لاسام ساباق
فرشته او واړيکائي طومار
۱بيا مو يوه بله طاقتوره فرشته وليدله چې دې اسمون نه روکيزيدله، اغا په وريځې کې پټه وه او په سار بندې يې سره شنه ليکه وه. څيره يې دې لمر په رانګ چړکيدله او پشې يې دې يور په رانګ وې. ۲دې يغې په لوس کې يو واړيکائي طومار و چې خلوص شوائي و. يغې خپله شئ پشه په سمندر کې او کيڼه پشه په منځکه کشيشوله. ۳يغې دې زمري دې غريدو په رانګ په چګ اووز سيره وواله او کله چې يغې سيرې کړې بيا اووه تندرينه ولويدل. ۴کله چې اغا اووه تندرينه ولويدل، نو مو غوشتل چې يو څه وليکمه، خو دې اسمون نه يو اووز روغائي چې ويل يې، ”څه چې اغا اووه تندرينه ويلي دي اغا پټ وسوته او اغا مه ليکه.“
۵بيا مو اغا فرشته چې په سمندر او وچه منځکه بندې ويلوړه وه وليدله، يغې خپل شائي لوس اسمون ته پورته که ۶او دې يغ چا په نوم يې قاسام وخوړ چې ار وخت ژواندائي دائي او اسمون، منځکه، سمندر او ار څه چې په اغا کې دي پئيدو کړي دي. يغې وويل، ”نور و ځانډ روميانځته نه شي! ۷خو په يغ وخت کې کله چې اوومه فرشتې خپله سيروڼئ ووائي، نو دې خدائ پټ راز و پيره شي، لکه څرنګې چې يغ خپل خيذماتګورون يعني پيغمبرون ته ويلي وي.“
۸بيا مو يورې بيا اغا اووز ورويده چې دې اسمون نه يې دې مو سره خبرې کړلې او ويل يې، ”لوړ شه او دې يغې فرشتې دې لوس نه چې په سمندر او وچه بندې ويلوړه دو، اغا خلوص شوائي طومار وخله.“ ۹نو زه يغې فرشتې ته ويراغلمه او ورته مې وويل، ”اغا واړيکائي طومار موته روکه.“يغې وويل، ”وخله او ويې خوره، دا و دې تو ګډه ترخه کو، خو خوله و دې لکه دې ګيمنې په رانګ خواژه وي.“ ۱۰نو مو اغا واړيکائي طومار دې فرشتې دې لوس نه وخاست او ومې خوړ، اغا دې مو په خوله کې دې ګيمنې په رانګ خوژ ولګيده، خو کله مې چې تير که نو دې مو ګډه يې ترخه کړه. ۱۱بيا روته وويل شول، ”ته بايد يورې بيا دې خدائ پيغام ډير خالک، قومينه، ژبې او بدشاون ته وراساوې.“