څلوارام ساباق
دې ابراهيم دې ايمون مثال
۱نو ويس ميژ دې خپل بنياد ايشاوينکي نيکه ابراهيم دې تجربې په حق کې څه يائي؟ ۲که چيرې ابراهيم په خپل نيک عمالينې دې خدائ په نظير کې صادق ګاڼل شوائي و، بيا دې يغ سره يو داليل و چې فخر يې په کړائي وائي، خو دې خدائ په مخ کې نه. ۳دې ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، ”ابراهيم په خدائ ايمون رواړ او دې اغې ايمون دې اماله خدائ اغا صادق وګڼه.“ ۴بيا څوک چې کور کو نو مزديري يې ووخلي، خو داغا مزديري په سوغات کې نه ايثوبيژي، بلکې دې يغ حق دائي. ۵خو څوک چې په عمل تکيه نه کو او په اغا خدائ بندې ايمون روري چې ګونانګور خالک صادق جوړاوي، بيا دې يغ ايمون په صداقت ايثوبيژي. ۶په دغ رانګ داود دې يغ خوشبخته ساړي په حق کې چې خدائ بې دغې نه چې دې يغ عمالينه په پام کې ونسي، اغا صادق ګڼي، داس يائي:
۷بختاور دائي اغا څوک
چې نافرماني يې باخشل شويې دو
اغا څوک چې په ګونائينې يې اچاول شويې دو پاړده
۸بختاور دائي اغا څوک چې
تيشتن ورسره نه کو ايثوب دې ګونائينې
۹ايا دا خوشبختي ګوشي دې يغې خالکې دې پوره دو چې سونات شوي دي ليا دې ناسوناتې دې پوره هه دو؟ دې ځکه چې ميژ ته ويل شوي دي چې ابراهيم دې خپل ايمون دې اماله صادق وګاڼل شه. ۱۰خو دا کور څه وخت وشه؟ ايا دې سونات کيدلې نه مخکې وشه ليا ورستې دې سونات کيدلې؟ په يقين سره چې دې سونات کيدلې نه مخکې وشه، ورستې نه. ۱۱دې يغ سونات کيدل يوه ناخشه وه چې دا ثابته کو چې مخکې په دا نه چې اغا سونات شي، خدائ اغا دې خپل ايمون په وسيله صادق وګڼو. بيا ابراهيم دې يغې ټولې خالکې پلور دائي چې په خدائ بندې ايمون روري او صادق ګاڼل کيژي، که اغا سونات شوي هه نه وي. ۱۲په دغ رانګ اغا دې سونات شويې خالکې پلور هه دائي، خالي په دا خاطر نه چې اغا سونات شوي دي، بلکې دا چې اغا دې يغ ايمون دې مثال په ليار څي چې دې ميژ نيکه ابراهيم دې سونات کيدلې نه مخکې لوره.
دې خدائ وعده دې يغې ټولې دې پوره چې ايمون روري
۱۳خدائ دې ابراهيم او دې يغ دې الودې سره وعده وکړه چې اغا و دې ټولې دنيو وارثون وي. دا وعده په دغ خاطر نه وه چې ابراهيم په شريعت بندې عمل وکه، بلکې دې دغ په خاطر وه چې يغ ايمون رواړ او دې ايمون په وسيله صادق وګاڼل شه. ۱۴دې ځکه که چيرې دې خدائ وعدې اغا خالک ته ويرکړل شي چې دې شريعت پيروي کو، بيا ايمون ايڅ معنی نه لري او دې خدائ وعده بې ارزشته دو. ۱۵دې ځکه چې شريعت دې خدائ دې غضاب سبب کيژي، خو چيرته چې شريعت نشته، بيا وولته دې شريعت موتاول هه نشته.
۱۶بيا دا وعده په ايمون بندې ويلوړه دو، ترڅو دا وعده دې فاضل په وسيله وي او دې ابراهيم دې ټولې الودې دې پوره اعتبار ولري، خالي دې يغې خالکې دې پوره نه چې په شريعت بندې عمل کو، بلکې دې يغې دې پوره هه چې دې ابراهيم په رانګ ايمون لري، دې ځکه چې ابراهيم دې ميژ دې ټولې نيکه دائي. ۱۷لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، ”ته مې دې ډيرې قومينې پلور کړائي يې.“بيا ابراهيم دې خدائ په نظير کې دې ميژ پلور دائي چې يغ په ايمون لوره، يعني اغا خدائ چې مړي روژواندي کاوي او دې نشت نه شته جوړاوي.
۱۸ابراهيم ايمون رواړ او يقين يې وکه او حتي په نا اميدئ کې يې ايله ولارله، بيا دې دغ اماله اغا دې ډيرې قومينې پلور شه. لکه څرنګې چې خدائ اغا ته ويلي وي، ”دې تو نسل و بې اندازې زيوت شي.“ ۱۹کله چې ابراهيم شو او خو دې سلې کولې و، که څه هه اغا پوئي شه چې سيرات يې مارګ ته نژدې دائي او شځه ساره يې هه نه شي کړائي چې الود روري، خو ايمون يې کمزورائي نه شه. ۲۰ابراهيم ايڅ کله هه دې خدائ په وعده بندې شک ونه که، بلکې ايمون يې اغا ته طاقات ويرکاوه او دې خدائ ثنا يې ويله. ۲۱دې ځکه چې يغ پيره يقين لوره چې خدائ په دا قادر دائي چې خپله وعده پيره کو. ۲۲بيا دې دغ اماله ابراهيم دې ايمون په وسيله صادق وګاڼل شه. ۲۳دا خبره چې ”اغا صادق وګاڼل شه“ګوشي دې يغ په خاطر ونه ليکل شوه، ۲۴بلکې دې ميژ دې پوره هه وليکل شوه چې صادق وګاڼل شي او په يغ بندې ايمون ولري چې دې ميژ تيشتن عيسیٰ يې دې مړې نه روژواندائي کړائي دائي. ۲۵اغا دې ميژ دې نافرمانئ په خاطر مارګ ته وسپورل شه او په څټ روژواندائي شه، ترڅو ميژ دې خدائ په حضور کې صادق وګاڼل شي.