INTRODUCTION

2 Peter Introduction

پېژندګلو

حضرت پطروس د خپلې عقيدې لنډ او آخرى ياداشت جماعتونو ته ليکى چې د هغۀ د خط لوستونکى به د خُدائ پاک په فضل سره داسې ژوند تېروى چې خُدائ پاک به ترې رضا وى، په دې دوېم خط کښې پطروس رسول د دې خبرې وضاحت کوى چې د دروغژنو اُستاذانو سره به څۀ کيږى، څوک چې د خپل ځان نه د زيرى په حقله دروغ وائى او په دين کښې بدعت کوى. او پطروس مونږ ته په دې کِتاب کښې د خپل ځان د بدلېدو قيصه هم بيانوى چې د هغۀ ژوند څنګه بدل شو. پطروس دا موضوع هم تشريح کوى چې د زيرى يوه رښتينى حِصه د دې دروغژنو تعليمونو علاج دے. زيرے د ډيوې په شان په تياره ځائ کښې ځليږى. پطروس په دريم باب کښې د حضرت عيسىٰ په فاتحانه انداز کښې دوباره راتلل او آخرى قضاوت بيان کړے دے، لکه څنګه چې يو ځل خُدائ پاک زمکه د اوبو په وسيله تباه کړه نو يوه ورځ به هغه خپل اور پرې نازل کړى. نو د دې راتلونکى واقعاتو د کېدو په مطابق کوم چې به ضرور راځى او مونږ د هغۀ د بيا راتلو او خلاصون په انتظار يُو د کوم چې هغۀ مونږ ايماندارانو سره وعده کړې ده نو بيا مونږ ته په کار دى چې پاک او مقدس ژوند تېر کړُو. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۳ آيت ”خُدائ پاک د خپل الٰهى قُدرت په وسيله مونږ له هر هغه څۀ راکړل کوم چې د مقدس ژوندون تېرولو دپاره ضرورى دى. دا هر څۀ مونږ ته د هغۀ د پېژندګلو په وجه راکړے شوى دى، يعنې هغه چا چې مونږ د خپل خاص جلال او نېکۍ په وسيله راوبللو.“