دې عيسیٰ په ضد دوسيسه

(مرقوس ۱۴:_۱_-_۲ او لوقا ۲۲:_۱_-_۲ او يوحنا ۱۱:_۴۵_-_۵۳)

1 کله چې عيسیٰ خپلې خبرې خلوصې کړې بيا يې خپل شاګردون ته وويل: 2 ”لکه څرنګې چې توس خبر يئ چې دوې وريځې ورستې و دې فسحې اختر وي او دې انسان زيائي و ديشمنون ته په لوس وير کړائي شي چې په صليب بندې لاک شي.“ 3 په داغا وخت کې مشرون امامون او دې قوم مشرون دې ستر امام قيافا په کير کې سره رو ټول شول 4 او يغې يوه دوسيسه جوړه کړله چې عيسیٰ په يو چال رو ونسي او ويې ويژني. 5 خو يغې وويل: ”دا کور بايد دې اختر په وريځې کې نه وشي، اسې نه چې دې خالکې په ميانځ کې شور او نعورې جوړې شي.“

دې عيسیٰ په سار بوندې عاطر اچاول

(مرقوس ۱۴:_۳_-_۹ او يوحنا ۱۲:_۱_-_۸)

6 کله چې عيسیٰ په بيت_عنيا کې دې شمعون کير ته لوړ شه چې مخکې دې جذوم په بيموري ووخته و، 7 يوه شځه چې دې قيمتي عاطرې نه ډاک دې مارمارې بوتال ورسره و روغله او په داسې حال کې چې عيسیٰ ماړئي ته نوست و اغا عاطر يې دې يغ په سار بوندې وچاول. 8 کله چې شاګردونې دا وليدل، بيا خفا شول او ويې ويل: ”دا عاطر ويلې بيځيه ولاګيدل؟ 9 کيدائي شول چې اغا په چګ قيمت بندې خارڅ شوي وائي او پائسې يې غريبون ته ويرکړليې شويې وائي.“ 10 عيسیٰ پوئي شه چې يغې څه وويل او اغا ته يې وويل: ”توس ويلې اغا شځه تنګاوئي؟ يغې دې مو سره شه کور کړائي دائي. 11 غريبون و ار وخت دې توسې سره وي، خو زه و ار وخت دې توسې سره نه يمه. 12 يغې چې دا عاطر دې مو په سيرات بندې وچاول، بيا زه يې شخاولې ته تايور کړمه. 13 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دې دنيو په ارځوئي کې چې دا زرائي ويرکاول کيژي بيا دغې شځې چې څه کړي دي خالک و اغا يوداوي.“

يهودا اسخريوتي دې عيسیٰ سره خيانات کو

(مرقوس ۱۴:_۱۰_-_۱۱ او لوقا ۲۲:_۳_-_۶)

14 بيا يهودا اسخريوتي چې دې يغې دولاسې شاګردونې نه و مشرونې امامونې ته ويراغائي 15 او پشتنه يې وکړله: ”که زه عيسیٰ توس ته دير وسپورمه موته و څه روکئ؟“ بيا يغې ورته دې سپينې زارې ديرش سيکې ويرکړلې. 16 دې يغ وخت نه اغا په دا لاټه کې و چې يوه موقع مينده کو او عيسیٰ اغا ته په لوس ويرکو.

عيسیٰ دې خپلې شاګردونې سره دې فسحې دې اختر ماړئي خوري

(مرقوس ۱۴:_۱۲_-_۲۱ او لوقا ۲۲:_۷_-_۱۳، ۲۲:_۲۱_-_۲۳ او يوحنا ۱۳:_۲۱_-_۳۰)

17 دې پاطيرې ماړئي دې اختر په اواله وريځ شاګردون عيسیٰ ته روغلل او پشتنه يې ځنې وکړه: ”په کيم ځوئي کې غوړې چې دې فسحې ماړئي درته تايوره کي؟“ 18 يغ وويل: ”په شار کې پلونکي ساړي ته وير شئ او ورته ويايئ: ايستوذ يائي چې دې مو مقرار وخت رو نژدې شوائي دائي، زه و دې فسحې اختر دې خپلې شاګردونې سره دې تو په کير کې ولمنځمه.“ 19 بيا څرنګې چې عيسیٰ ورته ويلي وي شاګردونې داسې وکړل او دې فسحې ماړئي يې تايوره کړه.

20 کله چې لماشوم شه بيا عيسیٰ دې خپلې دولاسې شاګردونې سره دسترخوان ته کشينوست. 21 دې ماړئي په وخت کې عيسیٰ وويل: ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې په توس کې و يو کاس دې مو سره خيانات وکو.“ 22 شاګردون ډير غمجن شول او ار يوه دې عيسیٰ نه پشتنه کړله: ”ايستوذه! ايا اغا زه يمه؟“ 23 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”چا چې دې مو سره په دا چاني کې لوس کيز که اغا و دې مو سره خيانات کو. 24 لکه څرنګې چې دې يغ په حق کې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، دې انسان زيائي بايد مړ شي خو افسوس دې يغ چا په حال چې دې انسان دې زي سره خيانات کو. دې يغ ساړي دې پوره و دا شه وائي چې بيخي پيدو نه وائي.“ 25 بيا يهودا خاين وويل: ”ايستوذه! ايا اغا زه يمه؟“ عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”تو په خپله وويل.“

دې تيشتن غوره شوائي لماشوم

(مرقوس ۱۴:_۲۲_-_۲۶ او لوقا ۲۲:_۱۴_-_۲۰ او لومړی قرنتیان ۱۱:_۲۳_-_۲۵)

26 دې ماړئي خواړلې په وخت کې عيسیٰ يوه ماړئي رووخستله، شکر يې په ويوست او اغا يې موته کړه او شاګردونې ته يې ويرکړله او ويې ويل: ”دا وخلئ او ويې خورئي، دا دې مو سيرات دائي.“ 27 بيا يغ پيوله رووخستله، دې خدائ شکر يې ويوست او شاګردون ته يې ويرکړله او ويې ويل: ”توس ټول دا وتشئ. 28 دا دې مو وينه دو چې دې ډيرې خالکې دې ګونائينې دې باخشلې دې پوره توئيژي. دا دې انسان سره دې خدائ دې لوظ ناخشه دو. 29 زه توس ته يايمه چې زه و بيا تر يغې وريځې پرا دا دې انګير شاربات ونه تشمه ترڅو دې خپل پلور په بدشائي کې يې دې توسې سره بيا ونه تشمه.“

30 بيا دې يوې روحاني بادلې دې ويلې نه ورستې دې زيتون غره ته لوړل.

دې پطروس دې انکار په حق کې دې عيسیٰ پيشګوئي

(مرقوس ۱۴:_۲۷_-_۳۱ او لوقا ۲۲:_۳۱_-_۳۴ او يوحنا ۱۳:_۳۶_-_۳۸)

31 بيا عيسیٰ خپلې شاګردونې ته وويل: ”هه په دا نن شپه و توس ټول مو پريژدئي، ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

***زه و شپون ووايه او دې رامې پسون و يې خوره ووره شي.

32 خو کله چې بيا روژواندائي شمه بيا په توس نه مخته و جليل ته لوړ شمه.“ 33 پطروس په ځاوب کې وويل: ”که ټول تو پريژدي، خو زه و دې ايڅ کله هه نه پريژدمه.“ 34 عيسیٰ ورته وويل: ”په يقين سره زه توته يايمه چې هه په دا نن شپه و دې چرګ دې بونګ نه مخکې درې ووره ويايې چې مو نه پيژانې.“ 35 پطروس ورته وويل: ”که زه دې تو سره مړ هه شمه خو ايڅ کله و نه ويايمه چې تو نه پيژانمه.“ او نورې ټولې شاګردونې هه داسې وويل.

عيسیٰ په جتسيماني کې داعو کو

(مرقوس ۱۴:_۳۲_-_۴۲ او لوقا ۲۲:_۳۹_-_۴۶)

36 بيا عيسیٰ دې خپلې شاګردونې سره دې جتسيماني په نوم يو ځوئي ته وراسيده او شاګردونې ته يې وويل: ”ترڅو پرا چې زه وولي څمه او داعو کمه، توس دولته کشينئ.“ 37 اغا دې پطروس او دې زبدي دوه زامن دې ځون سره بوتلل. اغا ډير غمجن شه او زړه يې خفا شه. 38 او يغې ته يې وويل: ”دې مو زړه دې غمه چوي او مارګ ته نژدې يمه. توسې دولته پوتې شئ او دې مو سره بئيدور پنډيژئي.“

39 اغا لژ لرې لوړ شه، په منځکه بندې پړمخې ولويده او دا داعو يې وکړه: ”دې مو پلوره، که چيرې کيدائي شي بيا دا دې مصيبت پيوله *دې مو نه لرې که! خو دې مو راضو نه بلکې دې تو راضو دا پيره شي.“ 40 بيا اغا په څټ شاګردون ته روغائي او ويې ليدل چې اغا ووده دي، بيا يې پطروس ته وويل: ”ايا دې مو سره يو ساعت هه ويش نه شوائي پوتې کيدلائي؟ 41 بئيدور شئ او داعو وکئ چې ازميشت کې رو نه شئ. روح غوړي خو سيرات کمزورائي دائي.“

42 عيسیٰ يورې بيا لوړ شه او داعو يې وکړه: ”دې مو پلوره، که چيرې بله ليار نه وي بې دغې نه چې دا پيوله وتشمه بيا دا دې تو راضو پيرا شي.“ 43 عيسیٰ بيا روغائي او ويې ليدل چې اغا ووده وي او سترګې يې دې خوبه ډاکې وې.

44 بيا عيسیٰ اغا پريشول او لوړ شه او دې درام وور دې پوره يې هه په يغ رانګ داعو وکړله. 45 بيا اغا په څټ شاګردون ته روغائي او ورته ويې ويل: ”توس ليا ووده يئ او ارام کئ؟ کسئ، اغا ساعت روراسيدلائي دائي چې دې انسان زيائي و ګونانګورون ته په لوس ويرکاول کيژي. 46 چګيژئي، روڅئ چې څي، اغا څوک چې غوړي دې مو سره خيانات وکو، روراسيدلائي دائي.“

دې عيسیٰ سره خيانات کړل او دې يغ نيول

(مرقوس ۱۴:_۴۳_-_۵۰ او لوقا ۲۲:_۴۷_-_۵۳ او يوحنا ۱۸:_۳_-_۱۲)

47 عيسیٰ ليا خبرې کړلې چې يهودا چې دې يغ دې دولاسې شاګردونې نه و دې ګاڼ شمير خالکې سره چې تيرې او لاوړون ورسره وي او دې مشرونې امامونې او قومي مشرونې دې طرفه رولژل شوي وي، روراسيده. 48 اغا خاين اغي ته يوه ناخشه وير کړيې وه او ورته ويلي يې وي: ”څوک چې زه کوشال کمه بيا دا اغا ساړائي دائي، اغا رو ونسئ.“ 49 يهودا په مخ عيسیٰ ته ويراغائي او ورته ويې ويل: ”سالوم اې ايستوذه! او اغا يې کوشال که.“ 50 عيسیٰ يغ ته وويل: ”اې ملګريه! خپل کور دې زر وکه.“ بيا اغا رومخته شول، عيسیٰ ته يې لوس وير وچاول او اغا يې ونيو. 51 په دا وخت کې دې عيسیٰ په ملګريې کې يو کاس خپله تيره رو وياستله او دې ستر امام په نيکار يې بريد وکه او دې يغ غوژ يې پرې که. 52 عيسیٰ يغ ته وويل: ”خپله تيره دې په څټ په خپل ځوئي کې کشيژده، ځکه څوک چې دې تيرې نه چار وخلي بيا په تيره ويژنل کيژي. 53 ايا ته نه پئيژې چې زه کړائي شمه چې دې خپل پلور نه مراسته وغوړمه او اغا و په مخ دې فرشتې دولاس لشکرې رو ولاژي؟ 54 خو بيا و دې خدائ په کلام کې چې څه ليکل شوي دي اغا څرنګې رشتيا کيژي چې يائي چې دا کور و ضرور شي؟“

55 په يغ وخت کې عيسیٰ خالک ته وويل: ”ايا زه کيم شيکاوينکائي يمه چې دې تيرې او لاوړې سره دې مو دې نيولې دې پوره روغلي يئ؟ زه و ارا وريځ بيت المقدس کې کشينوستمه او تعليم و مې ويرکوو خو توس نه ونيولمه؟ 56 خو دا ار څه دې ځکه وشول ترڅو اغا څه چې پيغمبرونې ليکلي دي پيرا شي.“ بيا ټولې شاګردونې اغا پرياش او وتشتيدل.

عيسیٰ دې يهوديونې دې جرګې په مخ کې

(مرقوس ۱۴:_۵۳_-_۶۵ او لوقا ۲۲:_۵۴_-_۵۵، ۲۲:_۶۳_-_۷۱ او يوحنا ۱۸:_۱۳_-_۱۴، ۱۸:_۱۹_-_۲۴)

57 بيا يغې خالکې چې عيسیٰ يې نيولائي و، اغا يې دې ستر امام قيافا کير ته چې دې شريعت عالمون او دې قوم مشرون وولته روټول شوي وي، بوته. 58 خو پطروس په يوه لرې فاصله کې په عيسیٰ پسې راون و ترڅو دې ستر امام دې کير تالي ته وراسيده او دې ننه ويراغائي او دې سوتينکيې سره کشينوست ترڅو وويني چې اخر و څه شي. 59 مشرونې امامونې او ټولې شورې اڅه کړله چې دې عيسیٰ په خلاف دې درويغې کيم شائد مينده کو، ترڅو اغا وويژنل شي. 60 سره دې دغې چې ډير کاسون رومخته شول او دې درويغې شائدئي يې وکړلې خو يغې ونه شول کړائي چې څه ثبوت مينده کو. په اخره کې دوه کاسون رومخته شول 61 او ويې ويل: ”دغ ساړي ويلي دي چې زه کړلائي شمه بيت المقدس ړانګ کمه او په درې وريځې کې يې په څټ ابود کمه.“

62 ستر امام رو چګ شه او عيسیٰ ته يې وويل: ”ايا ته داغا ټول توماتينه ته چې اغا يې دربندې لګاوي، ځاوب نه ويرکاوې؟“ 63 خو عيسیٰ غلائي پوتې شه. بيا ستر امام وويل: ”زه دې ژواندي خدائ په نوم توته قاسام ديرکاومه، ميژ ته ويايه چې ته مسيح يې؟ ته دې خدائ زيائي يې؟“ 64 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”ته په خپله يائې. خو زه توس ټول ته يايمه چې په نن نه ورستې و توسې ووينئ چې دې انسان زيائي و دې مطلق قادر خدائ شي لوس ته نوست وي او دې اسمون په وريځې کې و روراون وي.“ 65 په دا خبره ستر امام خپل ګريون بژا که او ويې ويل: ”اغا کفر يائي. ميژ نور شائدون ته څه ضرورات لري؟ توسې هه دا ويس کفر ورويده. 66 دې توسې پريکړه څه دو؟“ يغې ځاوب ويرکه: ”اغا دې مارګ لائق دائي.“ 67 بيا يغې دې يغ په مخ بندې لياړې وير توئي کړلې او اغا يې په سيکينه وويه او ځنې په څاپړې وويه 68 او ويې ويل: ”اې مسيح! که ته پيغمبر يې بيا ويايه چې چا ووالې.“

پطروس دې عيسیٰ نه انکار کو

(مرقوس ۱۴:_۶۶_-_۷۲ او لوقا ۲۲:_۵۶_-_۶۲ او يوحنا ۱۸:_۱۵_-_۱۸، ۱۸:_۲۵_-_۲۷)

69 په دا وخت کې پطروس دې ورچانې په موڼئ کې نوست و چې يوه وينځه ويراغلله او ورته ويې ويل: ”ته هه دې جليلي عيسیٰ سره وې.“ 70 پطروس دې ټولې په مخ کې منکر شه او ويې ويل: ”زه نه پئيژمه چې ته څه يائې.“

71 بيا کله چې پطروس دې موڼئ دې تامبې خوته لوړ شه بيا وولته يوې بلې وينځې وليده او وولته چې کيم خالک وي ورته ويې ويل: ”دا ساړائي دې عيسیٰ ناصري سره و.“ 72 اغا يورې بيا منکر شه او ويې ويل: ”زه قاسام خورمه چې اغا ساړائي نه پيژانمه.“

73 لژ ساعت ورستې په يغ ځوئي کې ويلوړ خالک پطروس ته روغلل او ورته ويې ويل: ”دې شک نه وره چې ته هه دې يغې خالکې نه يې، دې ځکه چې دې تو دې لهجې نه ماليميژي.“ 74 بيا پطروس وويل: ”زه قاسام خورمه چې رشتيا يايمه. که زه درويغ يايمه بيا دا په مو دې خدائ لعنت وي. زه اغا ساړائي نه پيژانمه.“ او په مخ چرګ بونګ وکه. 75 بيا پطروس ته دې عيسیٰ خبره وير يوده شوله چې ويلي يې وي: ”مخکې په داغا نه چې چرګ بونګ وکو ته و درې ووره ويائې چې ته مو نه پيژانې.“ بيا اغا دې ورچانې لوړ شه او په سيرې سيرې يې وژاړل.

Sorry, no results.
Please try another keyword