يوويشتام ساباق

 

نوائي اسمون او نويې منځکه

۱بيا مې يو نوائي اسمون او نويې منځکه وليدله، دې ځکه چې اوالينئ اسمون او اوالينئ منځکه ورک شول او سمندر نور نه و. ۲مو سپيڅلئ شار يعني نوائي يروشلم وليده چې دې خدائ دې طرفه دې اسمون نه روکيزيده او داسې تايور کړائي شوائي و لکه چې نويې دې خپل ميړه دې پوره سينګار شويې وي. ۳مو دې تخت نه يو چګ اووز ورويده چې ويل يې، ”کسئ، ويس دې خدائ دې پنډيدلې ځوئي دې خالکې په ميانځ کې دائي. خدائ و دې يغې سره پنډيژي. اغا و دې يغ قوم وي او اغا په خپله و دې يغې په ميانځ کې دې يغې خدائ وي. ۴خدائ و دې يغې دې سترګې ټولې يشکې وچې کو. نور و مارګ، وير، ژاړو او داړد نه وي، دې ځکه چې وختيني شايون تير شوي دي.“

۵اغا کاس چې په تخت نوست و، ويې ويل، ”کسئ، زه ټول شايون نوي کاومه.“په دغ رانګ يغ روته وويل، ”دا وليکه، دې ځکه چې دا خبرې دې يقين وړ او رشتيا دي.“ ۶او بيا يې موته وويل، ”دا وشول! زه الف او يا، اوال او اخر يمه. ار څوک چې تژي وي زه و اغا ته دې چنې نه دې ژواندين يبه په لايه رانګ ويرکمه. ۷څوک چې بارائي مينده کو، اغا و دې دغې ټولې براکاتينې وارث شي. زه و دې يغ خدائ ومه او اغا و دې مو الود وي. ۸خو دې ډاريدينکيې، بې ايمونونې، فاسدونې، قاتلونې، زناکورونې، جادوګرونې، بت پرستونې او ټولې درويغزنې خالکې ځوئي و دې يور په دريوب او سوځيدينکي ګيګړ کې وي. دا دوام مارګ دائي.“

 

نوائي يروشلم

۹بيا دې يغې اووه فرشتې نه يوه فرشته چې دې اووه بالوګونې نه ډاک جامينه ورسره وي، موته روغله او ويې ويل، ”روشه، زه و توته نويې يعني دې وري شځه ديروشايمه.“ ۱۰بيا کله چې زه دې روح القدس تر اثر لوندې ومه، فرشتې زه دې يوه ډير چګ غره سار ته بوتلمه او دې يروشلم سپيڅلئ شار يې چې دې خدائ دې خو دې اسمون نه روکيزيده، روته وشيو. ۱۱دا شار دې خدائ په جلال روشانه و. اغا دې قيمتي تيژې په رانګ چړکيده او دې لعل او بلور په رانګ صفا و. ۱۲دغ شار ستر او چګ ديوالينه لارل او دولاس دروزې يې لارلې او په اره دروزه کې يې فرشته ويلوړه وه. په دروزې بندې دې اسرائيلې دې قوم دې دولاسې قبيلې نامينه ليکل شوي وي. ۱۳درې دروزې دې خاتيځ خوته، درې دې قطب خوته، درې دې سويلي خوته درې دې لويديځ خوته وې. ۱۴دې شار ديول په دولاس بنيادينه بندې جوړ شوائي و او په اغا بندې دې وري دې دولاسې رسولونې نامينه ليکل شوي وي.

۱۵کيمې فرشتې چې دې مو سره خبرې کړلې دې يغې په لوس کې دې سرې زارې يو ګز و چې دې شار او دې يغ دې دروزې او ديوالينې اندازه په ماليمه کو. ۱۶شار څلور څنډائي جوړ شوائي و چې ويژدولئ او پلنولئ يې يو رانګ و او فرشتې دې يغ ګز په وسيله دې شار اندازه وکړه چې دولاس زره ستاديا و. دې يغ ويژدولئ، پلنولئ او چګولئ يو بروبار وي. ۱۷بيا يغې ديوالينه اندازه کړل چې يو سل او څالور څالويشت کيوبټ چګولئ يې لوره چې دا دې انساني معيار دې مخه و چې فرشتې ځنې هه کور وخاست. ۱۸ديول دې لعلينې نه جوړ شوائي و چې په داسې حال کې چې خپل شار دې سيچه سرې زارې نه جوړ شوائي و او دې شيشې په رانګ صفا و. ۱۹دې شار دې بنيادينې ديوالينه په رانګ رانګ قيمتي تيژې بندې سينګار کړائي شوي وي. اوالينئ بنياد دې لعلينې، دوام دې لاجوردې، درام دې سپينې عقيقې، څلوارام دې زمرودې، ۲۰پينځام دې سرې عقيقې، شپيژام دې جيګري عقيقې، اووام دې زبرجدې، اووتام دې شنچاک ياقوتې، نام دې زيړې ياقوتې، لاسام دې شنې ياقوتې، يولاسام دې فيروزې او دولاسام دې بينګڼي ياقوتې نه جوړ شوائي و. ۲۱اغا دولاس دروزې دولاس ملغلرې وې، يعني اره دروزه دې يوې ملغلرې نه جوړه شويې وه. دې شار ستر سړک دې سيچه سرې زارې او دې شيشې په رانګ صفا و.

۲۲مو په شار کې دې خدائ کير ونه ليده، دې ځکه چې مطلق قادر تيشتن خدائ او ورائي خپل دې دغ شار دې خدائ کير دائي. ۲۳اغا شار دې لمر ليا دې شپيژمئ رڼو ته اجات نه لري، دې ځکه چې دې خدائ جلال اغا روشانه وي او ورائي دې يغ څروغ دائي. ۲۴دې يغ په رڼو کې و قومينه ګرځي او دې دنيو بدشاون و دې خپل شان او شوکت سره اغا ته ويرنناوځي. ۲۵دې شار دروزې دې وريځې ايڅکله نه بنديژي او وولته و ايڅ شپه نه وي. ۲۶اغا و دې قومينې شان او شوکت او عزت دا شار ته روري. ۲۷خو ايڅ ناپوک شايون و دا شار ته ويرنناوتلائي نه شي او نه و اغا څوک چې دې کرکيې وړ کورينه کو او نه درويغزن خالک. ګوشي اغا کاسون و يغ شار ته ويرنناوځي چې نامينه يې دې وري دې ژواندين په کيتوب کې ليکل شوي دي.

Sorry, no results.
Please try another keyword