EA Icon - Prophetic
PROPHETIC

Revelation 20

زر کاله پاچاهي

۱بیا ما یوه فرښته ولیدله چې د اسمان نه راښکته کېدله چې د ځمکې د تل کیلي او یو لوی زنځیر ورسره وو. ۲هغې ښامار یعنې هغه زوړ او پخوانی مار چې هماغه ابلیس یا شیطان دی، ونیوه او تر زرو کالو پورې یې په زنځیر وتړلو. ۳فرښتې هغه د ځمکې تل ته وغورځاوه، دروازه یې ورپسې وتړله او مهر یې ورباندې ولګاوه، ترڅو زر کاله پوره شوي نه وي، هغه نور ونه شي کولای چې قومونه وغولوي. له هغې وروسته باید د لږ وخت دپاره ازاد کړای شي.

۴بیا مې تختونه ولیدل چې هغه خلک پرې ناست وو چې د قضاوت کولو واک او اختیار ورته ورکړل شوی ؤ او د هغو کسانو روحونه مې ولیدل چې سرونه یې د عیسی په هکله د شاهدۍ ورکولو او د خدای د کلام په خاطر پرې کړل شوي وو. دا هغه خلک وو چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته یې سجده نه وه کړې او د هغوی تندي او لاسونو د هغو نښه نه درلودله. هغوی ټول بېرته راژوندي شول او د مسیح سره یې تر زرو کالو پورې پاچاهي وکړه. ۵خو هغه نور خلک چې مړه شوي وو، تر هغې پورې ژوندي نه شول ترڅو زر کاله پوره شوي نه وو. دا د مړو نه لومړنی بیا راژوندي کېدل دي. ۶بختور او سپېڅلی شوی هغه څوک دی چې په دې لومړني بیا راژوندي کېدلو کې شریک دی. ځکه چې په داسې خلکو د دوهم مرګ زور نه رسیږي، بلکې هغوی به د خدای او مسیح کاهنان وي او د هغه سره به تر زرو کالو پورې پاچاهي کوي.

د شیطان ماتې

۷کله چې زر کاله پوره شي، نو شیطان به د زندان څخه راخلاص شي. ۸هغه به راووځي او د نړۍ د څلورو کنجونو قومونه چې جوج او ماجوج بلل کیږي، وغولوي او هغوی چې د بحر د شګو په شان بې شمېره دي، د جنګ دپاره سره راټول کړي. ۹هغوی په ټوله نړۍ کې خواره شول او د خدای د خلکو کمپ او ګران ښار یعنې اورشلیم یې کلابند کړ، خو د اسمان نه ورباندې اور نازل شو او هغوی یې تباه کړل. ۱۰بیا شیطان چې هغوی یې غولولي وو، د اور او ګوګړو بحیرې ته وغورځول شو، یعنې هغه ځای ته چې هغه ځناور او جعلي پیغمبر هم په کې غورځول شوي وو. هغوی به هلته شپه او ورځ د تل دپاره عذاب ویني.

وروستنی قضاوت

۱۱بیا مې یو لوی سپین تخت ولیده چې یو کس ورباندې ناست ؤ. ځمکه او اسمان د هغه د مخې نه وتښتېدل او نور ونه لیدل شول. ۱۲بیا ما مړي ولیدل چې د تخت په مخکې ولاړ وو، که هغه پیاوړي او که عادي خلک وو. هغه وخت کتابونه پرانیستل شول. وروسته د دې کتابونو څخه بیا بل کتاب پرانیستل شو، یعنې د ژوندون کتاب. د مړو په هکله لکه څنګه چې په کتابونو کې لیکل شوي وو او د هغوی د عملونو له مخې قضاوت وشو. ۱۳بحر چې کوم مړي ساتلي وو، هغه یې بېرته ورکړل او مرګ او قبر هم هغه بېرته ورکړل او د هر چا قضاوت د هغه د عمل له مخې وشو. ۱۴بیا مرګ او قبر د اور بحیرې ته وغورځول شول. د بحر دا اور دوهم مرګ دی. ۱۵د چا نوم چې د ژوندون په کتاب کې نه ؤ لیکل شوی، هغه د اور بحیرې ته وغورځول شو.

Revelation 20

PROPHETIC

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/revelation-20/