HISTORY

2 Kings 24

۱کله چې يهويقيم بادشاه وو، نو د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه او درې کاله يې په يهويقيم باندې زور راوړلو چې د هغۀ حکومت ته تسليم شى، بيا يهويقيم بغاوت وکړو. ۲نو مالِک خُدائ د يهويقيم خِلاف د يهوداه د تباه کولو دپاره، د بابل، اسور، موآب او عمون لښکرې ولېږلې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه فرمائيلى وُو چې هغه به داسې کوى. ۳د مالِک خُدائ په حُکم باندې داسې ځکه وشول چې د يهوداه خلق د خپل حضور نه لرې کړى، دا د هغه ټولو ګناهونه په وجه چې منسى بادشاه کړى وُو. ۴د هغه بې‌ګناه خلقو د وينې په وجه چې هغۀ توئ کړې وه، نو مالِک خُدائ ځکه منسى نۀ شو معاف کولے. ۵نور هر څۀ چې يهويقيم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۶يهويقيم مړ شو او د هغۀ زوئ يهوياکين د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. ۷د مِصر بادشاه او د هغۀ لښکر بيا هيڅکله هم د مِصر نه لا نۀ ړل، ځکه چې اوس د بابل بادشاه د مِصر ټوله علاقه قبضه کړې وه، دا د فرات سيند نه واخله د مِصر شمالى سرحد پورې وه.

د يهوداه بادشاه يهوياکين

۸يهوياکين د اتلسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې درې مياشتې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور نحشتا وه چې د يروشلم د الناتن لور وه. ۹يهوياکين د مالِک خُدائ په نظر کښې بد عمل کولو هم هغه شان لکه څنګه عمل چې د هغۀ پلار کړے وو. ۱۰د هغۀ په دور کښې د بابل فوج د يروشلم خِلاف روان شو چې مشرى يې د نبوکدنضر بادشاه آفسرانو کوله او يروشلم يې محاصره کړو. ۱۱د محاصرې په دوران کښې نبوکدنضر په خپله يروشلم ته راغلو، ۱۲او يهوياکين بادشاه، سره د خپلې مور، زامنو، آفسرانو او سره د محل د آفسرانو بابليانو ته تسليم شو. د نبوکدنضر د بادشاهۍ په اتم کال هغۀ يهوياکين قېدى کړو ۱۳او د محل او د مالِک خُدائ د کور ټولې خزانې يې بابل ته يوړې. لکه څنګه چې مالِک خُدائ پېشګوئې کړې وه، نبوکدنضر د سرو زرو هغه ټول سامان مات کړو کوم چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړ کړے وو. ۱۴نبوکدنضر د يروشلم خلق، ټول شهزادګان او ټول مشران سړى قېديان بوتلل چې دا ټول په شمېر کښې لس زره وُو. هغۀ سره د لوهارانو، ټول ماهِر کاريګران وويستل او په يهوداه کښې يې صِرف مسکينان خلق پرېښودل. ۱۵نبوکدنضر، يهوياکين د يهوياکين مور، د هغۀ ښځې، د هغۀ آفسران او د يهوداه د مشران بابل ته قېديان بوتلل. ۱۶د بابل بادشاه نبوکدنضر ټول فوجيان هم وويستل چې په شمېر کښې اووۀ زره وُو، چې په جنګ کښې ښۀ تکړه وُو او ورسره يو زر ماهِر کاريګران او لوهاران هم وُو. ۱۷نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ متنياه د هغۀ په ځائ د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د متنياه نوم يې صدقياه ته بدل کړو.

د يهوداه بادشاه صدقياه

۱۸صدقياه د يويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور حموطل وه، چې د لِبناه د ښار د يرمياه لور وه. ۱۹صدقياه بادشاه د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه بلکل هم هغسې لکه چې يهويقيم بادشاه کړې وه. ۲۰نو مالِک خُدائ د يروشلم او د يهوداه خلقو ته دومره غصه شو چې په آخر کښې يې هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل. صدقياه د بابل بادشاه خِلاف بغاوت وکړو.