EA Icon - Torah
The fifth book of the Torah

Deuteronomy 23

هغه خلک چې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی

۱هیڅ داسې سړی چې خصي شوی وي یا د هغه تناسلي آله پرې کړل شوې وي د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی.

۲هیڅ داسې نفر چې حرامي وي او د داسې نفر اولاده حتیٰ تر لسم نسله پورې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی.

۳هیڅ عمونی یا موآبی او د هغوی اولاده حتیٰ تر لسم نسله پورې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی. ۴دا په دې سبب کله چې تاسو د مصر څخه راوتلئ، هغوی تاسو ته د ډوډۍ او اوبو د برابرولو څخه انکار وکړ او د بعور زوی بلعام یې چې په بین النهرین کې د فتور د ښار څخه ؤ اجیر ونیوه چې په تاسو باندې لعنت ووایي. ۵مګر ستاسو څښتن خدای به بلعام ته غوږ نه نیوه، د هغې په ځای یې لعنت په برکت بدل کړ ځکه چې هغه ستاسو سره مینه درلودله. ۶تاسو او ستاسو راتلونکي نسلونه د هغو قومونو سره د هیڅ شي مرسته ونه کړئ او د هغوی خوشبختي مه غواړئ.

۷ادومیانو ته په سپکه سترګه مه ګورئ، ځکه چې هغوی ستاسو خپلوان دي. مصریانو ته هم په سپکه سترګه مه ګورئ، ځکه چې یو وخت تاسو د هغوی په خاوره کې اوسېدلئ. ۸کېدای شي چې د هغوی لمسیان د څښتن په قوم کې شامل شي.

د کمپ پاک ساتل

۹کله چې تاسو د جنګ په وخت کې په کمپ کې یئ، باید د هر هغه شي څخه چې تاسو په مذهبي لحاظ ناپاکه کوي ځانونه وساتئ. ۱۰که چېرې د شپې له خوا شیطان یو سړی وغولوي او له دې کبله هغه ناپاک شي، هغه دې د کمپ څخه بیرون ووزي او هلته دې پاتې شي. ۱۱هغه دې مازدیګر غسل وکړي او ماښام کولی شي چې بېرته کمپ ته راشي.

۱۲د کمپ څخه بیرون یو داسې ځای جوړ کړئ چې د تشناب په توګه ورڅخه کار واخیستل شي. ۱۳په خپلو سامانونو کې یو داسې شی ولرئ چې ځمکه ورباندې وکیندل شي. کله چې تاسو د حاجت د رفع کولو دپاره ځئ، په هغه باندې یوه کنده وباسئ. بیا وروسته له دې چې خپل حاجت رفع کړئ، خپل غایطه مواد په هغې کندې کې ښخوئ. ۱۴څرنګه چې ستاسو څښتن خدای ستاسو په کمپ کې ګرځي چې ستاسو ساتنه وکړي او په خپلو دښمنانو باندې بری درکړي، نو ستاسو کمپ باید مقدس وي ترڅو هغه ستاسو په منځ کې کوم خراب شی ونه ویني او ستاسو څخه مخ ونه ګرځوي.

ډول ډول قوانین

۱۵که چېرې یو غلام د خپل بادار څخه وتښتي او تاسو ته د پناه اخیستلو دپاره راشي، هغه بېرته خپل بادار ته په لاس مه ورکوئ. ۱۶هغه کولی شي ستاسو په هر ښار کې چې د هغه خوښه وي واوسیږي او تاسو باید د هغه سره بده رویه ونه کړئ.

۱۷هیڅ اسراییلی سړی یا ښځه باید د عبادتخانې لواطت کار یا فاحشه نه شي. ۱۸همدارنګه هیڅ داسې پیسې چې په دې ډول ګټل شوې وي د نذر د ورکولو دپاره دې ستاسو د څښتن خدای کور ته رانه وړل شي. څښتن د عبادتخانې د لواطت کارانو او فاحشو څخه کرکه کوي.

۱۹کله چې تاسو یو اسراییلي ورور ته پیسې یا ډوډۍ یا بل شی په قرض ورکړئ، د هغه څخه سود مه اخلئ. ۲۰تاسو کولی شئ چې د بېګانه نفر څخه سود واخلئ، مګر د اسراییلي څخه نه. دا کار وکړئ، نو ستاسو څښتن خدای به ستاسو په هر کار کې چې تاسو یې په هغه خاوره کې کوئ چې تاسو یې نیسئ برکت واچوي.

۲۱کله چې تاسو خپل څښتن خدای ته نذر منئ، د خپلې وعدې په پوره کولو کې ځنډ مه کوئ، ځکه چې ستاسو څښتن خدای به ستاسو څخه وغواړي چې هغه وعده پوره کړئ. که نه، نو تاسو به ګناهکار وګڼل شئ. ۲۲دا کومه ګناه نه ده چې تاسو څښتن ته نذر ونه منئ. ۲۳څه چې تاسو ویلي دي هغه باید خامخا پوره کړئ، ځکه چې تاسو په خپله خوښه او په خپلې خولې څښتن ته نذر منلی دی.

۲۴کله چې تاسو د بل چا د انګورو باغ ته ورننوزئ، څومره انګور چې غواړئ خوړلی یې شئ، مګر هغه باید په یو لوښي کې د خپل ځان سره یونسئ. ۲۵کله چې تاسو د بل چا د غلو دانو پټي ته ورننوزئ، کولی شئ چې په خپلو لاسونو باندې وږي راټول کړئ او هغه وخورئ، مګر هغه باید په لور باندې ونه رېبئ.