، او مِصر به ترې هم خلاص نۀ شى. ۴۳هغه به د مِصر د سرو او سپينو خزانې او ټول دولت قبضه کړى، او ليبيا او ايتهوپيا به هم هغۀ ته تسليم شى. ۴۴خو بيا به د مشرق او شمال افواګانې هغه پرېشانه کړى، او هغه به په ډېره غصه کښې راوځى چې ډېر خلق تباه او نيست و نابود کړى. ۴۵هغه به شاهى خېمې د سمندر او د ښائسته مقدس غرۀ په مينځ کښې ولګوى. بيا هم به د هغۀ خاتمه راشى، او هيڅ څوک به د هغۀ مدد نۀ کوى.