لاسام ساباق

 

۱اې خوانديې او وريڼې، دې مو دې زړه غوشتنه او خدائ ته دا داعو دو چې دې مو قوم خلوصين وميمي. ۲زه په دا شائدي ويرکاومه چې اغا دې خدائ په حق کې غيراتي دي، خو دې دئ غيرات دې پوئې دې مخه نه دائي. ۳دې ځکه چې دئ اغا ليار ونه پيژاندله چې خدائ دې دئ په وسيله خالک په خپل حضور کې صادقون ګڼي او دې يغې په ځوئي کوشش يې وکه چې خپله ليار صادقه وشائي او په دا رانګ اغا دې خدائ دې صداقت تابعدوري نه کو. ۴دې ځکه چې مسيح دې شريعت پيره کاوينکائي دائي، بيا ار څوک چې په يغ بندې ايمون روري، اغا و دې خدائ په حضور کې صادقون وګاڼل شي.

 

ټول ته دې ژغورنې پيغام

۵موسیٰ دې صادق کيدلې په حق کې چې دې شريعت په وسيله تر لوسه کيژي، ليکي، ”څوک چې په شريعت بندې عمل کو، بيا دې يغ په وسيله و ژوند کو.“ ۶خو دې يغ صداقت په حق کې چې دې ايمون په وسيله تر لوسه کيژي، يائي، ”په خپل زړه کې داسې مه يايئ: ’څوک و اسمون ته وخيژي؟‘ دا دې دغې پوره چې مسيح لوندې روالي. ۷ليا داسې مه يايئ: ’څوک کړائي شي چې کيز دې مړې دنيو ته لوړ شي؟‘ دا دې دغې دې پوره چې مسيح دې مړې نه روژواندائي کو.“ ۸دې خدائ کلام څه يائي؟

دې خدائ پيغام دې تو سره نژدې دائي. اغا دې تو په خوله او دې تو په زړه کې دائي.

اغا پيغام دې ايمون پيغام دائي چې ميژ يې اعلانه وي: ۹که چيرې ته په خپله خوله اقرار وکې چې عيسیٰ تيشتن دائي او په خپل زړه کې په دا ايمون ولرې چې خدائ دائي دې مړې نه روژواندائي کړائي دائي، بيا ته و خلوصين وميمي. ۱۰دې ځکه که څوک دې زړه نه ايمون روري بيا اغا و نيک وګاڼل شي او که په خپله خوله دې خپل ايمون اقرار وکو، بيا اغا و خلوصين وميمي. ۱۱دې پيغمبرونې په صحيفې کې ويل شوي دي، ”ار څوک چې په يغ بندې ايمون روري، نو ايڅکله و ونه شرميژي.“ ۱۲بيا دې ځکه دې يهودي او غير يهودي تر ميانځ ايڅ فرق نشته، دې ځکه چې دې ټولې تيشتن يو دائي او يغې ټول کاسون ته چې دې يغ نه مراسته غوړي، زيوت براکتينه ويرکاوي. ۱۳لکه څرنګې چې دې خدائ کلام يائي، ”ار څوک چې دې تيشتن په نوم مراسته وغوړي، نو اغا و وژغورل شي.“

۱۴خو که چيرې يغې په اغا بندې ايمون نه وي روړائي، بيا څرنګې و اغا ته اووز وکو او مراسته و ځنې وغوړي؟ او څرنګې کړائي شي چې په اغا بندې ايمون روري چې دې يغ په حق کې يې څه نه وي ارويدلي؟ او اغا و يې څرنګې وروي ترڅو چې چا ورته پيغام نه وي رساولئ؟ ۱۵او اغا و څرنګې پيغام وراساوي، ترڅو دې دغ کور دې پوره لژل شوي نه وي؟ لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

”څومره کوشلي دي دې پيغام وړينکي قدامينه چې زرائي رساوي.“

۱۶خو يغې ټولې اغا زرائي قابيل نه که، دې ځکه اشعيا نبي يائي، ”اې تيشتنه، چا دې ميژ په پيغام بندې يقين کړائي دائي؟“ ۱۷نو ايمون دې پيغام په ارويدلې سره پيدو کيژي او پيغام دې مسيح دې کلام په وسيله ارويدل کيژي.

۱۸خو زه پشتنه کمه چې ايا يغې پيغام نه دائي ارويدلئ؟ بې شکه چې ارويدلئ يې دائي، دې ځکه لکه څرنګې چې دې خدائ کلام يائي:

دې زري رساوينکي اووز په ټوله دنيو کې ارويدل کيژي او دې يغې خبرې دې دنيو تر بل سره پرې راسيژي.

۱۹خو زه يورې بيا پشتنه کمه چې ايا دې اسرائيلې خالک په دا پوئي نه شول؟ موسیٰ اوالينئ کاس دائي چې يائي:

زه و په توس کې دې يغې خالکې په وسيله بخيلي پئيدو کمه چې په قوم کې نه شميرل کيژي او دې يوه ناپوئي قوم په وسيله و دې توسې قهر روپراومه.

۲۰بيا اشعيا په ډيره زيړاورتيا سره يائي:

زه يغې خالکې پئيدو کړمه چې دې مو په غوشتنه کې نه وي او خپل ځون مې يغې خالکې ته جاوات که چې زه يې نه غوشتلمه.

۲۱خو دې اسرائيلې دې قوم په حق کې خدائ يائي:

ټوله وريځ مې اغا خالک ته دې په خوله کاولې دې پوره غيژ خلوصه کړيې وه چې نافرمانه او سرکشي وي.

Sorry, no results.
Please try another keyword