album-art
00:00
Sorry, no results.
Please try another keyword
  • مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو، مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے، او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى.
  • اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟
  • خُدائ پاک بې‌شکه د بنى اِسرائيلو سره ښۀ دے، او د چا زړونه چې صفا وى د هغوئ سره ښۀ دے.
  • اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه، او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه.
  • زما مالِکه خُدايه ستا پناه له راغلے يم، ما مۀ پرېږده چې په شرم وشرمېږم،
  • پاکه خُدايه، ما ته خلاصون راکړه، مالِکه خُدايه، زر راشه، او زما مدد وکړه. هغوئ څوک چې زما د مړ کولو کوشش کوى، هغوئ دې شرمنده او سرګردانه شى،
  • اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه، ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے.
  • اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه، ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے.
  • خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى، او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى. او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى، ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى.
  • اے د ټولې دُنيا خلقو خوشحالى وکړئ. خُدائ پاک ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ.
  • په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې. منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى
  • اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره، زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته.
  • اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
  • زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى، ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے.
  • اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره، او زما دُعا ته غوږ ونيسه.
  • تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه. مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.
  • ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، پاکه خُدايه، څوک چې زما خلاف حملې کوى ما د هغوئ نه بچ کړه.
  • بادشاهانو تاسو کله هم په رښتيا ښې فېصلې کړې دى څۀ؟ تاسو د خلقو عدالت په اِنصاف کوئ څۀ؟
  • رحم په ما وکړه، پاکه خُدايه، رحم غواړم، او تا له درځمه او زۀ ستا نه امان غواړم. ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.
  • اے پاکه خُدايه، په ما رحم وکړه، خلق راپسې شوى دى، ټوله ورځ دشمنان په ما باندې سختې حملې کوى.
  • اے پاکه خُدايه، واوره سوال زما، ځان مۀ غلے کوه په سوال زارۍ زما.
  • په خپل نوم سره دې ما ته خلاصون راکړه خُدايه، په خپل قدرت سره دې زما بې‌ګناهى ثابته کړه.
  • کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“ دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى، تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.
  • تۀ ولې په خپلو بدو فخر کوې زورَوره؟ ولې تۀ خبر نۀ يې چې د خُدائ مينه وى د تل دپاره؟
  • د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه، او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه، د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.