دې لاسې پيغلې مثال
1 عيسیٰ زيوته کړله: ”په اغا وخت کې و اسموني بدشائي دې يغې لاسې پيغلې په رانګ وي چې خپل څروغينه يې وخاستل او دې زيم ليدلې ته لوړلې. 2 په اغا کې پينځه کام عقلې وې او پينځه پکې ويشورې وې. 3 کام عقلې جينکۍ خپل څروغينه دې ځون سره ووخستل خو تيل يې ورسره نه ووخستل. 4 خو ويشورې جينکۍ دې خپلې څروغينې سره دې تيلې نه ډاک بوتلينه هه دې ځون سره ووخستل. 5 کله چې زيم دې روتاګ په وخت کې ځانډمان شه، بيا اغا ټولې ته خوب ويراغائي او وودې شوې.
6 خو په نيمه شپه کې سيرې شوې: ’وکسئ زيم روراون دائي. روڅئ چې مخته يې وير شي.‘ 7 بيا ټولې جينکۍ رو چګې شولې او خپل څروغينه يې تايور کړل. 8 کام عقلې جينکۍ ويشورې جينکۍ ته وويل: ’دې خپلې تيلې نه ميژ ته لژ روکئ، دې ځکه چې دې ميژ څروغينه مړه کيژي.‘ 9 ويشورې جينکۍ ورته ځاوب ويرکه: ’نه، دې ميژ سره دامره تيل نشته چې دې ټولې کور په وچاليژي، دا و شا وي چې توسې ديکون ته لوړې شئ او خپل ځون ته تيل ووخلئ.‘ 10 کله چې اغا دې تيلې په وخاستلې پسې لوړلي، بيا زيم رو وراسيده. اغا جينکۍ چې تايورې وې دې يغ سره دې ورو ولماستيه ته لوړلې او ورينه باند شول. 11 دې ورستې بيا اغا نورې پينځه جينکۍ روغلې او سيرې يې کړلې: ’اې شوغليه! اې شوغليه! ميژ ته وار خلوص که.‘ 12 زيم وويل: ’په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې توسې نه پيژانمه.‘ 13 بيا بئيدور پنډيژئي، ځکه چې توسې نه پئيژئي چې دې انسان زيائي و په کيمه وريځ او په کيم ساعت روڅي.
دې درې نيکارونې مثال
(لوقا ۱۹:_۱۱_-_۲۷)
14 اسموني بدشائي دې يغ ساړي په رانګ دو چې غوشتل يې په سفر لوړ شي، بيا خپل نيکارون يې رو وغوشتل او خپل مول او جايداد يې وير وسپوره. 15 ار يوه ته يې دې يغې دې توون سره سام يو څه ويرکړل. يوه ته يې دې سرې زارې پينځه کاڅوړې ويرکړلې، بل ته يې دوې دې سرې زارې کاڅوړې او درام ته يې دې سرې زارې يوه کاڅوړه ويرکړله. بيا په سفر راون شه. 16 اغا نيکار چې دې سرې زارې پينځه کاڅوړې يې ورته وير کړيې وې په مخ لوړ شه او کور يې په شيري که او په اغا بندې يې نورې پينځه دې سرې زارې کاڅوړې وګاټلې. 17 په دغ رانګ اغا نيکار چې دې سرې زارې يې دوې کاڅوړې لارلې يغ په نورې دې سرې زارې دوې کاڅوړې وګاټلې. 18 خو کيم نيکار ته چې دې سرې زارې يوه کاڅوړه ويرکړل شويې وه، اغا لوړ شه او منځکه يې وکاندله او دې خپل مشر پائسې يې پکې شاخې کړلې.
19 ډير وخت ورستې دې يغې نيکارونې مشر روغائي او دې يغې نه يې ايثوب وغوشت. 20 کيم نيکار ته چې دې سرې زارې پينځه کاڅوړې ويرکړليې شويې وې روغائي او نورې دې سرې زارې پينځه کاڅوړې يې دې ځون سره روړلې او ويې ويل: ’مشره، تو موته دې سرې زارې پينځه کاڅوړې رو کړيې وې، ويس کسئ! مو په پينځه نورې کاڅوړې هه وګاټلې.‘ 21 مشر يې ورته وويل: ’شاباس، دې مو نيک او وفادور نيکاره! تو په لژ شي کې خپل اعتبار ثابت که. بيا زه و توته نورې ډيرې چارې دير سپورمه. روشه او دې خپل مشر په خواشولئ کې ګاډ شه.‘ 22 بيا اغا نيکار چې دوې کاڅوړې سره زار ورته ويرکړل شوي وي روغائي او ويې ويل: ’مشره! تو موته دوې کاڅوړې رو کړيې وې، ويس کسئ! مو دوې نورې هه په وګاټلې.‘ 23 مشر يې ورته وويل: ’شاباس، اې نيک او وفادور نيکاره! تو په لژ شي کې خپل اعتبار ثابت که، بيا زه و توته نورې ډيرې چارې دير سپورمه. روشه او دې خپل مشر په خواشولئ کې ګاډ شه.‘ 24 بيا اغا نيکار چې يوه کاڅوړه ورته ويرکړليې شوې وه روغائي او ويې ويل: ’مشره! زه پئيدمه چې ته يو ساخت ساړائي يې، ته اغا فاصل ريبې چې کارلائي دې نه دائي او دې يغ ځوئي حاصل راټولاوې چې تخم دې پکې ندائي اچاولائي. 25 بيا زه ډاريدمه او لوړمه او دې تو سره زار مې په منځکه کې شاخ کړل. اغا دا دي، په څټ يې ووخله.‘ 26 خو مشر يې ورته په ځاوب کې وويل: ’اې بيکوره او سسته نيکاره! کله چې تو ته ماليمه وه چې زه اغا فاصل ريبمه چې کارلائي مې نه دائي او دې يغ ځوئي نه غاله راټولاومه چې تخم مې نه دائي پکې کارلائي، 27 بيا تو بايد دې مو پائسې صرافون ته وير کړيې وائي او کله چې زه په څټ روغلائي ومه بيا اغا و مو په څټ دې سيد سره وخستيې وائي. 28 دې يغ نه اغا دې سرې زارې کاڅوړه ووخلئ او اغا چا ته يې ويرکئ چې لاس کاڅوړې ورسره دي. 29 ځکه دې چا سره چې څه وي اغا ته و نورې هه ويرکړائي شي، ترڅو دې يغ سره نورې هه زيوتې شي. خو دې چا سره چې څه نه وي بيا څه چې ورسره وي اغا و هه ځنې وخاستل شي. 30 دا بيکوره نيکار دې ورچانې تيارې ته سنړ وايئ يعني يغ ځوئي ته چې وولته و خالک ژوړي او خپل غوشينه و چيچي.‘
دې قيامات په وريځ دې خالکې دې عمالينې پئصاله
31 کله چې دې انسان زيائي دې خپل جلال سره دې ټولې فرشتې سره روشي بيا و اغا په خپل شاهانه تخت بندې کشيني، 32 او دې ټولې قومينې خالک و دې يغ په حضور کې روټول شي او اغا و دئ داسې يو بل نه ګوشي کو لکه څرنګې چې شپون پسون دې وزې نه ګوشيا وي. 33 بيا په داغا رانګ و اغا نيک خالک خپل شي لوس ته او بد خالک خپل ګڅ لوس ته ځوئي په ځوئي کو. 34 بيا و بادشا اغا خالک ته چې دې يغ شي لوس ته دي ويائي چې اې اغا خالکې چې دې مو دې پلور دې طرفه درته براکات دير کړل شوائي دائي، روشئ او دې يغې بدشايئ وارثون شئ چې دې دنيو دې پيدوئشت راسې دې توسې دې پوره تايوره شويې وه. 35 ځکه کله چې زه وژائي ومه بيا توسې روته خوړه روکړل، کله چې تژائي ومه بيا مم يبه روته روکړلې، کله چې ميسوفر ومه بيا توسې خپل کير ته بوتلمه، 36 کله چې زه لاغاړ ومه بيا مم جومې روته روکړلې او کله چې بيمور ومه بيا توسې رو بندې پام که او کله چې زه باندي ومه بيا توسې دې مو ليدل ته روغلي وائي. 37 بيا و نيک خالک ورته په ځاوب کې ويائي: ’تيشتنه! ته ميژ کله وژائي ليدلئ يې او موړ کړائي مو يې او يا تژائي وې او ميژ درته يبه دير کړيې وې؟ 38 کله ميژ ليدلئ يې چې ته ميسوفر وې او کير ته مم بوتلائي وې او يا لاغاړ وې او ميژ درته جومې دير کړيې دي؟ 39 يا ميژ کله ته بيمور يا باندي ليدلئ يې او ليدل ته ديراغلي يي؟‘ 40 بادشا و ورته ځاوب ويرکو: ’په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې توسې دې مو دې دغې ليارتلينکي نه چې دې ټولې نه کام ځوئ لري، دې کيم يو سره هه چې څه کړي دي، اغا مم دې مو سره کړي دي.‘
41 بيا و اغا خالک ته چې دې يغ ګڅ لوس ته دي ويائي: ’اې لعنتيونې! دې مو نه لرې شئ او اغا تل پوتې يور ته لوړشئ چې دې شيطون او دې يغ دې ليارتلينکي دې پوره تايور شوائي دائي. 42 ځکه کله چې زه وژائي ومه توس روته خوړه نه کړل رو، کله چې تژائي ومه بيا مم يبه نکړې روته رو، 43 کله چې ميسوفر ومه بيا توس خپل کير ته نه رو ووبولمه، کله چې لاغاړ ومه بيا توسې روته جومې نکړلې رو او کله چې زه بيمور او باندي ومه بيا توسې مې ليدلې ته نه روغلئ.‘ 44 اغا و هه په ځاوب کي ويائي: ’تيشتنه! ته ميژ کله وژائي، تژائي، ميسوفر، لاغاړ، بيمور يا باندي ليدلئ يې او مراسته مم نه دو درسره کړيې؟‘ 45 بيا و اغا ځاوب ويرکو: ’په يقين سره زه توس ته دا يايمه کله چې توسې دې مو دې ليارتلينکي سره که څه هه اغا ټولې نه کام ځوئ لري، دې يو سره مم هه مراسته نه دو کړيې. بيا توسې دې مو سره مراسته نه دو کړيې.‘ 46 او اغا و يغ ځوئي ته لرې ورړه شي چې وولته و اغا ته دې ار وخت پره سازو ويرکاول کيژي، خو نيک خالک و تل پوتې ژواندين وميمي.“