خدای تر ټولو لوی واکمن
(د آساف زبور)
۱خدای دی ناست په اسماني دربار کې
نورو قومونو د خدایانو ترمنځ کړي قضاوت
۲«بې انصافۍ سره ترڅو به تاسو کړئ قضاوت
او د بدکارو طرفداري به کوئ؟
۳د غریبانو یتیمانو د حقوقو نه ساتنه وکړئ
کوئ انصاف د محتاجانو او بې وزلو سره
۴خلاص کړئ بې وزله او غریب انسانان
د شریرانو د منګولو څخه خلاص کړئ هغوی»
۵څومره جاهل، څومره کم عقل دي هغوی!
دوی دي بالکل فاسدان
او د ځمکې مخ نه دی ورک شوی انصاف
۶ما ویل: «تاسو خو خدایان یئ
ټول د خدای تعالی بچیان یئ
۷خو مړه به شئ د انسانانو په شان
ژوند به مو ختم شي د نورو واکمنانو په شان»
۸خدایه راپاڅه د دې ځمکې عدالت وکړه
د ټولو قومونو د اختیار خاوند یې
Psalm 82
WISDOM & POETRY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
Yousafzai
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/psalm-82/