EA Icon - Gospels
GOSPEL

Matthew 15

د خدای حکمونه او انساني رواجونه

(مرقوس ۷: ۱‏ - ۱۳)

۱وروسته ځینې فریسیان او د شریعت عالمان د اورشلیم څخه عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: ۲«ستا شاګردان ولې زمونږ د نیکونو په رواجونو عمل نه کوي او د ډوډۍ خوړلو څخه مخکې خپل لاسونه نه وینځي؟» ۳عیسی په ځواب کې وویل: «تاسو ولې د خپل رواج په خاطر د خدای حکم ماتوئ؟ ۴ځکه چې خدای حکم کړی دی: ‹د خپل مور او پلار عزت کوه او هرڅوک چې خپل مور او پلار ته ښکنځلې وکړي، باید ووژل شي.› ۵خو تاسو وایئ، که چېرې څوک خپل مور او پلار ته ووایي چې زه تاسو سره مرسته نه شم کولای، ځکه هغه څه چې ما کولای شول تاسو ته یې درکړم، هغه مې خدای ته نذرانه کړل. ۶نو هغه نور مجبور نه دی چې د خپل مور او پلار درناوی وکړي. په دې ډول تاسو د خپل دود او دستور په خاطر د خدای حکم بې ارزښته ګڼئ. ۷ای منافقانو، اشعیا نبي په حقه ؤ چې ستاسو په هکله یې پېشګویي وکړه چې خدای وایي:

۸دا خلک په خوله زما عزت کوي، خو زړونه یې په بل ځای کې دي. ۹د هغوی عبادت ګټه نه لري ځکه چې هغوی د خدای د حکمونو په ځای د انساني حکمونو تعلیم ورکوي.»

هغه شیان چې انسان ناپاکه کوي

(مرقوس ۷: ۱۴‏ - ۲۳)

۱۰بیا عیسی خلک راوغوښتل او ورته ویې ویل: «زما خبرو ته غوږ ونیسئ او ځان ورباندې پوه کړئ. ۱۱انسان چې څه خوري او څه څښي په هغو باندې نه ناپاکه کیږي، خو کومه خبره چې د هغه د خولې څخه راوځي په هغې ناپاکه کیږي.»

۱۲بیا شاګردان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «ایا ته پوهېږې چې فریسیان ستا په خبرو خفه شول؟» ۱۳عیسی ځواب ورکړ: «هر نیالګی چې زمونږ اسماني پلار نه وي کرلی هغه به له بېخه وویستل شي. ۱۴نو د هغوی پروا مه کوئ. دوی داسې ړانده دي چې نورو ړندو ته لاره ښایي. کله چې یو ړوند بل ړوند ته لاره ښایي، نو دواړه په کنده کې غورځیږي.»

۱۵بیا پطروس عیسی ته وویل: «مونږ ته د دې مثال معنی ووایه.» ۱۶عیسی پوښتنه وکړه: «ایا تاسو هم لا تر اوسه په دې شیانو نه پوهېږئ؟ ۱۷ایا تاسو نه پوهېږئ چې کوم شی چې خولې ته ننوځي هغه خېټې ته ځي او وروسته بیا د بدن څخه وځي؟ ۱۸خو څه چې د خولې څخه راوځي هغه د زړه څخه راځي او په هغو باندې انسان ناپاکه کیږي. ۱۹ځکه چې خراب خیالونه، قتل، زناکاري، جنسي بد اخلاقي، غلا، د دروغو شهادت او تهمت د زړه نه راوځي. ۲۰دا هغه شیان دي چې انسان ناپاکه کوي، خو په ناپاکو لاسونو باندې خوراک کول انسان نه ناپاکه کوي.»

د یوې کنعانۍ ښځې ایمان

(مرقوس ۷: ۲۴‏ - ۳۰)

۲۱بیا عیسی هغه ځای پرېښود او د صور او صیدون سیمو ته لاړ. ۲۲یوه کنعاني ښځه چې د هغه ځای اوسېدونکې وه هغه ته راغله او په چیغو چیغو یې ورته وویل: «ای ښاغلیه! ای د داود زویه! په ما باندې رحم وکړه. زما لور پېریانو نیولې ده او په سخت حالت کې ده.» ۲۳خو عیسی ورته هېڅ ځواب ورنه کړ. شاګردان یې راغلل او زاري یې ورته وکړه او ویې ویل: «دا ښځه وشړه، ځکه چې هغه مونږ پسې چیغې وهي.» ۲۴بیا عیسی په ځواب کې وویل: «زه یوازې د اسراییلو د قوم د ورک شویو پسونو دپاره رالېږل شوی یم.» ۲۵خو هغه ښځه راغله او د عیسی په پښو کې پرېوتله او ویې ویل: «ښاغلیه، زما سره مرسته وکړه.» ۲۶عیسی په ځواب کې وویل: «دا سمه نه ده چې څوک دې د ماشوم ډوډۍ واخلي او سپیو ته یې واچوي.» ۲۷هغې ښځې وویل: «رښتیا ده ښاغلیه! خو سپي هم هغه پاتې شوې ډوډۍ خوري چې د خاوند د دسترخوان څخه یې وغورځیږي.» ۲۸بیا عیسی هغې ته په ځواب کې وویل: «ای ښځې، ستا ایمان ډېر قوي دی! څنګه چې ته غواړې هماغسې دې وشي.» او په هماغه ساعت د هغې لور روغه شوه.

عیسی ډېرو خلکو ته شفا ورکوي

۲۹عیسی د هغه ځای څخه روان شو او د جلیل د بحیرې په غاړه تېر شو او غره ته وخوت او هلته کښېناست. ۳۰ډېر خلک ورته راغلل او ګوډان، ړانده، شلان، ګونګیان او نور ډېر ناروغان یې ورته راوستل او د هغه پښو ته به یې کښېنول او هغه به روغول. ۳۱کله چې خلکو ولیدل چې ګونګیانو خبرې وکړلې، شلان ټول روغ شول، ګوډان وګرځېدل او ړانده بینا شول، نو حیران شول او د اسراییلو د خدای ثنا او صفت یې وکړ.

عیسی څلور زره کسانو ته ډوډۍ ورکوي

(مرقوس ۸: ۱‏ - ۱۰)

۳۲عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل: «په دې خلکو باندې زما زړه سوځي، ځکه چې درې ورځې کیږي چې هغوی زما سره دي او هېڅ شی ورسره نشته چې ویې خوري. زه نه غواړم چې هغوی وږي رخصت کړم، هسې نه چې په لاره کې بې حاله شي.» ۳۳شاګردانو په ځواب کې وویل: «په دې دښته کې دومره خلکو ته مونږ ډوډۍ له کومه کړو چې ماړه یې کړو؟» ۳۴عیسی هغوی ته وویل: «تاسو سره څو ډوډۍ دي؟» هغوی وویل: «اووه ډوډۍ او یو څو واړه ماهیان.» ۳۵نو عیسی خلکو ته وویل چې په ځمکه کښېني. ۳۶بیا هغه اووه ډوډۍ او ماهیان راواخیستل، د خدای شکر یې وویست، هغه یې ماتې کړې او شاګردانو ته یې ورکړلې او شاګردانو هغه خلکو ته ورکړلې. ۳۷هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول او د ډوډیو د پاتې شویو ټوټو څخه اووه ټوکرۍ ډکې شوې. ۳۸هغو خلکو چې ډوډۍ یې وخوړه د هغو شمېر څلور زرو تنو ته رسېده چې په هغو کې ښځې او ماشومان نه وو حساب شوي. ۳۹بیا عیسی خلک رخصت کړل او خپله په کشتۍ کې سپور شو او د مجدن سیمې ته لاړ.

Matthew 15

GOSPEL

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/matthew-15/