EA Icon - Torah
The fourth book of the Torah

Numbers 12

مریم او حضرت هارون د حضرت موسیٰ سره مخالفت کوي

۱حضرت موسیٰ د یوې ایتوپیایۍ ښځې سره واده کړی ؤ او مریم او حضرت هارون په هغه باندې د دې کار په خاطر انتقاد وکړ. ۲هغوی وویل: <آیا څښتن یوازې د موسیٰ په وسیله خبرې کړې دي؟ آیا هغه زمونږ په وسیله خبرې نه دي کړې؟> څه چې هغوی وویل څښتن هغه واورېدل. ۳(حضرت موسیٰ د ځمکې پر مخ ترټولو عاجز سړی ؤ.)

۴څښتن سمدستي حضرت موسیٰ، حضرت هارون او مریم ته وفرمایل: <زه غواړم چې تاسو درې واړه مقدسې خېمې ته راشئ.> نو هغوی ورغلل. ۵څښتن په ورېځ کې راکوز شو، د خېمې د دروازې په خوله کې ودرېد او غږ یې وکړ: <ای هارونه! ای مریمې!> هغوی دواړه رامخکې شول ۶او څښتن وفرمایل: <اوس زما خبرې ته غوږ ونیسئ! زه خپل ځان نبیانو ته په رویاګانو کې ښکاره کوم او د هغوی سره په خوبونو کې خبرې کوم. ۷خو کله چې د خپل خدمتګار موسیٰ سره خبرې کوم هغه د نورو سره فرق لري. هغه مې د خپل ټول قوم مشر ټاکلی دی. ۸نو زه د هغه سره مخامخ او صفا خبرې کوم، نه په رموز سره، حتیٰ هغه زما څېره هم ویني! تاسو څنګه جرأت کوئ چې زما د خدمتګار موسیٰ په ضد خبرې وکړئ؟>

۹څښتن په حضرت هارون او مریم باندې په قهر شو. د څښتن د تګ ۱۰او د مقدسې خېمې د سر څخه د ورېځې د لېرې کېدو څخه وروسته مریم په جذام باندې اخته شوه او پوستکی یې لکه د واورې په شان سپین واوښت. کله چې حضرت هارون هغې ته وکتل نو ویې لیدل چې هغه په جذام باندې اخته شوه، ۱۱نو حضرت موسیٰ ته یې وفرمایل: <زما باداره، مونږ ته د داسې ګناه په خاطر چې په بې عقلۍ سره مو کړې ده سزا مه راکوه. ۱۲مه پرېږده چې د مریم غوښه د یو مړه زېږېدلي ماشوم په شان خوسا شي!>

۱۳نو حضرت موسیٰ څښتن ته فریاد وکړ: <ای خدایه، هغه روغه کړه!>

۱۴مګر څښتن په ځواب کې وفرمایل: <که چېرې پلار یې د هغې په مخ باندې لیاړې توکړې وای هغه به اووه ورځې خجالت نه وای؟ نو پرېږده چې یوه هفته د کمپ څخه دباندې ایساره وي او له هغې وروسته کېدای شي چې کمپ ته راوستل شي.> ۱۵مریم اووه ورځې د کمپ څخه دباندې ایساره پاتې شوه او قوم تر هغه وخته پورې حرکت ونه کړ ترڅو هغه بېرته کمپ ته راوستل شوه. ۱۶بیا هغوی د حضیروت څخه لاړل او د فاران په دښته کې یې خېمې ودرولې.

Numbers 12

The fourth book of the Torah

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/numbers-12/