د عمالیقیانو سره جګړه
۱سموئیل شائول ته وویل: <زه څښتن راولېږلم چې تا غوره کړم چې د هغه په قوم اسراییلو باندې پادشاه شې. نو اوس د څښتن پیغام ته غوږ ونیسه. ۲مطلق قادر څښتن داسې وایي: زه به عمالیقیانو ته د هغه کار سزا ورکړم، کوم چې دوی پخوا د اسراییلو سره کړی ؤ. ځکه په هغه وخت کې چې اسراییلیان د مصر څخه راوتل د هغوی لاره یې نیولې وه. ۳اوس لاړ شه په عمالیقیانو باندې حمله وکړه او هرڅه چې د دوی سره دي هغه ټول په بشپړه توګه له منځه یوسه، په هغوی باندې زړه ونه سوزوې. یو شی هم ژوندی مه پرېږده. سړي، ښځې، ماشومان او تي رودونکي ماشومان، غوایان، پسونه، اوښان او خره یې ووژنه.>
۴شائول خپل ځواکونه سره راغونډ کړل او په طلایم کې یې د هغوی څخه لیدنه وکړه. په هغو کې د اسراییلو څخه دوه لکه او د یهودا څخه لس زره پیاده عسکر وو. ۵بیا هغه د خپلو عسکرو سره د عمالیق ښار ته ورغی او په یو وچ خوړ کې یې کمین ونیوه. ۶بیا شائول قینیانو ته اخطار ورکړ: <د عمالیقیانو څخه لېرې شئ ترڅو تاسو له هغوی سره یوځای له منځه یونسم. ځکه کله چې اسراییلیان له مصر څخه راوتل تاسو په هغوی باندې مهرباني او ښه سلوک کاوه.> نو قینیان له عمالیقیانو څخه لېرې شول.
۷شائول د حویله څخه تر شور پورې چې د مصر په ختیځ کې دی جنګ وکړ او عمالیقیانو ته یې ماتې ورکړه. ۸هغه د عمالیق پادشاه اجاج ژوندی ونیوه او ټول خلک یې ووژل. ۹مګر شائول او د هغه نفرو د اجاج ژوند وژغوره. هغوی ښه پسونه، غوایان، ښه خوسي، وري یا نور هغه څه چې ښه وو هغه یې ونه وژل. دوی یوازې هغه څاروي ووژل چې کمزوري یا بې ارزښته وو.
څښتن شائول ردوي
۱۰څښتن سموئیل ته داسې وفرمایل: ۱۱<زه پښېمان یم چې شائول مې پادشاه کړ. هغه زما څخه ګرځېدلی دی او زما د حکمونو څخه یې سرغړونه وکړه.> سموئیل په قهر شو او ټوله شپه یې څښتن ته زاري وکړه. ۱۲سموئیل سهار وختي راپاڅېد او لاړ چې د شائول سره ملاقات وکړي. مګر هغه خبر شو چې شائول د کرمل ښار ته تللی دی، د خپل ځان د عزت په خاطر یې یو یادګاري څلی جوړ کړی دی او جلجال ته تللی دی. ۱۳کله چې سموئیل شائول پیدا کړ، شائول هغه ته وویل: <ای سموئیله! څښتن دې تاته برکت درکړي. وګوره، ما د څښتن حکم سرته ورساوه.>
۱۴سموئیل پوښتنه وکړه: <نو بیا ولې زه د غوایانو او پسونو رمباړې اورم؟>
۱۵شائول ځواب ورکړ: <زما عسکرو دا د عمالیقیانو څخه راوستي دي، هغوی ډېر ښه پسونه او غوایان ساتلي دي چې ستا د څښتن خدای لپاره یې قرباني کړي. پاتې مو په بشپړه توګه له منځه وړي دي.>
۱۶سموئیل شائول ته وویل: <غلی شه! غوږ ونیسه ترڅو د څښتن خبره چې تېره شپه یې ماته کړې وه درته ووایم.>
شائول ځواب ورکړ: <ووایه.>
۱۷سموئیل وویل: <که څه هم ته خپل ځان لوی نه ګڼې، ته د اسراییلو د قبیلو مشر یې. څښتن ته غوره کړې چې د اسراییلو پادشاه شې ۱۸او ته یې د یوې وظیفې دپاره ولېږلې ویې ویل: دا ګناهکاره قوم عمالیقیان په بشپړه توګه له منځه یوسه، د هغوی سره جنګ وکړه تر هغې پورې چې دوی ټول ووژل شي. ۱۹نو بیا ولې تا د څښتن خبره ونه منله؟ ولې دې په غنیمت باندې حمله وکړه؟ ولې هغه څه چې د څښتن په نظر کې بد وو هغه دې وکړل؟>
۲۰شائول وویل: <مګر ما د څښتن خبره منلې ده، زه په هغې وظیفې باندې لاړم چې څښتن ماته راسپارلې وه. ما عمالیقیان په بشپړه توګه له منځه یوړل او د هغوی پادشاه اجاج مې راوست. ۲۱عسکرو د غنیمت څخه پسونه او غوایان واخیستل، یعنې ترټولو ښه حیوانات چې خدای ته وقف شوي وو ترڅو هغه په جلجال کې ستا څښتن خدای ته قرباني کړي.>
۲۲سموئیل وویل: <آیا څښتن هم دومره په سوزېدونکو نذرانو او قربانیو باندې خوشالیږي لکه څنګه چې د اطاعت په کولو باندې؟ ګوره! هغه ته اطاعت کول د قربانۍ څخه ښه دي او د هغه په خبره عمل کول د پسونو د وازګې د قربانۍ څخه ښه دي. ۲۳ځکه د هغه په مقابل کې یاغي توب لکه د فال کتلو په شان بد عمل دی او غرور د بت پرستۍ په شان یوه ګناه ده. په دې سبب چې تا د څښتن حکم رد کړی دی نو ته یې د پادشاه په توګه رد کړی یې.>
۲۴شائول ځواب ورکړ: <هو، ما ګناه کړې ده. ما د څښتن د حکم او ستا د لارښودنې څخه سرغړونه کړې ده. زه د خپلو نفرو څخه ووېرېدم او څه چې هغوی غوښتل ما هماغسې وکړل. ۲۵مګر اوس تاته سوال کوم چې زما ګناه وبخښه او زما سره بېرته لاړ شه، ترڅو د څښتن عبادت وکړم.>
۲۶سموئیل ځواب ورکړ: <زه ستا سره بېرته نه ځم. تا د څښتن حکم نه دی منلی او هغه ته د اسراییلو د پادشاهۍ څخه رد کړی یې.>
۲۷څنګه چې سموئیل وګرځېده چې لاړ شي، شائول د هغه د چپنې څنډه ونیوله او هغه څیرې شوه. ۲۸سموئیل هغه ته وویل: <نن ورځ څښتن ستا څخه د اسراییلو پادشاهي واخیسته او هغه یې بل چاته ورکړه چې هغه د ستا څخه ښه دی. ۲۹د اسراییلو خدای چې لوی او ابدي دی هغه دروغ نه وایي یا خپله اراده نه بدلوي. هغه انسان نه دی چې خپله اراده بدله کړي.>
۳۰شائول بیا زاري کوله ویل یې: <سمه ده، ما ګناه کړې ده. خو زما د قوم د سپین ږیرو او اسراییلیانو په مخکې زما عزت وکړه، بېرته زما سره لاړ شه چې ستا د څښتن خدای عبادت وکړم.> ۳۱نو سموئیل بېرته د شائول سره لاړ او شائول د څښتن عبادت وکړ.
۳۲سموئیل وویل: <د عمالیقیانو پادشاه اجاج ماته راولئ.> اجاج په ډاډه زړه هغه ته ورغی، فکر یې کاوه چې په یقین سره د مرګ خطر تېر شوی دی. ۳۳مګر سموئیل وویل: <لکه څنګه چې ستا تورې ډېرې ښځې بې اولاده کړې دي نو همدارنګه ستا مور به هم بې اولاده شي.> او سموئیل اجاج په جلجال کې د څښتن په مخکې ټوټې ټوټې کړ.
۳۴بیا سموئیل رامې ته لاړ او شائول خپل کور ته چې په جبعه کې ؤ ورستون شو. ۳۵تر هغې پورې چې سموئیل ژوندی ؤ هغه بیا هیڅکله شائول ونه لیده. مګر سموئیل د شائول دپاره ویر کاوه. څښتن په دې باندې پښېمانه شو چې شائول یې په اسراییلو باندې پادشاه کړی ؤ.
1 Samuel 15
HISTORY
https://pashtozeray.org//east_afghan_bible/
Yousafzai
https://pashtozeray.org//yousafzai_bible/1-samuel-15/