درام ساباق
دې مسيحيونې دې پوره نصيات او خبردارائي
۱ايماندورونې ته وير په يود که چې دې حاکمونې او دې واک دې خاوندونې تابعدوري او دې يغې اطاعت دا کو او دې ار نيک کور دې پوره دا تايور ګرځي. ۲اغا ته ويايه چې دې ايچا په حق کې دا بد نه يائي او لنجې دا نه کو، بلکې نرم مزاجه او دې ټولې خالکې په مخکې دا په اداب کې پنډيژي. ۳دې ځکه چې ميژ هه يو وخت ناپويه، نافرمانه، بې ليارې او دې ار رانګ نفساني خواهشاتې او عياشئ غلامون وي او په کينې او بخيلتوب کې مم خپل ژوند که. نورې دې ميژ نه کرکيې کړله او ميژ دې نورې نه. ۴خو کله چې دې ميژ دې خلوصاوينکي خدائ مهربوني او مينه شکاره شوه، ۵يغ ميژ ته خلوصين روکه، خو نه دې يغې نيکې کورينې دې اماله چې ميژ کړي وي، بلکې دې يغ دې راحم په وسيله مم تر لوسه که او روح القدس دې وينځلې په وسيله ميژ ته نوائي زيژين او نوائي ژوند روکه. ۶اغا دې ميژ دې خلوصاوينکي عيسیٰ مسيح په وسيله روح القدس په پريمونه رانګ په ميژ بندې نازل که، ۷ترڅو دې يغ دې فاضل په وسيله صادق وګاڼل شي او دې يغې ايلې دې مخې چې ميژ يې لري، دې تل پوتي ژواندين وارثون شي. ۸دا خبره رشتيا دو.
زه غوړمه چې ته په دا بندې ټينګور وکې، ترڅو اغا خالک چې په خدائ بندې ايمون لري، دا ته خيال وکو چې خپل ځونينه نيک کورينه ته وقف کو. دا شايون ډير شه او دې خالکې دې پوره ګټور دي. ۹خو دې شجرې په حق کې دې کم عقلتوب باحثينه، بې اتفاقئ او دې شريعت په باره کې دې لنجې نه ځون وسوته، دې ځکه چې اغا بې ګټې او فضول دي. ۱۰که چيرې يو کاس بې اتفاقي ته هاوو ويرکاوي، نو اغا يو يورې ليا دوه ووره پوئي که او نور ورسره کور مه لره. ۱۱دې ځکه چې ته پئيژې چې اغا کاس بې ليارې شوائي دائي او دې يغ ګناه اغا ګراماوي.
اخري لياروشونې او سالومينه
۱۲کله چې زه ارتيماس ليا تيخيکاس توته دير ولاژمه، بيا ډير کوشش وکه چې زر خپل ځون دې نيکوپوليس شار ته رو وراساوې او موته روشه، دې ځکه چې مو پئصاله کړيې دو چې ژمئ وولته تير کمه. ۱۳دې زيناس وکيل او اپولوس سره مراسته وکه چې زر تر زره خپل سفر ته داوام ويرکو او کسئ چې اغا کيم شي ته اجات ونه لري. ۱۴دې ميژ خالک دا دا زده کو چې خپل ځونينه نيکې کورينې ته وقف کو، ترڅو دې خالکې اجاتينه په مخ پيره کو او دې يغې ژوند بې ګاټې نه شي.
۱۵اغا ټول کاسون چې دې مو سره دي، توته سالوم يايئ. اغا کاسون ته هه دې مو سالومينه ويايه چې دې ميژ سره مينه لري او دې ميژ سره په ايمون کې شريک دي. په توس ټول دا دې خدائ فاضل وي.