EA Icon - Torah
The fifth book of the Torah

Deuteronomy 17

هغه قربانۍ چې کوم عیب په کې وي

۱خپل څښتن خدای ته داسې غویی او پسه مه قرباني کوئ چې کوم عیب په کې وي، څښتن له دې کار څخه کرکه کوي.

هغه خلک ووژنئ چې د بتانو عبادت کوي

۲‏-۳ستاسو څښتن خدای تاسو ته د اوسېدلو دپاره ښارونه درکوي. خو وروسته کېدای شي یو سړی یا یوه ښځه په دې ښارونو کې د نورو خدایانو یا حتیٰ د لمر، سپوږمۍ یا ستورو ته عبادت شروع کړي. خو ما تاسو ته خبرداری درکړی دی چې د نورو خدایانو عبادت به نه کوئ، ځکه هرڅوک چې هغوی ته عبادت کوي هغه د څښتن د امر څخه سرغړونه کوي او هغه لوظ ماتوي چې څښتن ستاسو سره کړی دی. ۴که چېرې تاسو داسې خبر واورئ، نو د هغې په هکله پوره څېړنه وکړئ. که چېرې دا خبره رښتیا وي چې په اسراییلو کې داسې بد کار شوی دی، ۵نو بیا هغه نفر د ښار څخه دباندې بوځئ او سنګسار یې کړئ چې مړ شي. ۶خو بیاهم هغه دې یوازې په هغه صورت کې ووژل شي چې دوه یا زیات شاهدان د هغه په ضد شاهدي ورکړي. که چېرې یوازې یو شاهد وي، هغه دې نه وژل کیږي. ۷اول باید شاهدان تیږې ګوزارې کړي او بیا دې نور ټول خلک هغه نفر سنګسار کړي. په دې ډول به تاسو د دې بدکارۍ څخه خلاص شئ.

مشکلې دعوې

۸کېدای شي چې داسې دعوې وي چې د محلي قاضیانو دپاره یې فیصله کول ډېر ګران وي، لکه د جایداد د حقونو یا د چا د ټپي کولو دعوې یا داسې دعوې چې د قتل او د داسې مرګ ترمنځ فرق په کې شامل وي چې په سهوې سره شوی وي. کله چې داسې کار کیږي نو د عبادت هغه ځای ته ځئ چې ستاسو د څښتن خدای له خوا انتخابیږي. ۹نو خپله دعوه لاوي کاهنانو او د هغه وخت قاضي ته وړاندې کوئ او هغوی پرېږدئ چې د دعوې فیصله وکړي. ۱۰هغوی به خپله فیصله واوروي او تاسو باید کټ مټ هماغسې وکړئ څنګه چې هغوی یې درته وایي. ۱۱د هغوی فیصله ومنئ او په لارښوونو باندې یې پوره عمل وکړئ. ۱۲هرڅوک چې دا جرأت وکړي چې د قاضي یا هغه کاهن د امر څخه سرغړونه وکړي چې ستاسو د څښتن خدای خدمت کوي، هغه دې ووژل شي. په دې ډول به تاسو د اسراییلو څخه دا بدکاري لېرې کړئ. ۱۳بیا به ټول خلک له دې څخه خبر شي او وبه وېریږي او بل هیڅوک به دا جرأت ونه کړي چې داسې عمل وکړي.

د پادشاه په هکله لارښودنې

۱۴کله چې تاسو هغه ځمکه ونیسئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي او هلته اوسېږئ، نو وبه وایئ چې مونږ هم لکه د خپل شاوخوا قومونو په شان پادشاه غواړو. ۱۵ګورئ، کوم سړی چې تاسو د پادشاه په توګه انتخابوئ باید هغه څوک وي چې د څښتن له خوا انتخاب شوی وي. هغه باید ستاسو د قوم څخه وي. کوم بېګانه سړی خپل پادشاه نه کړئ. ۱۶د پادشاه لښکر باید زیات اسونه ونلري او هغه باید مصر ته خلک د دې دپاره ونه لېږي چې هلته اسونه په بیه واخلي ځکه چې څښتن فرمایلي دي چې د هغه قوم دې هیڅکله هلته بېرته نه ځي. ۱۷پادشاه باید ډېرې ښځې ونلري ځکه چې هغوی به هغه ولمسوي چې د څښتن په مقابل کې بې وفا شي. باالاخره، پادشاه باید د دې هڅه ونه کړي چې په زیاته اندازه سره زر او سپین زر لاس ته راوړي. ۱۸کله چې هغه پادشاه شي، هغه دې د دې قوانینو د نسخې یو نقل جوړ کړي چې اصلي نقل یې د لاوي کاهنانو سره دی. ۱۹د قوانینو دا نقل دې د هغه سره وي او ټول عمر دې هغه لولي ترڅو د څښتن احترام کول زده کړي او په وفادارۍ سره د هغو ټولو امرونو اطاعت وکړي چې په دې قوانینو کې راغلي دي. ۲۰په دې کار سره به هغه داسې فکر نه کوي چې هغه د نورو اسراییلیانو په پرتله ښه سړی دی او د څښتن د امرونو څخه به هیڅ سرغړونه نه کوي. بیا به هغه او د هغه اولاده د ډېرو کلونو دپاره په اسراییلو باندې حکومت وکړي.

Deuteronomy 17

The fifth book of the Torah

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/deuteronomy-17/