INTRODUCTION

1 Samuel Introduction

پېژندګلو

اول سموئيل مونږ ته د بنى اِسرائيلو په حقله هغه قيصه بيانوى په کومه کښې چې د دې خبرې وضاحت شوے دے چې اول خُدائ پاک په خپله حکمرانى کوله او بيا د دې نه وروسته د دې مُلک بادشاه حکمرانى کوله. ساؤل بادشاه چې د تالوت په نوم هم ياديږى د بنى اِسرائيلو اولنے بادشاه وو او د مخزن افغانې په مطابق چې نعمت اللّٰه الهاورى د مغل شهنشاه جهانګير په وخت کښې ليکلے وو هغه وائى چې پښتانۀ ټول د تالوت اولاد دى. ساؤل د خُدائ پاک نه بې‌لارې شو او د هغۀ په ځائ حضرت داؤد بادشاه شو. کله چې حضرت داؤد هلک وو نو هغۀ پهلوان جوليت ووژلو نو د دې په وجه هغه د ساؤل بادشاه دربار ته راوستے شو او آخر کښې هغه د ساؤل د فوج مشر جوړ شو. د ساؤل بادشاه سختې غصې حضرت داؤد تښتېدو ته مجبور کړو. د دې کِتاب خاتمه د ساؤل بادشاه د مرګ سره کيږى او د حضرت داؤد د حکمرانۍ انتظار کوى. د حفظ کولو دپاره ۱۶‏:_۷ آيت ”مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“