درام ساباق
۱نو يهوديون په غير يهوديونې بندې څه غوره وولئ لري؟ ليا سونات کيدل څه ارزشت لري؟ ۲په ار لحاظ ډير ارزشت لري! په ار څه نه اوال دا چې خدائ خپل کلام يهوديون ته وسپوره. ۳دا رشتيا دي چې په اغا کې ځنې يې وفادور نه وي. خو په دا خاطر چې اغا وفادور نه وي، بيا ايا دې دغ معنی دا دو چې خدائ و وفادور نه وي؟ ۴ايڅکله نه! حتي که ټول انسانون درويغزن وي، خو خدائ و ار وخت رشتينائي وي. څرنګې چې دې خدائ په حق کې ليکل شوي دي:
کله چې ته خبرې کې، بيا ټول و په يقين سره پوئي شي چې ته رشتيا ويائې او په محکمه کې بايد خپله دعویٰ وګاټې.
۵-۶خو که چيرې دې ميژ بادکوري دې دغې سبب کيژي چې دې خدائ صداقت نور هه جاوات شي، بيا په دا کې ميژ څه ويلائي شي؟ ايا ميژ ويلائي شي کله چې خدائ ميژ ته سازو روکاوي بيا بې انصافي کو؟ ايڅکله نه! دا خالي انساني نظير دائي. که چيرې خدائ عادل نه وي، بيا اغا څرنګې کړائي شي چې دې دنيو په حق کې پئصاله وکو؟
۷خو که ځنې خالک ويائي چې که چيرې دې مو درويغ دې دغ سبب شي چې دې خدائ رشتينولائي جاوات شي او دې يغ جلال ډير شي، بيا هه ويلې زه دې يوه ګونانګور په رانګ ګرام کيژمه؟ ۸بيا ويلې ونه يائي، ”روڅئ چې بدي وکي چې نيکي ځنې پئيدو شي؟“ځنې خالک په ميژ بندې دا تومات هه لګاوي چې ميژ داسې يائي. خو اغا دې سازو لائق دي.
ايڅوک نيک نه دائي
۹بيا ميژ څه وئيلئ شي؟ ايا ميژ يهوديون دې خدائ په نظير کې په غير يهوديونې نه شه يې؟ نه، بلکل نه، دې ځکه چې ميژ مخکې دا ته اشاره وکړه چې يهوديون او غير يهوديون دواسره يو رانګ دې ګناه په اختيار کې دي. ۱۰لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
ايڅوک صادق نه دائي، حتي يو هه نشته. ۱۱ايڅ داسې څوک نشته چې په دا پوئي شي چې رشتيا څه دي. ايڅوک نشته چې خدائ ته رجوع وکو. ۱۲ټولې دې خدائ نه مخ اړاولئ دائي او ټول فاسد شوي دي. داسې ايڅوک نشته چې نيک کور وکو، يو هه نشته. ۱۳ستيني يې لکه دې قبر په رانګ خلوص دي. دې خپلې ژبې نه دې دوکې دې پوره کور وخلي او خبرې يې لکه دې مانګور دې زارې په رانګ دې خولې نه رووځي. ۱۴خولې يې دې لعنتې او ترخې خبرې نه ډاکې دي. ۱۵دې دئ پشې په منډه دي چې وينه توئي کو. ۱۶اغا چې ار چيرې څي، وولته ورونئ او بدبختئ پئيدو کاوي. ۱۷يغې دې صولحې او سالومتيې ليار نه دو پيژاندليې. ۱۸اغا دې خدائ نه بيخي نۀ ډاريژي.
۱۹نو بيا ميژ پئيژي چې ار څه چې شريعت يائي اغا په اغا چا بندې عملي کيژي چې دې شريعت ليارتلينکي وي، ترڅو دې ټولې خولې باندې شي او ټوله دنيو خپل ځون دې خدائ په مخ کې محکومه وګڼي. ۲۰دې ځکه چې ايڅوک و هه دې شريعت په حکمينه بندې په عمل کړلې سره دې خدائ په نظير کې صادق ونه ګاڼل شي. دې شريعت کور دا دائي چې ميژ ته خپل ګناه روپيژاني.
دې ايمون په وسيله صادق کيدل
۲۱ويس خدائ ميژ ته اغا ليار جاواته کړيې دو چې دې يغې په وسيله بې دې دغې چې په حکمينه بندې عمل وکي، دې يغ په نظير کې صادق شي لکه څرنګې چې شريعت او پيغمبرونې دې يغې شائدي وير کړيې دو. ۲۲دا صداقت په عيسیٰ مسيح بندې دې ايمون لارلې دې ليارې تر لوسه کيژي. خدائ ټول په عيسیٰ مسيح بندې په ايمون روړلې سره صادق ګڼي، دې ځکه چې دې يهوديونې او غير يهوديونې تر ميانځ ايڅ فرق نشته. ۲۳دې ځکه چې ټولې ګناه کړائي دائي او دې خدائ دې جلال نه بې برخې دي. ۲۴خو ټول دې خدائ په لايه فاضل سره دې عيسیٰ مسيح په وسيله چې اغا يې دې خپلې ګونائينې نه خلوص کړي دي، صادق ګاڼل کيژي. ۲۵خدائ مسيح دې دغې دې پوره خواش که، ترڅو خپله وينه دې خالکې دې ګونائينې دې باخشنې په خاطر چې په يغ بندې په ايمون روړلې سره تر لوسه کيژي، يوه وسيله شي. خدائ دا کور دې دغې پوره وکه چې خپل صداقت شکاره کو، دې ځکه چې خدائ صابر دائي او په تير ګونائينه بندې سترګې پټوي. ۲۶دا دې دغ دې پوره و چې په دا زمونه کې خپل صداقت شکاره کو او دا ثابته کو چې اغا په خپله صادق دائي او اغا څوک صادق جوړاوي چې په عيسیٰ مسيح بندې ايمون روري.
۲۷بيا ميژ په څه بندې فخر وکي؟ په ايڅ شي بندې نه. ايا په دا داليل چې په شريعت بندې عمل کي؟ نه، بلکې دې ايمون په وسيله. ۲۸دې ځکه ميژ پئيژي چې دې ايمون په وسيله صادق ګاڼل کيژي، نه په شريعت بندې په عمل کړلې سره. ۲۹ايا خدائ ګوشائي دې يهوديونې خدائ دائي؟ ايا اغا دې غير يهوديونې خدائ نه دائي؟ بې شکه چې دائي. ۳۰خدائ يو دائي او اغا خالک خالي دې ايمون په وسيله صادق جوړاوي، که اغا يهوديون دي که غير يهوديون. ۳۱ايا دې دغې معنی دا دو چې ميژ په دا ايمون بندې شريعت په څټ وچاوي؟ نه، ايڅکله نه، بلکې نور هه په اغا بندې ټينګ وداريژي.