شپوړاسام ساباق
دې پولوس رسول خاص سالومينه
۱زه توس ته دې ميژ خور فيبي چې دې کينخريه دې کليسې خادمه دو، دير پيژانمه. ۲توس اغا ته دې عيسیٰ مسيح په نوم لکه څرنګې چې دې خدائ دې خالکې سره مناسب دي، ار کلائي ويايئ او ار شي ته چې ضرورات ولري ورسره مراسته وکئ، دې ځکه چې يغې دې ډيرې سره مراسته کړيې دو او دې مو سره يې هه کړيې دو.
۳پريسکيلا او اکيلا ته چې دې عيسیٰ مسيح په خيذمات کې دې مو ملګري دي، سالوم ويايئ. ۴يغې خپل ځونينه دې مو په خاطر په خاطره کې وچاول، دې يغې ګوشائي زه نه بلکې دې غير يهوديونې ټولې کليسې ګونې شکر ګزوري کو. ۵دې يغې کليسا غړي ته هه سالومينه ويايئ چې دې يغې په کير کې سره رو ټوليژي. دې مو ګرون دوست اپنتوس ته چې دې اسيا په ولايت کې اوالينئ کاس و چې په مسيح بندې يې ايمون رواړ، هه سالومينه ووايئ. ۶مريم ته چې دې توس دې پوره يې ډيره خوري کړيې دو، سالوم ويايئ. ۷اندرونيکاس او يونيا ته چې دې مو وطندورون دي او دې مو سره په زندان کې وي، سالومينه ويايئ. اغا په رسولونې کې مشهور خالک دائي او دې مو نه مخکې يې په مسيح بندې ايمون رو وړائي و. ۸په دغ رانګ امپلياتوس ته چې په تيشتن عيسیٰ مسيح کې دې مو ګرون ملګرائي دائي، سالوم ويايئ. ۹اوربانوس ته چې دې مسيح په خيذمات کې دې ميژ ملګرائي دائي او استاخيس ته چې په مو بندې ګرون دائي، سالومينه ويايئ. ۱۰اپليس ته چې وفادوري يې مسيح ته ثابته شويې دو او دې ارستبولوس کورانۍ ته دې مو سالومينه ويايئ. ۱۱دې مو وطندور هيروديون او نرکيسوس دې کورانۍ ايماندورونې ته سالومينه ويايئ. ۱۲تريفينا او تريفوسا ته چې دې تيشتن خيذمات کو او ګرونې پرسيس ته چې دې تيشتن دې پوره يې ډيره خوري کړيې دو، سالومينه ويايئ. ۱۳روفس ته چې دې تيشتن دې طرفه غوره شوائي دائي او دې يغ مور ته چې موته هه لکه دې مور په رانګ دو، سالومينه ويايئ. ۱۴اسونکريتوس، فليګون، هرميس، پتروباس، هرماس او نورې خوانديې او وريڼه ته چې دې يغې سره دي، سالومينه ويايئ. ۱۵فيلولوګاس، جوليه، نيرياس او دې يغ خور او اوليمپياس او ټول ايماندورونې ته چې دې يغې سره دي، سالومينه ويايئ. ۱۶يوه بل ته سالوم ويايئ او په پوکه مينه يو بل کوشال کئ. دې مسيح ټولې کليسې ګونې توس ته سالوم يايي.
اخري ليار وشونې
۱۷اې خوانديې او وريڼې، زه دې توس نه غوشتنه کمه چې اغا خالک ته مو پام وي چې بې اتفاقي روميانځ ته کاوي او نور بې ليارې کاوي او دې يغ تعليم په خلاف دي چې توسې حاصل کړائي دائي. دې يغې نه ځون لرې وسوتئ. ۱۸دې ځکه چې داس خالک دې ميژ دې تيشتن مسيح خيذمات نه کو، بلکې دې خپلې ګډې دې پوره کور کو او په خواژې خبرې او په چاپلوسئ سره ساده خالک غلاطاوي. ۱۹دې ځکه چې تيشتن ته دې توسې اطاعت کړل ټول خالک ته ماليم دائي او دې دغې اماله زه دې توسې په خاطر خواشول يمه. خو زه غوړمه چې توس په شه کور کې ويشور ګرځئ او په بد کور کې بې ګناه ګرځئ. ۲۰خدائ چې دې سالومتئ سار چنه دو، اغا و زر شيطون دې توسې دې پشې لوندې وچخړوي کو. په توس بندې دا دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل وي.
۲۱دې مو ملګرائي تيموتاوس او په دغ رانګ دې مو وطندورون لوسيوس او ياسون او سوسيپاتوس هه توس ته سالومينه يايي. ۲۲زه ترتيوس دې پولوس منشي دې دغ خاط ليکينکائي هه توس ته دې تيشتن په نوم سالومينه يايمه. ۲۳-۲۴ګايوس چې دې مو او دې يغ په کير کې دې ټولې کليسا کوربه دائي، توس ته سالومينه يايي او دې شار خزونه دور اراستوس او دې ميژ ورور کوارتس هه توس ته سالومينه يايي.
دې پولوس اخري داعو
۲۵ويس دا خدائ ته جلال وي چې کړائي شي چې توس په ايمون کې دې عيسیٰ مسيح دې زري دې مخه چې زه يې اعلانه ومه او دې يغ اقيقات دې جاواتولې دې مخه چې دې پيړئي پيړئي نه پټ پوتې و، طاقتور کو. ۲۶ويس دا اقيقات دې پيغمبرونې دې صحيفې په وسيله جاوات شوائي دائي او دې ابدي خدائ دې حکم دې مخه دې دنيو ټول قومينه ته جاوات شوائي دائي، ترڅو اغا ايمون روري او دې يغ تابعدوري وکو.
۲۷اغا يوه او ګوشي خدائ ته چې په ار څه پئيژي دې عيسیٰ مسيح په وسيله تل ترتله جلال وي. امين.