عيسیٰ پيلاتوس ته وړل کيژي

(مرقوس ۱۵:_۱ او لوقا ۲۳:_۱_-_۲ او يوحنا ۱۸:_۲۸_-_۳۲)

1 کله چې ګائيز شه بيا ټولې مشرونې امامونې او دې قوم مشرونې په خپل ميانځ کې مشوره وکړله چې عيسیٰ څرنګې وويژني. 2 بيا يې اغا وتوړه او راون يې که او دې روم والي پيلاتوس ته يې وسپوره.

دې يهودا ځون ويژنل

(د رسولانو عملونه ۱:_۱۸_-_۱۹)

3 کله چې يهودا خاين پوئي شه چې په عيسیٰ بندې دې مارګ حکم وشه، بيا په خپل کور بندې پشيمون شه او اغا دې سپينې زارې ديرش سيکې يې په څټ مشرون امامون او دې قوم مشرون ته رو وړلې 4 او ويې ويل: ”مو ګناه کړائي دائي چې دې يوه بې ګناه ساړي سره مې خيانات وکه او دې يغ دې مارګ سبب شومه.“ خو يغې وويل: ”اې ميژ په څه؟ دا دې تو کور دائي.“ 5 يهودا اغا سيکې بيت المقدس کې په منځکه سنړ واللې او دې ورچانې ووته او خپل ځون يې پانسي که. 6 خو مشرونې امامونې اغا پائسې رو ووخستلې او ويې ويل: ”دې بيت المقدس په خزونه کې دې دغې پائسې اچاول راوو نه دي، ځکه چې دا دې انسان دې ژوند بايا دو.“ 7 بيا يغې په خپله کې مشوره وکړله او په اغا پائسې يې دې کلول منځکه وخستله چې دې غير يهوديونې دې پوره پکې اديره جوړه کي. 8 بيا دې دغ دې واجې اغا منځکه دې نن وريځې پوره ”دې وينې دې پاټي“ په نوم يوديژي.

9 په دا رانګ دې ارميا نبي اغا پيشګوئي رشتيا شوله چې يائي: ”اغا دې سپينې زارې ديرش سيکې يعني دې يغ دې سار بايا چې دې اسرائيلې دې قوم دې خو نه مقرار شويې وه، ووخستلې 10 او په اغا پائسې بندې يې دې کلول منځکه ووخستله، لکه څرنګې چې تيشتن موته ويلي وي.“

پيلاتوس دې عيسیٰ نه پشتنې کو

(مرقوس ۱۵:_۲_-_۵ او لوقا ۲۳:_۳_-_۵ او يوحنا ۱۸:_۳۳_-_۳۸)

11 بيا يې عيسیٰ پيلاتوس والي ته رو وسته او والي ځنې پشتنه وکړله: ”ايا ته دې يهوديونې بادشا يې؟“ عيسیٰ وويل: ”ته په خپله يائې.“ 12 خو کله چې دې مشرونې امامونې او قومي مشرونې دې طاراپ نه په يغ تومات ولګاول شه، بيا يغ ځاوب کې ايڅ نه وويل. 13 بيا پيلاتوس يغ ته وويل: ”اغا چې دې تو په خلاف کيمه شائدي ويرکاوي ته يې نه ووروې؟“ 14 خو عيسیٰ يوه خبره هه نه وکړله او والي ډير حيرون شه.

عيسیٰ ته دې مارګ سازو ويرکاول کيژي

(مرقوس ۱۵:_۶_-_۱۵ او لوقا ۲۳:_۱۳_-_۲۵ او يوحنا ۱۸:_۳۹ – ۱۹:_۱۶)

15 دې اختر په وريځې کې دا رواج و چې والي و يو باندي دې خالکې په خواشه دې زندان نه ازوده و. 16 په اغا وخت کې دې باراباس په نوم يو بادنوم ساړائي باندي و. 17 کله چې خالک سره روټول شول بيا پيلاتوس دې يغې نه پشتنه وکړله: ”توس څوک غوړئي چې درته ازود يې کمه، باراباس يا عيسیٰ چې مسيح ورته يائي؟“ 18 څرنګې چې اغا په دا وپئيده چې اغا د بخيلئ دې مخه عيسیٰ يغ ته په لوس وير کړائي دائي.

19 کله چې اغا دې قاضيتوبې په چاوکئ نوست و بيا يې شځې ورته دا خبر رو ولوژه: ”دې يغ بې ګناه ساړي سره کور مه لاره، ځکه پارين شپه چې مو دې يغ په حق کې کيم خوب وليده بيا دې يغ دې اماله ټوله وريځ پريشانه ومه.“ 20 خو مشرونې امامونې او قومي مشرونې خالک دا ته و اڅاول چې دې پيلاتوس نه وغوړي چې باراباس ورته ازود کو او عيسیٰ ګرام کو. 21 والي يورې بيا يغې ته وويل: ”په دا دوه کې توس څوک غوړئي چې درته ازود يې کمه؟“ يغې وويل: ”باراباس.“ 22 پيلاتوس دې يغې نه پشتنه وکړله: ”بيا دې عيسیٰ سره چې دې مسيح په نوم يوديژي څه وکمه؟“ يغې ټولې وويل: ”اغا په صليب بندې لاک که.“ 23 خو پيلاتوس وويل: ”ويلې؟ يغ څه جرم کړائي دائي؟“ يغې سيرې نورې هه زيوتې کړلې: ”اغا په صليب بندې لاک که.“

24 خو کله چې پيلاتوس پوئي شه چې اغا ايڅ نه شي کړلائي او کيدائي شي چې شور او نورې جوړې شي، بيا يې يبه روخاستلې او دې خالکې په مخ کې يې خپل لوسينه ووينځل او ويې ويل: ”زه دې دغ ساړي دې مارګ ذمه وور نه يمه، دا دې توسې کور دائي.“ 25 ټولې خالکې ځاوب ويرکه: ”دې دغ ساړي خين دا دې ميژ او دې ميژ دې الودينه په غوړه وي.“ 26 بيا پيلاتوس باراباس دې يغې دې پوره ازود که او بيا يې حکم وکه چې عيسیٰ دا په کوړې بندې ووال شي او په صليب بندې دا لاک کړلائي شي.

عسکر په عيسیٰ بندې مالانډې وائي

(مرقوس ۱۵:_۱۶_-_۲۰ او يوحنا ۱۹:_۲، ۳)

27 بيا دې پيلاتوس عسکرې عيسیٰ دې والې دې موڼئ ځوئي ته بوته او ټول کنډک يې په روبادال که. 28 جومې يې ځنې وياستلې او دې سره رانګ چوپانه يې وير وغاستله. 29 بيا يې دې اغزي نه يو تاج جوړ که او په سار يې ويرکشايش او په شي لوس کې يې يو لارګائي ويرکه. بيا دې يغ په مخ کې په ګينډې شول، مالانډې يې په وواللې او ويل يې: ”ژواندائي دا وي دې يهوديونې بادشا.“ 30 په يغ يې لياړې وير توئي کړلې او لارګائي يې ځنې وخست او په سار يې په وويه. 31 کله چې يغې مالانډې وال باس کړل، بيا يې چوپانه ځنې وياستله او خپلې جومې يې ورته واپس وير وغاستلې. بيا يې اغا بوته چې په صليب يې لاک کو.

عيسیٰ په صليب بوندې ټاک والل کيژي

(مرقوس ۱۵:_۲۱_-_۳۲ او لوقا ۲۳:_۲۶_-_۴۳ او يوحنا ۱۹:_۱۷_-_۲۷)

32 اغا راون وي چې په ليار کې دې شمعون په نوم يو ساړي سره چې دې قيروان نه و مخومخ شول او عسکرې اغا مجبور که چې دې عيسیٰ صليب يوسي. 33 کله چې اغا دې جلجتا په نوم يو ځوئي ته چې معنی يې دې سار کاپارئي دو، وراسيدل، 34 وولته يې عيسیٰ ته داسې شاروپ چې ترخه شايون يې په کې ګاډ کړي وي ويرکړل. خو کله چې يې وڅاکل بيا ويې نه غوشتل چې اغا وتشي. 35 کله يې چې اغا په صليب بندې ټاک ووئيه، بيا دې يغ په جومې يې خلائي وکه او په خپل ميانځ کې يې سره وويشلې. 36 بيا اغا کشينوستل او دې يغ چوکيداري يې کړله. 37 دې يغ دې سار دې پوسه يې يوه تاخته رو لاکه کړله چې دې يغ جرم په کې ليکل شوائي و: ”دا دې يهوديونې بادشا عيسیٰ دائي.“ 38 دې يغ سره دوه شيکاونکي هه په صليب بندې ټاک والل شوي وي، چې يو يې شي لوس ته او بل يې کيڼ لوس ته و. 39 څوک چې په يغ ځوئي تيرېدل بيا و يې خپل سرينه خيځاول او عيسیٰ ته و يې زياړې کړلې 40 او ويل و يې: ”تو غوشتل چې بيت المقدس ړانګ کې او په درې وريځې کې يې په څټ جوړ کې. که ته په رشتيا دې خدائ زيائي يې، بيا خپل ځون وژغوره او دې صليب نه رو کيز شه.“ 41 په دغه رانګ مشرونې امامونې، دې شريعت عالمونې او يهودي مشرونې په يغ بندې مالانډې واللې او ويل و يې: 42 ”يغ خو نور خالک ژغورل، خو خپل ځون نه شي ژغورلائي. که چيرې اغا دې اسرائيلې بادشا وي، بيا دا دې صليب نه رو کيز شي بيا و ميژ په ايمون روري. 43 يغ خو په خدائ توکل لوره او داعوه يې کړله چې زه دې خدائ زيائي يمه، بيا که خدائ وغوړي ويس دا اغا وژغوري.“ 44 په داغا رانګ اغا شيکاونکي چې دې يغ سره په صليب ټاک والل شوي وي هه يغ ته زياړې کړلې.

دې عيسیٰ مارګ

(مرقوس ۱۵:_۳۳_-_۴۱ او لوقا ۲۳:_۴۴_-_۴۹ او يوحنا ۱۹:_۲۸_-_۳۰)

45 دې غارمې دې دولاس باجې نه دې مسپيشين دې درې باجې پوره په ټول وطن کې تياره روړانګه شوله. 46 شو او خو درې باجې وې چې عيسیٰ په زور زور سيره وواله: ”ايلي، ايلي، لما سبقتني؟ يعني اې دې مو خدايه، اې دې مو خدايه، زه دې ويلې پريشومه؟“ 47 ځنې خالکې چې په يغ ځوئي کې ويلوړ وي، دا وورويدل او ويې ويل: ”اغا الياس نبي ته سيرې ويرکو.“ 48 دې يغې نه يو کاس په مخ منډه کړل، سپنج يې رو واخست او په تروه شاروپ کې يې ليمند که او دې لارګي په سار بندې يې کشياش او عيسیٰ ته يې ويرکه چې ويې تشي. 49 خو نورې وويل: ”صابر وکئ، پريژدئي چې ويې کسي چې الياس نبي دې يغ دې خلوصاولې دې پوره روڅي او که نه.“ 50 عيسیٰ يورې بيا په چګ اووز سيره وواله او سياه يې وختله.

51 اغا وخت دې بيت المقدس پاړده دې سار نه تر بيخ پره په ميانځ کې دوې ټوټې شوله. زلزله شوه او دې تيژې تاختې موتې شولې، 52 قبرينه خلوص شول او اغا ډير پوک خالک چې دې مارګ په خوب ووده وي بيا روژواندي شول 53 او دې خپلې قبرينې نه رو وواتل او دې عيسیٰ دې روژواندي کاولې نه ورستې دې يروشلم پوک شار ته لوړل او ډيرې خالکې ته جاوات شول. 54 کله چې اغا رومي واکمن او دې يغ عسکر چې دې عيسیٰ پاره يې کړله، زلزله او ټولې پيشې وليدلې بيا ډير وډاريدل او ويې ويل: ”اغا په رشتيا چې دې خدائ زيائي و.“

55 په يغ ځوئي کې ډيرې شځې چې دې جليل نه دې عيسیٰ دې خذمات دې پوره روغليي وي دې لرې نه دا ار څه وليدل. 56 په اغا کې مريم مجدليه، دې يعقوب او دې يوسف مور مريم او دې زبدي دې زامنې مور وه.

دې عيسیٰ شخاول

(مرقوس ۱۵:_۴۲_-_۴۷ او لوقا ۲۳:_۵۰_-_۵۶ او يوحنا ۱۹:_۳۸_-_۴۲)

57 کله چې لماشوم شه، بيا يو مالدار ساړائي چې يوسف نوم يې و او دې رامه دې شار نه و چې اغا هه دې عيسیٰ شاګرد شوائي و روغائي. 58 اغا پيلاتوس ته ويراغائي او دې يغ نه يې دې عيسیٰ مړائي وغوشته. بيا پيلاتوس امر وکه چې اغا دا ورته ويرکو. 59 يوسف دې يغ مړائي يواړ او په يوه سپين کفن کې يې ونغوړه 60 او په يغ قبر کې يې کشياش چې يوسف دې خپل ځون دې پوره په يوه ګوله کې کاندلائي و. بيا يې يوه غوټه تيژه دې قبر و خوله ته رو وتيلاوله او لوړ شه. 61 مريم مجدليه او اغا بله مريم دوې سارې قبر ته مخومخ نوستې وې.

دې عيسیٰ دې قبر سوتينکي

62 په اغا بله وريځ چې دې سبت وريځ وه، مشرون امامون او فريسيون پيلاتوس ته ويراغلل 63 او ويې ويل: ”شوغليه! ميژ ته په يودې دي اغا چال بوز چې ليا ژواندائي وه ويلي يې وي چې درې وريځې ورستې و زه بيا روژواندائي شمه. 64 بيا امر وکه چې تر درې وريځې پرا دا دې ده دې قبر شه څارنه وکړله شي، داس نه چې شاګردون يې روشي او دې يغ مړائي په غلا بندې يوسي او خالک ته ويائي چې اغا دې مارګ نه دې ورستې بيا روژواندائي شوائي دائي او ورستينئ غلاطاول و يې دې اوالينئ غلاطاولې نه ډيره باتاره وي.“ 65 پيلاتوس اغا ته وويل: ”سوتينکي درسره ووخلئ، لوړ شئ او په کيم رانګ چې کړلائي شئ دې يغ دې قبر سوتنه وکئ.“ 66 بيا اغا لوړل او دې قبر په تيژه بندې يې وولته ناخشه ولګاوله چې څوک يې ونه خيځاوي او سوتينکي يې په ودارول چې دې يغ پاره وکو.

Sorry, no results.
Please try another keyword