څلوارام ساباق

 

په اسمون کې عبادت

۱په اغا نه دې ورستې مو وکاتل او په اسمون کې مې يوه خلوصه دروزه وليدله. بيا مې يو اووز چې مخکې يې دې مو سره خبرې کړيې وې او دې سيروڼئ په رانګ و، ورويده چې ويې ويل، ”پورته روشه، زه و توته وشايمه چې په دا نه دې ورستې و څه کيژي.“ ۲په مخ روح القدس زه په خپل اثر لوندې رواستلمه او په اسمون کې مې يو تخت وليده او په اغا تخت بندې يو څوک نوست و. ۳اغا څوک چې وولته نوست و، دې لعل او سره عقيق دې تيژې په رانګ چړکيده او دې تخت ګړده وړده شنه سره ليکه وه چې دې زمرودې په رانګ چړکيده. ۴دې تخت ګړد وړد نور څليرويشت تاختينه وي او په اغا بندې څليرويشت مشرون نوست وي چې سپينې جومې يې وغستيې وې او دې سرې زارې تاجينه يې په سار وي. ۵دې يغ تخت نه بريشنو، غرو او دې تندر اووزينه روتلل. دې تخت په مخکې اووه بال څروغينه بليدل. اغا دې خدائ اووه روحينه دي چې دې خدائ خيذمات کو. ۶په دغ رانګ دې يغ تخت په مخکې يو سمندر و چې دې بلور دې شيشې په رانګ ليدل شوي.

دې تخت ګړد وړد او ارې خوته يې څالور اسموني ژواندي سوري وي چې مخکې او څټ ته يې ډيرې سترګې لارلې. ۷اوالينئ اسموني ژوندې سورائي دې زمري په رانګ و، دوام يې دې غويه په رانګ، درام يې دې انسان په رانګ څيره لارله او څلوارام يې دې بوز په رانګ و چې دې وراتلې په حال کې و. ۸دغې څالورې اسموني ژواندي سوريې ار يوه شپيژ وزرينه لارل او ار طاراپ ته يې ډيرې سترګې لارلې او شپه او وريځ و يې بې دې څه ځانډه ويل:

سپيڅلئ، سپيڅلئ، سپيڅلئ دائي

مطلق قادر تيشتن خدائ

چې اغا و او اغا دائي

او دائي روتلينکئ اغا

۹ار کله چې اغا اسموني ژواندي سوري يغ چاته چې په تخت بندې نوست دائي او ار وخت و ژواندائي وي، جلال او عزت ويرکاوي او شکرګزوري يې کو، ۱۰نو اغا څليرويشت مشرون هه يغ ته چې په تخت بندې نوست دائي ار وخت ژواندائي دائي په سجده لويژي او عبادت يې کو. دئ خپل تاجينه دې تخت په مخکې ژدي او يائي:

۱۱اې دې ميژ تيشتنه، اې دې ميژ خدايه

ته لائق يې دې جلال او دې عزت او قدرات

دې ځکه چې ټول شايون پئيدو کړل تو

په اراده دې تو پئيدو شول اغا

او په وجود کې روغلل

Sorry, no results.
Please try another keyword