اوولاسام ساباق

 

مشهوره بد لمنه شځه او ځناور

۱بيا دې يغې اووه فرشتې نه چې جامينه يې په لوس کې وي، يوه يې موته روغله او روته ويې ويل، ”روشه، چې زه درته اغا مشهوره بد لمنه شځه چې ډير سيندينه ته نژدې نوسته دو او سازو و ورته ويرکړل کيژي، دير وشايمه. ۲دې منځکې بدشاونې دې يغې سره زنا کړيې دو او دې دنيو خالک دې يغې دې زناکورئ دې شاروپې په تشلې نشه شوي دي.“ ۳روح القدس زه تر خپل اثر لوندې رواستلمه او يغې فرشتې زه داشتې ته بوتلمه. وولته مو يوه شځه وليدله چې په يوه ځناور بندې چې سير رانګ يې و، سووره وه. اغا ځناور اووه سرينه او لاس شکرينه لارل او په ټول سيرات بندې يې کفري نامينه ليکل شوي وي. ۴يغې شځې بينګړي او سرې جومې وغستيې وې او په سره زار، زيوراتې او ملغلرې بندې سينګار شويې وه. دې يغې په لوس کې دې سرې زارې پيوله وه چې دې کرکيې قابل کورينه او دې يغې دې زناکورئ دې ناپوکئ نه ډاکه وه. ۵دې يغې په تندي بندې دې پټ راز نه ډاک يو نوم ليکل شوائي و، ”ستر بابل، دې ټولې بد لمنيې او دې منځکې په مخ دې ټولې دې کرکيې قابل کورينې مور.“ ۶مو وليدل چې اغا شځه دې خدائ دې سپيڅليې خالکې په وينه او دې عيسیٰ دې شهيدونې په وينه نشه وه. کله چې مو اغا وليدله نو ډير حيرون شومه.

۷خو يغې فرشتې روته وويل، ”ته ويلې دامره حيرون شوې؟ زه و توته دې يغې شځې او دې يغ ځناور چې اووه سرينه او لاس شکرينه لري او اغا شځه چې په سووره دو، پټ راز جاوات کمه. ۸اغا ځناور چې تو وليده، يو وخت و خو ويس نشته او اغا و دې منځکې ميانځ نه روپورته شي او الوک و شي. اغا خالک چې دې منځکې په مخ ژوند کو او نامينه يې دې دنيو دې پئيدويشت نه مخکې دې ژواندين په کيتوب کې نه وي ليکل شوي، نو اغا و دې دغ ځناور په ليدلې سره حيرون شي، دې ځکه چې اغا يو وخت و او ويس نشته، خو بيا هه اغا و بيا روجاوات شي.

۹په دا شايون بندې دې پئيدلې دې پوره حکمت په کور دائي. دا اووه سرينه دې يغې اووې غرينې وشونه کو چې اغا شځه په کشيني. اغا هه دې اووې بدشاونې په معنی دي، ۱۰چې پينځه يې دې بدشايئ نه لرې شوي دي او يو يې ويس هه بدشائي کو او اووم يې ليا تر ويسه نه دائي روغلئ او کله چې روشي، نو اغا بايد دې لژ وخت دې پوره وي. ۱۱اغا ځناور چې يو وخت ژواندائي و خو ويس ژواندائي نه دائي، اغا اووتام بادشا دائي او دې يغې اووې کاسونې نه دائي او اغا و الوک شي. ۱۲اغا لاس شکرينه چې تو وليدل، دا اغا لاس بدشاون دي چې تر ويسه ليا بدشائي ته نه دي راسيدلي، خو اغا ته و دې ځناور سره په بدشايئ کې دې يوې ګينټې دې پوره اختيار ويرکړل شي. ۱۳دې ځکه چې دې يغې ټولې مقصد يو دائي، چې خپل قدرات او اختيار و اغا ځناور ته ويرکاوي. ۱۴اغا و دې وري سره جنګ وکو، خو ورائي و په اغا بندې بارائي مينده کو، دې ځکه چې اغا دې تيشتنونې تيشتن او دې بدشاونې بادشا دائي او کيم کاسون چې په دا باري کې ورسره دي، دا اغا بالل شوي، غوره شوي، او وفادور پيروون دي.“

۱۵بيا يغې فرشتې موته وويل، ”تو چې کيمې يبه وليدلې چې اغا بد لمنه شځه په نوسته وه، اغا امتينه، خالک، قومينه او ژبې دي. ۱۶اغا لاس شکرينه چې تو وليدل او اغا ځناور و دې يغې بد لمنيې نه کرکيې وکو. اغا و دې يغې نه ار څه وخلي او اغا و لغړه پريژدي. اغا و دې يغې دې سيرات غوشه وخوري او اغا و په يور کې وسويځي. ۱۷دې ځکه چې خدائ دې يغې په زړينه کې دا غوشتنه او اراده پئيدو کړيې وه چې په يو زړه دې خدائ دې مقصد دې پيره کاولې دې پوره يغ ځناور ته دې خپلې بدشايئ واک او اختيار ويرکو، ترڅو اغا څه چې خدائ په خپل کلام کې ويلي دي اغا رشتيا شي. ۱۸اغا شځه چې توس وليدله، دا اغا ستر شار دائي چې دې دنيو په بدشاونې حکومت کو.“

Sorry, no results.
Please try another keyword