خدای څنګه خوشحالولی شو؟
۱د خویندو او ورونو په شان یو د بل سره مینه کوئ. ۲دا مه هېروئ چې باید د مسافرو مېلمه پالنه وکړئ، ځکه چې ځینو خلکو داسې کړي دي او هغوی د فرښتو مېلمه پالنه کړې ده که څه هم هغوی یې نه دي پېژندلې. ۳هغه کسان چې په زندان کې دي داسې یادوئ لکه چې تاسو ورسره په زندان کې یئ. هغه کسان در په یادوئ چې ظلم ورسره کیږي، نو داسې وګڼئ لکه تاسو چې کړاوونه وینئ. ۴ټول باید واده ته درناوی ولري او ښځې او مېړونه باید یو بل ته وفادار اوسي، ځکه چې خدای به بد اخلاقه او زناکاره خلک محکوم کړي. ۵په خپل ژوند کې د پیسو سره د مینې کولو نه ځان لېرې وساتئ او څه چې لرئ په هغو باندې قناعت وکړئ، ځکه چې خدای ویلي دي: «زه به هېڅکله تاسو یوازې پرېنږدم او هېڅکله به مو نه هېروم.» ۶نو مونږ په ډاډه زړه ویلی شو:
زما مرستندوی دی څښتن
نه به وېرېږمه زه
څه کولای شي انسان ما سره؟
۷خپل مشران چې تاسو ته یې د خدای کلام بیان کړ، په یاد ساتئ. د هغوی د ژوند د لارو او څرنګوالي په هکله فکر وکړئ او د هغوی ایمان د ځان دپاره مثال وګرځوئ. ۸عیسی مسیح پرون، نن او د تل دپاره یو شان دی. ۹د هر ډول عجیبه تعلیمونو له امله مه بې لارې کېږئ. دا ښه ده چې زمونږ زړونه د خدای په فضل باندې قوي شي، نه په مذهبي قوانینو پورې تړلي خوړو باندې، ځکه کوم خلک چې دا قانون پرمخ وړي هېڅ ګټه ورته نه رسیږي.
۱۰مونږ داسې د قربانۍ ځای لرو چې حتی هغه کاهنان چې هلته په سپېڅلې خېمه کې خدمت کوي، د هغې قربانۍ د خوړلو حق نه لري. ۱۱ځکه چې لوی کاهن به د حیواناتو وینه د ګناه د قربانۍ په توګه ډېر سپېڅلي ځای ته وړله، خو د هغوی مړي د کمپ نه دباندې سوځول کېدل. ۱۲نو له دې امله عیسی هم د ښار د دروازې نه دباندې کړاوونه وزغمل او مړ شو، ترڅو د خپلې وینې په وسیله خلک د ګناه څخه پاک کړي. ۱۳نو راځئ چې هغه ته د کمپ نه دباندې ورشو او هغه بې عزتي وزغمو چې هغه زغملې وه. ۱۴ځکه چې په دې دنیا کې زمونږ دپاره هېڅ داسې ښار نشته چې د تل دپاره پاتې وي، خو مونږ د هغه ښار په لټه کې یو چې په راتلونکي کې به موجود وي.
۱۵نو راځئ چې د عیسی په وسیله د قربانیو په توګه تل د خدای ثنا او صفت وکړو، یعنې په خپلو خولو د هغه د نوم اقرار وکړو. ۱۶نېکي کول او د نورو سره مرسته کول مه هېروئ، ځکه چې خدای په داسې قربانیو خوشحالیږي.
۱۷د خپلو مشرانو اطاعت کوئ او څه چې درته وایي هماغسې کوئ. هغوی په تاسو باندې پام کوي او خدای ته به حساب ورکوي. نو پرېږدئ چې هغوی دا کار په خوشحالۍ سره وکړي، نه په خفګان. که نه، نو تاسو ته به یې ګټه ونه رسیږي. ۱۸زمونږ دپاره دعا کوئ. مونږ ډاډمن یو چې زمونږ وجدان پاک دی او غواړو چې په هر لحاظ د عزت ژوند وکړو. ۱۹زه ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم چې دعا وکړئ، ترڅو ډېر زر بېرته تاسو ته راشم.
وروستۍ دعاګانې
۲۰اوس دې د سولې او سلامتۍ خدای چې د تلپاتې لوظ د وینې په وسیله یې زمونږ څښتن عیسی چې لوی شپون دی، د مړو نه بېرته راژوندی کړ، ۲۱نو هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره په خپلو ټولو ښو کارونو کې تیار کړي او د عیسی مسیح په وسیله دې په مونږ کې هغه کارونه وکړي چې هغه پرې خوشحالیږي. د هغه جلال دې تل ترتله وي. امین.
وروستني سلامونه
۲۲ای خویندو او ورونو! ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم چې زما نصیحت په صبر او حوصلې سره واورئ، ځکه چې هغه مې درته په لنډ ډول لیکلی دی. ۲۳زه غواړم تاسو خبر شئ چې زمونږ ورور تیموتاوس د زندان نه خلاص شوی دی. که هغه زر دلته راشي، نو هغه به زما سره ستاسو لیدو ته درشي. ۲۴خپلو ټولو مشرانو او ایماندارانو ته زمونږ سلامونه ووایئ. د ایټالیې ایمانداران هم تاسو ته خپل سلامونه وایي. ۲۵په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.
Hebrews 13
GENERAL EPISTLES
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
Yousafzai
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/hebrews-13/