اووام ساباق
يو لاک او څالورڅالويشت زره اسرائيليون
۱په دا نه دې ورستې مې څالور فرشتې وليدلې چې دې منځکې په څالور کونجينه کې ويلوړې وې او دې څالورې سارې بودينې مخه يې نيولې وه، ترڅو په منځکه، سمندر او ليا په کيمه ونه بندې ونه لاګيژي. ۲بيا مو بله فرشته وليدله چې دې لمر خوته دې طاراپه نه روپورته کيدله او دې ژواندي خدائ مهر ورسره و او په چګ اووز يې اغا څالور فرشتې ته سيرې والې چې دا اختيار ورته ويرکړل شوائي و چې منځکې او سمندر ته زيون وراساوي. ۳يغې فرشتې وويل، ”ترڅو پره چې ميژ دې خدائ دې خيذماتګورونې په تندي بندې مهر نه وي لګاولئ، تر يغې پره منځکه، سمندر ليا ونې ته زيون ونه رساوئي.“ ۴بيا مې دې يغې کاسونې شمير چې په تنديون بندې يې مهر لګيدلئ و، ورويده چې ۱۴۴۰۰۰ کاسون وي. دئ دې اسرائيليونې دې ټولې قبيلې نه وي.
۵دولاس زره دې يهودا دې قبيلې نه
دولاس زره دې روبين دې قبيلې نه
دولاس زره دې جاد دې قبيلې نه
۶دولاس زره دې اشير دې قبيلې نه
دولاس زره دې نفتالي دې قبيلې نه
دولاس زره دې منسي دې قبيلې نه
۷دولاس زره دې شمعون دې قبيلې نه
دولاس زره دې لاوي دې قبيلې نه
دولاس زره دې ايساکار دې قبيلې نه
۸دولاس زره دې زبولون دې قبيلې نه
دولاس زره دې يوسف دې قبيلې نه
او دولاس زره دې بنيامين دې قبيلې نه.
دې ټولې قومينې يوه ستره ګڼه ګيڼه
۹په دا نه دې ورستې مې وکاتل او دې خالکې يوه ستره ګڼه ګيڼه مې وليدله چې ايچا نه شول کړائي چې اغا وشميري. دې ټولې ملتينې، قبيلې، قومينې او ژبې نه خالک دې تخت په مخکې او دې وري په مخکې ويلوړ وي. يغې سپينې چوپانې وغستيې وې او دې خجيرې دې ونې څونګې يې په لوس کې وې، ۱۰او په چګ اووز يې سيرې والې، ”دې ميژ خلوصين دې خدائ دې خو دائي چې په تخت بندې نوست دائي او دې وري دې طرفه دائي.“ ۱۱ټولې فرشتې دې تخت، دې مشرونې او څالور اسموني ژواندي سوريې ګړدې وړدې ويلوړې وي، او بيا دې تخت په مخکې پړمخيې ولويدلې او دې خدائ عبادت يې وکه ۱۲يغې وويل:
امين! ثنا او صفات او جلال
حکمت، شکرګزوري
عزت، قدرات او طاقات دا وي
ار وخت وي دې ميژ دې خدائ، امين!
۱۳بيا دې مشرونې نه يوه کاس دې مو نه پشتنه وکړه، ”دا خالک چې سپينې چوپانې يې وغستيې دي څوک دي او دې کيم ځوئي نه روغلي دي؟“ ۱۴مو ځاوب ويرکه، ”شوغليه، ته پئيژې.“بيا يغ روته وويل، ”دا اغا کاسون دي چې دې ساخت مصيبت نه تير شوي دي. يغې خپلې چوپانې دې وري په وينې وينځليې او سپينې کړيې دي.
۱۵دې دغ اماله دي ويلوړ اغا
دې خدائ دې تخت په مخکې
او شپه او وريځ کو خيذمات دې يغ په کير کې
چې په تخت بندې نوست دائي اغا څوک
په خپل شتون کې و پناه ويرکو اغا ته
او کو سوتنه و يې
۱۶نور و ايڅکله نه وژي کيژي اغا
او هه تژي کيژي و نه
زيون و ونه رساوي دئ ته
نه لمر او نه سوځيدينکيې ګرمي
۱۷دې ځکه اغا ورائي چې دائي دې تخت په ميانځ کې
اغا و کو دې دئ شپونتوب
او دې ژواندين دې يبې چنې ته و بيائي اغا
او خدائ و پوکې ټولې ويشکې کو
دې يغې دې سترګې نه“