پينځام ساباق

 

دې خلوصين نتيجه

۱دې دغ اماله چې ميژ دې ايمون په وسيله صادق ګاڼل شوي يي، بيا دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح په وسيله دې خدائ سره دې ميژ روغه جوړه وشوه. ۲دې يغ په وسيله او دې خپل ايمون دې ليارې دې خدائ په دا تجربه شوي فاضل اغا ځوئي ميژ ته روکړ شه چې ويس په کې پنډيژي او په دا ايله خواشولي کي چې دې خدائ په جلال کې و شريک شي. ۳ګوشي په دا شايون نه، بلکې په خپل کړاوينه او تکليفينه بندې هه خواشولي کي، دې ځکه ميژ پئيژي چې تکليفينه صابر او برداشت روپئيدو کاوي. ۴صابر او برداشت دې دغ سبب ګرځي چې ميژ خدائ ته دې قبليدلې قابل وګرځي او دا کور ايله روپئيدو کاوي. ۵دا ايله ميژ ايڅکله شرماول ته نه پريژدي، دې ځکه چې دې خدائ مينه دې روح القدس په وسيله چې ميژ ته روکړل شويې دو، دې ميژ په زړينه کې اچاول شويې دو.

۶کله چې اغا وخت چې ميژ ليا بې وسه وي، بيا مسيح په ټاکل شوي وخت کې دې ګونانګورونې دې پوره مړ شه. ۷داسې يو څوک و ډير کم پيدو شي چې حتي دې يوه صادق ساړي دې پوره خپل ځون دې لوسه ويرکو. داسې يو څوک و ډير کم پئيدو شي چې يو څوک جرات وکو چې د يو مهربونه ساړي دې پوره خپل ځون قربان کو. ۸خو خدائ خپله مينه ميژ ته داسې وشوله چې اغا وخت چې ميژ ليا ګونانګورون وي، مسيح دې ميژ دې پوره مړ شه. ۹ويس چې ميژ دې يغ دې وينې په وسيله صادق ګاڼل شوي يي، بيا ميژ و څومره نور هه دې يغ په وسيله دې خدائ دې غضاب نه وژغورل شي. ۱۰دې ځکه کله چې ميژ دې خدائ ديشمن وي، بيا دې يغ دې زي دې مارګ په وسيله ورسره په خوله شوي، بيا ويس چې ميژ سره په خوله شوي يي، بيا څومره زيوت و دې مسيح ژوند دې ميژ دې خلوصين سبب وګرځي. ۱۱خو خالي دا نه، بلکې ميژ دې خپل تيشتن عيسیٰ مسيح په وسيله چې ويس يي ميژ دې خدائ سره په خوله کړي يي، په خدائ کې خواشولي کي.

 

دې ادم ګناه او دې مسيح فاضل

۱۲لکه څرنګې چې ګناه دې يوه انسان په وسيله دنيو ته روغائي او دې ګناه په وسيله مارګ روغائي، بيا په دغ رانګ مارګ ټول انسانون ته روغائي، دې ځکه چې ټولې ګناه وکه. ۱۳ګناه په شريعت نه مخکې په دنيو کې موجود و، خو چيرته چې شريعت نه وي، بيا څوک ګونانګور نه ګاڼل کيژي. ۱۴خو سره دې دغې مارګ په اغا خالک بندې هه چې دې ادم دې زمونې نه دې موسیٰ تر زمونې پره يې ژوند کړائي دائي، حتي په اغا خالک بندې هه چې دې ادم په رانګ يې دې خدائ دې حکم نه سارغړاونه نه وه کړيې، حاکم و. ادم دې يغ چا يو مثال او ناخشه و چې روتلينکئ و. ۱۵خو دې ادم دې سارغړاونې او دې خدائ دې لايه فاضل تر ميانځ زيوت فرق دائي. دې ځکه د يوه انسان يعني دې ادم دې سارغړاونې دې اماله ډير خالک مړ شه، خو دې خدائ فاضل او باخشنه څومره ستره دو او دې يغ په لايه نعمت چې دې يوه بل انسان يعني عيسیٰ مسيح دې فاضل په وسيله ډير ته وير کړ شه. ۱۶دې ادم دې ګناه دې نتيجې او دې خدائ دې نعمت تر ميانځ زيوت فرق دائي. دې ځکه چې دې يغ ګناه په حق کې پئصاله دې محکوم کيدلې سبب کيژي، خو دې خدائ نعمت دې ميژ دې پوره دا امکان بروباره وي چې دې يغ دې پوره صادق وګاڼل شي، که څه هه ميژ ډير ووره نافرمانئ کړيې دي. ۱۷که چيرې دې يوه انسان دې سارغړاونې دې اماله مارګ په انسان بندې حاکم شه، بيا دې يغ کور نتيجه و څومره ستره وي چې اغا بل انسان يعني عيسیٰ مسيح سار ته وراسوه. يغې ټولې خالکې چې دې عيسیٰ پريمونه فاضل او دې صداقت لايه نعمت يې تر لوسه که، دې مسيح په وسيله و په ژوند کې لکه دې بدشاونې په رانګ حکومت کو.

۱۸بيا لکه څرنګې چې يوه سارغړاونه دې ټولې خالکې دې محکوم کيدلې سبب شويې دو، بيا په دغ رانګ يوه نيک عمل ټول صادقون ګڼلي دي او ژوند يې وير کړائي دائي. ۱۹لکه څرنګې چې دې يوه ساړي دې نافرمانئ دې اماله ډير خالک ګونانګورون شول، بيا په دغ رانګ و ډير خالک دې يوه ساړي دې فرمانبردارئي په وسيله صادقون وګاڼل شي.

۲۰دې خدائ شريعت دې دغې دې پوره ويرکړ شه ترڅو ټول خالک وويني چې اغا څومره ګونانګورون وي. خو څرنګې چې دې خالکې ګونائينه زيوتيژي، بيا دې خدائ حيروناوينکائي فاضل نور هه زيوتيژي. ۲۱بيا لکه څرنګې چې ګناه دې مارګ په وسيله حکومت وکه، بيا په دغ رانګ دې خدائ فاضل هه بايد دې صداقت په وسيله حکومت وکو او دې خپل تيشتن عيسیٰ مسيح په وسيله تل پوتې ژوندين ويرکو.

Sorry, no results.
Please try another keyword