EA Icon - Torah
The first book of the Torah

Genesis 23

د ساره مړینه

۱ساره یوسلو اووه ویشت کاله ژوندۍ وه. ۲هغه په قریه اربع (حبرون) کې چې د کنعان په هېواد کې دی مړه شوه او حضرت ابراهیم د ساره دپاره غمجن شو او په هغې پسې یې وژړل.

۳بیا حضرت ابراهیم د خپلې ښځې د مړي له څنګه پاڅېده او حیتیانو ته ورغی او ویې فرمایل: ۴<زه دلته ستاسو په منځ کې پردی او مسافر یم. یو څه ځمکه په ما باندې خرڅه کړئ ترڅو خپله ښځه په کې ښخه کړم.>

۵هغوی ځواب ورکړ: ۶<باداره، زمونږ خبره واوره. مونږ تاته د یو قوي مشر په سترګه ګورو. زمونږ په ډېرو ښو قبرونو کې خپل مړی ښخ کړه. مونږ هر یو به خوشاله شو چې تاته د قبر دپاره ځای درکړو ترڅو خپله ښځه په کې ښخه کړې.>

۷نو حضرت ابراهیم پاڅېد او د احترام په خاطر یې هغوی ته خپل سر ټیټ کړ ۸او ورته ویې فرمایل: <که ستاسو خوښه وي پرېږدئ چې خپل مړی ښخ کړم. تاسو زما په خاطر د صوحار د زوی عفرون څخه وغواړئ ۹چې د مکفیلې سمڅه چې د هغه جایداد دی او د هغه د پټي سرته پرته ده، په پوره بیه په ما باندې خرڅه کړي. دا به ستاسو په منځ کې زمونږ هدیره وي.>

۱۰عفرون په خپله د نورو حیتیانو سره د ښار په دروازه کې د غونډې په ځای کې ناست ؤ. هغه حضرت ابراهیم ته د ټولو حیتیانو په مخکې چې هلته حاضر وو ځواب ورکړ، ۱۱هغه وویل: <نه، زما باداره! زما خبره واوره. زه دا پټی او هغه سمڅه چې په هغه کې ده د خپل قوم په مخکې تاته درکوم، خپل مړی دې په کې ښخ کړه.>

۱۲حضرت ابراهیم یو ځل بیا د حیتیانو په وړاندې د احترام سر ټیټ کړ. ۱۳هغه د ټولو په مخکې عفرون ته وفرمایل: <زما خبره واوره. که چېرې ستا رضا وي زه به د پټي بیه تاته درکړم. دا زما له خوا قبوله کړه ترڅو خپل مړی هلته ښخ کړم.>

۱۴عفرون ځواب ورکړ: ۱۵<ای زما باداره، زما خبره واوره. د دې ځمکې بیه څلورسوه مثقاله سپین زر دي، خو دا زما او ستا ترمنځ هیڅ شی نه دی. خپل مړی دې په کې ښخ کړه.> ۱۶نو حضرت ابراهیم د عفرون خبره قبوله کړه او هغه بیه چې عفرون د حیتیانو په مخکې ټاکلې وه، یعنې څلورسوه مثقاله سپین زر عفرون ته وتلل. دا د هغه وزن سره سم وو چې په هغه وخت کې یې د سوداګرانو په منځ کې رواج درلود.

۱۷په دې ډول د عفرون جایداد چې په مکفیله کې د ممري په لمرخاته کې ؤ هغه د حضرت ابراهیم شو. په هغه کې پټی او هغه سمڅه چې په هغه پټي کې وه او د هغې ځمکې شاوخوا ټولې ونې شاملې وې. ۱۸دا ځمکه د ټولو حیتیانو په مخکې چې په هغې غونډې کې حاضر وو د حضرت ابراهیم د جایداد په توګه وپېژندل شوه.

۱۹نو حضرت ابراهیم خپله ښځه ساره ممري ته نژدې چې په حبرون کې ده د مکفیله په سمڅه کې د کنعان په خاوره کې ښخه کړه. ۲۰نو هغه پټی او سمڅه چې په هغې کې وه د حیتیانو له خوا په حضرت ابراهیم باندې د هدیرې لپاره په قباله ورکړای شول.

Genesis 23

The first book of the Torah

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/genesis-23/