EA Icon - Historical Books
HISTORY

2 Chronicles 28

د یهودا پاچا آحاز

(دوهم پاچاهان ۱۶: ۱ - ۴)

۱آحاز شل کلن ؤ چې پاچا شو او شپاړس کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره نه کړه او داسې کارونه یې ونه کړل چې د څښتن په نظر کې ښه وو. ۲آحاز د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. هغه د بعل د اوسپنې بتان جوړ کړل او ۳د بن هنوم په دره کې یې ورته خوشبویي وسوځوله. حتی خپل زامن یې هم د سوځېدونکو نذرانو په توګه قرباني کړل. دا د هغو قومونو ناوړه رواج ؤ چې څښتن د اسراییلو د وړاندې تګ سره سم شړلي وو. ۴آحاز په سیمه ییزو عبادتځایونو، غونډیو او د هرې سیوري لرونکې ونې لاندې قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځولې.

د احاز جګړه د سوریې او د اسراییلو سره

(دوهم پاچاهان ۱۶: ۵)

۵‏-۶د دې په خاطر چې آحاز ګناه وکړه، د هغه څښتن خدای د سوریې پاچا پرېښود چې آحاز ته ماتې ورکړي او د یهودا زیات شمېر خلک دمشق ته د اسیرانو په توګه بوځي. څښتن د اسراییلو پاچا د رملیا زوی فقح هم پرېښود چې آحاز ته ماتې ورکړي او په یوه ورځ د یهودا یو سلو شل زره ډېر زړور عسکر ووژني. د هغوی د نیکونو څښتن خدای پرېښودل چې همداسې وشي، ځکه چې د یهودا خلکو د هغه څخه مخ اړولی ؤ. ۷یو اسراییلي عسکر چې زکري نومېده د آحاز پاچا زوی معسیا، د ماڼۍ د چارو مدیر عزریقام او القانه چې د پاچا څخه وروسته دوهم سړی ؤ، ووژل. ۸که څه هم د یهودا خلک د هغوی خپلوان وو، خو د اسراییلو لښکرو دوه سوه زره ښځې او ماشومان د اسیرانو په توګه ونیول او د ډېر زیات غنیمت سره یې سامریې ته بوتلل.

عودید نبي

۹د څښتن یو نبي چې عودید نومېده، هغه د سامریې په ښار کې اوسېده. څنګه چې د اسراییلو لښکر ښار ته د یهودا د اسیرانو سره لاړل، عودید ورسره مخامخ شو او ورته ویې ویل: «ستاسو د نیکونو څښتن خدای په یهودا باندې په قهر شو او تاسو یې پرېښودئ چې هغوی ته ماتې ورکړئ، خو اوس هغه خبر شوی دی چې تاسو په څومره په بې رحمۍ سره هغوی ووژل. ۱۰اوس تاسو دا نیت لرئ چې د اورشلیم او د یهودا سړي او ښځې خپل غلامان کړئ. ایا په دې نه پوهېږئ چې تاسو هم د خپل څښتن خدای په وړاندې ګناهونه کړي دي؟ ۱۱ماته غوږ ونیسئ! دا اسیران ستاسو خپلوان دي. هغوی بېرته ولېږئ که نه، نو د څښتن قهر او غضب به په تاسو باندې نازل شي.»

۱۲د اسراییلو د شمال د پاچاهۍ دغو څلورو مشرانو هم د لښکر د دې کار مخالفت وکړ: د یهوحانان زوی عزریا، د مشلیموت زوی برکیا، د شلوم زوی یحزقیا او د حدلای زوی عماسا. ۱۳هغوی وویل: «هغه اسیران دلته مه راولئ! ځکه په دې کار سره مونږ د خدای په وړاندې ګناهکاروئ. مونږ لا پخوا د څښتن په وړاندې زیاته ګناه کړې ده، تاسو غواړئ چې زمونږ ګناه لا نوره هم زیاته شي. نژدې دی چې د خدای قهر او غضب په مونږ باندې نازل شي.» ۱۴نو بیا لښکرو اسیران او غنیمت خلکو او د هغوی مشرانو ته وسپارل. ۱۵پورته څلورو ذکر شویو سړیو ته وظیفه وسپارل شوه چې هغو اسیرانو ته چې لوڅ وو په غنیمت نیول شوي کالي ورکړي. هغوی اسیرانو ته د اغوستلو دپاره کالي او د پښو دپاره څپلۍ ورکړې. همدارنګه هغوی ته یې خوراک او څښاک ورکړ او د زیتونو تېل یې د هغوی په زخمونو باندې واچول. هغه چې ډېر کمزوري وو او مزل یې نه شو کولای، په خرو یې سپاره کړل او ټول اسیران بېرته اریحا ته چې د خرما د ونو ښار دی، د هغوی خپل قوم ته یووړل شول. بیا اسراییلیان سامریې ته راستانه شول.

د احاز له خوا د اشور څخه د مرستې غوښتنه

(دوهم پاچاهان ۱۶: ۷ - ۹)

۱۶‏-۱۷ادومیانو بیا په یهودا باندې حمله پیل کړه او اسیران یې ونیول، نو آحاز پاچا د تغلت فلاسر یعنې د آشور د پاچا څخه د مرستې غوښتنه وکړه. ۱۸په دې وخت کې فلسطینیانو په هغو ښارونو باندې حمله کوله چې د غرونو په لوېدیځو لمنو او جنوبي یهودا کې پراته وو. هغوی د بیت شمس، ایالون او د جدیروت ښارونه ونیول. همدارنګه یې د سوکوه، تمنه او د جمزو ښارونه، د هغو د شاوخوا کلیو سره هم ونیول. بیا هغوی په دې ځایونو کې مېشت شول. ۱۹له دې کبله چې د یهودا پاچا آحاز خپل خلک بدکارۍ ته هڅولي وو او د څښتن نافرماني یې کړې وه، نو څښتن د یهودا خلک خوار او ذلیل کړل. ۲۰بیا د آشور پاچا تغلت فلاسر یهودا ته راغی، خو د دې په ځای چې د آحاز سره مرسته وکړي، د هغه مخالفت یې وکړ او هغه یې د کړاوونو سره مخامخ کړ. ۲۱نو آحاز د څښتن د کور، د ماڼۍ او د خلکو د مشرانو د کورونو څخه قیمتي شیان واخیستل او د اشور پاچا ته یې ورکړل، خو دې کار هم څه ګټه ونه کړه.

د آحاز ګناهونه

۲۲حتی وروسته له دې چې په احاز باندې دا وېروونکې پېښې وشوې، هغه د څښتن په وړاندې د پخوا څخه هم زیاته ګناه وکړه. ۲۳هغه د ځان سره وویل: «د سوریایانو خدایانو به هرومرو د هغوی د پاچاهانو سره مرسته کړې وي چې ماته ماتې راکړي. کېدای شي که چېرې زه هغو خدایانو ته قربانۍ وړاندې کړم، زما سره به هم مرسته وکړي.» دا هغه ګناه وه چې په اخر کې د احاز د رانسکورېدلو او د ټولو اسراییلیانو د تباهۍ سبب شوه. ۲۴برسېره پر دې، هغه د خدای د کور ټول سامان واخیست او هغه یې ټوټې ټوټې کړ. هغه د څښتن کور بند کړ او د اورشلیم په هره برخه کې یې د قربانۍ ځایونه جوړ کړل. ۲۵هغه د یهودا په هر ښار کې بتانو ته د عبادت ځایونه جوړ کړل چې پردیو خدایانو ته خوشبویي په کې وسوځول شي. هغه په دې ډول د خپلو نیکونو څښتن خدای په خپل ځان باندې په قهر کړ.

۲۶آحاز چې د خپلې پاچاهۍ په دوران کې د اول نه تر پایه نور څه کړي وو، د یهودا او د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۷آحاز مړ شو او په اورشلیم کې په یوه هدیره کې چې شاهي هدیره نه وه، ښخ شو. بیا د هغه زوی حزقیا د هغه په ځای پاچا شو.

2 Chronicles 28

HISTORY

https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/

Yousafzai

https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/2-chronicles-28/