نام ساباق

 

دې خدائ غوره شوائي قوم

۱زه چې دې مسيح سره تاړين لارمه، بيا رشتيا يايمه او درويغ نه يايمه. دې مو ضمير چې دې روح القدس تابعدوري کو، دې دغې شائد دائي ۲چې دې مو په زړه کې دې خپل قوم يعني يهوديونې په خاطر چې دې مو خپلون دي ډير لوئي غم او نه ختم کيدينکائي خافګان دائي. ۳دې يغې دې پوره زه په دا ايله ومه چې لعنتي شمه او دې مسيح نه جدا شمه. ۴اغا اسرائيليون دي او اغا ته دې خدائ الودينه ويل شوي دي او جلال، لوظينه، شريعت، دې عبادت مراسم او وعدې ويرکړل شويې دي. ۵دې ميژ نيکينه يعني ابراهيم، اسحاق او يعقوب هه دې يغې سره تاړين لري او مسيح په انساني لحاظ دې يغې دې نسل نه دائي. خدائ چې په ټول بندې حکومت کو، اغا ته دا تل ترتله ثنا وي. امين.

۶دا په دا معنی نه دو چې خدائ دې خپلې وعدې په پيره کاولې کې ناکام شوائي دائي. دې ځکه چې ټول اسرائيليون دې خدائ غوره شوي خالک نه دي. ۷او نه هه دې ابراهيم ټول نسل دې خدائ الودينه دي. دې ځکه چې خدائ ابراهيم ته وويل، ”دې تو نسل و دې اسحاق نه ايثوب شي.“ ۸مقصد دا چې اغا ټول الودينه چې په سيراتي لحاظ دې ابراهيم دې نسل نه پئيدو شوي دي، دې خدائ الودينه نه ګاڼل کيژي، بلکې خالي اغا دې خدائ په الودينه کې ايثوبيژي چې دې خدائ دې وعدې دې مخه پئيدو شوي دي. ۹دې ځکه چې دې خدائ وعده داسې وه، ”کله چې زه په روتلينکيې کول کې هه په داغا وخت په څټ روشمه نو ساره و زيائي ولري.“

۱۰ګوشي دا نه، بلکې ربکا دې يوه کاس نه چې اغا دې ميژ نيکه اسحاق دائي، اميدوره شوه. ۱۱‏-۱۲خو دې دغې دې پوره چې دې خدائ مقصد دې دغې غبارګينکي نه دې يوه په غوره کاولې کې پيره شي، بيا خدائ ربکې ته وويل، ”مشر زيائي و دې کشر خيذمات کو.“يغ دا خبره دې يغې په زيژاولې نه دې مخه وکړه او مخکې په دا نه چې اغا څه شه ليا بد کور وکو. ترڅو دا وشائي چې دې خدائ دې طاراپ نه غوره کيدل دې يغ دې بالنې دې مخه وي، نه دې يغې دې عمالينې دې مخې. ۱۳لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي،

”يعقوب روبندې ګرون و، خو عيسو مې راد که.“

۱۴بيا ميژ څه ويائي؟ ويائي چې خدائ بې انصافه دائي؟ ايڅکله نه! ۱۵دې ځکه چې خدائ موسیٰ ته وويل، ”زه چې په ار چا بندې وغوړمه راحم وکمه، نو راحم په کمه او په ار چا بندې وغوړمه چې زړه وسويځمه، نو زړه په سويځمه.“ ۱۶نو دا دې انسان په خواشه او کوشش پرې تعلق نه لري، بلکې ګوشي دې خدائ په راحم پرې تعلق لري. ۱۷دې ځکه چې دې خدائ کلام فرغون ته ويائي، ”ته مو دې دغې دې پوره بادشا کړې چې دې تو په وسيله خپل قدرات وشايمه او دې مو نوم په ټوله دنيو کې مشهور شي.“ ۱۸نو اغا چې وغوړي چې په چا بندې راحم وکو، بيا راحم په کو او که وغوړي چې دې چا زړينه ساخت کو، بيا دې يغې زړينه سختاوي.

 

دې خدائ قهر او راحم

۱۹بيا توس و موته ويايئ، ”نو ويلې خدائ ميژ ګراماوي؟ دې ځکه څوک کړائي شي چې دې يغ دې ارادې په مقابله کې وداريژي؟“ ۲۰اې انسانه، ته څوک يې چې په څټ خدائ ته ځاوب ويرکاوې؟ ايا يو لوشائي کلول ته ويلائي شي چې زه دې ويلې داسې جوړ کړائي يمه؟ ۲۱ايا يو کلول دا حق نه لري چې دې يغ يوه ميټي خورې نه يو لوشائي دې خاص کورينې دې پوره او بل دې عام کورينې دې پوره جوړ کو؟

۲۲خدائ هه داسې کړي وي. يغ غوشتل چې خپل قهر وشائي او خپل قدرات جاوات کو. خو يغ دې يغې کاسونې په اړه دې ډير صابر او زغم نه کور وخاست چې بايد تباه شي. ۲۳يغ داسې وکړل ترڅو خپل ستر جلال اغا خالک ته جاوات کو چې راحم په وشي، يعني اغا خالک چې دې مخکې نه يې دغ ته تايور کړي وي چې دې يغ جلال تر لوسه کو. ۲۴دې ځکه چې ميژ اغا خالک يي چې يغ روباللي يي، يعني ګوشي اغا خالک نه چې يهوديون دي، بلکې دې غير يهوديونې دې ميانځ نه هه روبالل شوي دي.

۲۵لکه څرنګې چې خدائ دې هوشع نبي په کيتوب کې يائي:

اغا خالک چې دې مو نۀ وي، زه و يغې ته خپل خالک ويايمه او اغا خالک چې په مو بندې ګرون نه وي، اغا ته و ويايمه ”خپل ګرون.“ ۲۶يغې ته په اغا ځوئي کې ويل شوي وي: ”توس دې مو خالک نه يئ،“بيا په اغا ځوئي کې و يغې ته وويلل شي، ”دې ژواندي خدائ الودينه“

۲۷او اشعيا نبي هه په چګ اووز دې اسرائيلې په حق کې داسې يائي:

که څه هه اسرائيليون و لکه دې سمندر دې بې شميره شګې په رانګ وي، خو دې يغې نه و لژ شمير خلوصين وميمي. ۲۸دې ځکه تيشتن و دې ټولې خالکې په باره کې په پيره رانګ او زر دې منځکې په مخ خپله پئصاله وکو

۲۹او لکه څرنګې چې اشعيا مخکې پيشګوئي کړيې وه:

که ميژ ته مطلق قادر تيشتن نسلينه پريشي نه وائي، نو ميژ و دې سدوم او عمورې په رانګ تباه شوي وائي.

 

دې اسرائيلې بې ايموني

۳۰بيا ميژ څه ويائي؟ که څه هه غير يهوديونې کوشش نه که چې دې خدائ په نظير کې صادقون وګاڼل شي، خو اغا يې دې ايمون په وسيله تر لوسه که. ۳۱خو اسرائيليونې چې کوشش که چې دې شريعت په وسيله صادقون وګاڼل شي، بيا اغا يې تر لوسه نه که. ۳۲دې ځکه چې دې يغې کوشش دې ايمون دې ليارې نه، بلکې دې يغې دې خپلې عمالينې په بنياد و. بيا دئ په اغا شوئيدينکيې تيژې بندې وشوئيدل. ۳۳لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

کسئ، زه په صهيون کې يوه داسې تيژه ژدمه چې دې خالکې دې شوئيدلې سبب شي او يوه داسې تکه چې دئ په ولويژي. خو ار څوک چې په يغ بندې ايمون روري، بيا ايڅکله و ونه شرميژي.

Sorry, no results.
Please try another keyword