اووتام ساباق
روحاني ژوند
۱بيا ويس چې کيم خالک دې عيسیٰ مسيح سره په يوولي کې ژوند کو، اغا محکوم کيدائي نه شي. ۲دې ځکه چې دې خدائ دې روح قانون چې موته په عيسیٰ مسيح کې ژواندين روکاوي، زه يې دې ګناه او دې مارګ دې قانون نه خلوص کړائي يمه. ۳اغا څه چې شريعت دې انساني فطرت دې کمزورائي دې اماله ونه شه کړائي چې سار ته يې وراساوي، اغا خدائ سار ته وراساول. يغ خپل زيائي دې يوه ګونانګور انساني سيرات په شکل کې دې ګونائينې دې باخشنې دې پوره رولوژه، ترڅو ګناه په انساني فطرت کې محکومه کو. ۴يغ داسې وکړل دې دغې پوره چې دې شريعت رشتيني غوشتنې په ميژ کې دې نفساني خواهشاتې دې مخه نه، بلکې دې خدائ دې روح په وسيله چې ژوند کو، پيره شي. ۵دې ځکه څوک چې دې نفساني خواهشاتې دې مخه ژوند تيراوي، بيا ار وخت دې نفساني شايونې په فکر کې وي. خو څوک چې دې روح القدس دې غوشتنې دې مخه ژوند کو، بيا اغا دې يغې شايونې په فکر کې وي چې روح القدس يې غوړي. ۶که چيرې دې ميژ په ذهنينه بندې نفساني خواهشات حاکم وي، بيا نتيجه يې مارګ دائي. خو که چيرې دې ميژ په ذهنينه بندې روح القدس حاکم وي، بيا نتيجه يې ژوند او صولحه دو. ۷دې ځکه چې خپل ځون په نفساني شايونې پورې تاړل دې خدائ سره ديشمني دو، دې ځکه چې دا دې خدائ دې قانون اطاعت کړل نه دي او په اقيقات کې نه شي کړائي چې اطاعت وکي. ۸څوک چې دې خپلې نفساني خواهشاتې دې مخه ژوند تيراوي، اغا نه شي کړائي چې خدائ خواشول کو.
۹بيا توس نور دې خپلې نفساني خواهشاتې دې مخه نه، بلکې دې روح القدس دې لياروشونې دې مخه ژوند کئ، که په رشتيا سره روح القدس په توس کې پنډيژي. که چيرې په چا کې دې مسيح روح نه وي، نو اغا دې مسيح نه دائي. ۱۰خو که چيرې مسيح په توس کې پنډيژي، بيا که څه هه دې توسې سيرات دې ګناه دې اماله مړ هه شي، خو روح القدس توس ته ژوند ديرکاوي، دې ځکه چې توس دې خدائ په نظير کې صادقون ګاڼل شوي يئ. ۱۱که چيرې روح القدس چې مسيح يې واپس دې مړې نه روژواندائي که په توس کې پنډيژي، بيا لکه څرنګې چې عيسیٰ يې په څټ دې مړې نه روژواندائي که، بيا دې توسې فاني سيرات ته و هه ژوند ويرکو، دې ځکه چې داغا روح په توس کې هه پنډيژي.
۱۲بيا اې خوانديې او وريڼې! ميژ مجبور نه يي چې دې انساني فطرت او دې يغ دې غوشتنې دې مخه ژوند وکي. ۱۳دې ځکه که چيرې توس دې خپلې نفساني خواهشاتې دې مخه ژوند وکئ، نو مړه و شئ. خو که چيرې دې خدائ دې روح په مراسته خپل دې ګناه نه ډاک عمالينه دې ميانځه لرې کئ، نو توس و ژوند وکئ. ۱۴دې ځکه ټول اغا کاسون چې دې روح په وسيله ورته ليار وشونه کيژي، اغا دې خدائ الودينه دي. ۱۵دې ځکه چې توسې اغا روح نه دائي تر لوسه کړائي چې غلامون مو کو او دې توسې دې ډور سبب شي، بلکې اغا روح مو تر لوسه که چې توسې دې خدائ دې پوره لکه دې خپلې الودينې په رانګ پنډ شئ او دې يغ په وسيله ميژ يائي، ”ابا، يعني اې پلوره.“ ۱۶روح القدس په خپله دې ميژ دې روح سره شائدي ويرکاوي چې ميژ دې خدائ الودينه يي. ۱۷که چيرې ميژ دې يغ الودينه يي، نو وارثون هه يي، يعني دې خدائ وارثون يي او دې مسيح په ميروث کې هه شريک يي او که چيرې ميژ دې يغ سره په تکليفينه کې شريک يي، بيا دې يغ سره په جلال کې هه شريک يي.
روتلينکائي جلال
۱۸زه فکر کمه چې اغا تکليفينه چې ويس يې ميژ تيراوي، دې يغ جلال سره دې بروبارولې قابل نه دي چې ميژ ته و وشول شي. ۱۹دې ځکه چې دنيو په شاوق سره دې خدائ دې الودينې دې جواتيدلې په انتظار دو. ۲۰دې ځکه چې دنيو بې معنی شوه، خو په خپله راضو نه بلکې دې خدائ په راضو، په دا ايله چې ۲۱يوه وريځ و په خپله دنيو دې فاني حالت دې غلامئ نه ازوده شي او دې خدائ دې الودينې دې جلال نه په ډاکه ازودئي کې شامله شي. ۲۲دې ځکه چې ميژ پئيژي چې ټوله دنيو يو ځوئي دې داړد دې لوسه لکه دې ننګولې دې داړد په رانګ تر ويسه پوره فريود کو. ۲۳خالي دنيو نه، بلکې ميژ هه سره دې دغې چې روح القدس دې خدائ دې اواليني نعمت په رانګ تر لوسه کړائي دائي، په خپل باطن کې فريودينه کي لکه څرنګې چې دا ته په شوق سره په انتظار يي چې خدائ ميژ دې خپلې الودينې په رانګ قابيل کو او دې ميژ سيرات ته خلوصين ويرکو. ۲۴دې ځکه چې په داغا ايلې ميژ وژغورل شي. خو که چيرې دې ميژ اغا ايله پيره شويې وي بيا دې څه شي ايله ولري؟ ۲۵خو که چيرې ميژ دې يغ څه ايله ولري چې تر ويسه يې نه لري، بيا ميژ په صابر او زغم سره دې يغ انتظار کي.
۲۶په دغ رانګ روح القدس دې ميژ په کمزورائي کې دې ميژ سره مراسته کو. دې ځکه چې ميژ نه پئيژي چې څرنګې بايد داعو وکي. بيا روح القدس دې ميژ دې پوره داسې په فريودينه شفاعت کو چې په خبرې او لفظينه کې بيان کيدلائي نه شي. ۲۷خو خدائ چې دې ميژ دې زړينې نه خبر دائي، په دا پئيژي چې دې روح القدس اراده څه دو، دې ځکه چې روح القدس دې خدائ دې ارادې دې مخه دې خپلې خالکې شفاعت کو.
۲۸ميژ پئيژي چې ار څه دې يغې خالکې دې شيګړې دې پوره چې دې خدائ سره مينه کو او دې يغ په اراده ورته بالنه ويرکړل شويې دو، په ګاډه سره کور کو. ۲۹دې ځکه چې خدائ اغا دې مخته نه پيژاندل او اغا يې دې مخته نه غوره کړي وي چې دې يغ دې زي په رانګ شي، ترڅو اغا په ټولې خوانديې او وريڼې کې اوال زيژيدلائي وي چې لوئي ځوئي ولري. ۳۰او اغا کاسون چې يغ دې مخکې نه غوره کړي وي، روباللي يې دي او اغا روبالل شوي يې صادقون وګاڼل او کيم کاسون چې يغ صادقون کړي دي، اغا ته يې خپل جلال هه ويرکه.
په مسيح کې دې خدائ مينه
۳۱بيا ميژ دې دغې شايونې په حق کې څه ويلائي شي؟ که خدائ دې ميژ په طاراپ دائي، بيا څوک کړائي شي چې دې ميژ په خلاف شي؟ ۳۲يغ خپل زيائي هه په ميژ بندې تير نه که، بلکې اغا يې دې ميژ دې ټولې په خاطر دې قربانئ په رانګ مخته که، بيا په دغ رانګ ايا اغا و ار څه ميژ ته په لايه رو نه کو؟ ۳۳څوک و دې خدائ په غوره شوي خالک بندې تومات ولګاوي؟ دې ځکه چې خدائ په خپله اعلانه وي چې اغا صادقون ګڼي. ۳۴بيا څوک اغا محکوماولئ شي؟ دې ځکه چې عيسیٰ مسيح اغا څوک دائي چې مړ شه خو بيا روژواندائي شه او اغا دې خدائ شي لوس ته نوست دائي او په رشتيا سره دې ميژ شفاعت کو. ۳۵بيا څوک و ميژ دې عيسیٰ مسيح دې مينې نه جدا کو؟ ايا مصيبت او تکليفينه، ليا ځوراونه ليا لوژه، لغړولئ ليا خاطره ليا تيره؟ ۳۶لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
ميژ دې مارګ سره مخ يي ار وخت دې تو په خاطر
ميژ ګاڼي دې يغې پسونې په رانګ چې وي دې الولولې دې پوره
۳۷خو نه، دې دغ ار څه سره سره دې عيسیٰ مسيح په وسيله چې دې ميژ سره يې مينه وکړه، پيره بارائي دې ميژ په برخه دائي. ۳۸دې ځکه زه زړه تامائي يمه چې نه مارګ او نه ژوند، نه فرشتې، نه اسموني واکمنون، نه ويسيني او نه روتلينکيې شايون، نه قدراتينه، ۳۹نه چګې او ګړيبې او نه په ټوله دنيو کې نور شايون کړائي شي چې ميژ دې خدائ دې يغې مينې نه جدا کو چې دې ميژ په تيشتن عيسیٰ مسيح کي دو.