دې بيت المقدس دې ړانګاولې پيشګوئي

(مرقوس ۱۳:_۱_-_۲ او لوقا ۲۱:_۵_-_۶)

1 کله چې عيسیٰ بيت المقدس ته راون شه بيا يې شاګردون ورته روغلل چې دې يغ پام دې بيت المقدس ويدونئ ته روړاوي. 2 خو يغ وويل: ”ايا دا ټولې ويدونئ وينئ؟ په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دولته و يوه تيژه هه په بله تيژه پوتې نه شي او ټولې و روړانګې شي.“

دې اخري زمونې ناخشې

(مرقوس ۱۳:_۳_-_۱۳ او لوقا ۲۱:_۷_-_۱۹)

3 عيسیٰ دې زيتون په غره کې نوست و چې شاګردون يې ورته روغلل او په پټه يې ورته وويل: ”ميژ ته ويايه چې دا ار څه و کله شي؟ او دې تو دې روتاګ او اخري زمونې ناخشه و کيمه وي؟“ 4 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”پام کئ چې څوک مم بې ليارې نه کو. 5 ځکه چې ډير و دې مو په نوم روشي او يائي و چې زه مسيح يمه او ډير خالک و بې ليارې کو. 6 توس و دې جنګ ژاغ دې نژدې نه او دې لرې نه دې جنګ اووزې وروئي، خو کسئ چې ورخاطو نه شئ، ځکه چې دا شايون و ضرور پيشيژي، خو دې دغې دا معنی نه دو چې اخرانائي وخت روراسيدلائي دائي. 7 يو قوم و دې بل قوم سره جنګيژي او يوه بدشائي و دې بلې بدشائي سره جنګيژي او دې دنيو په ډير ځائيون کې و قحط او زلزلې روشي. 8 خو دا ټول و دې ننګيني دې داړدينې دې شيري کيدلې په رانګ وي.

9 کله چې دا ار څه پيش شي بيا و توس ونيول شئ او وه و ځوراول شئ او بيا و وويژنل شئ او دې مو دې نوم په خاطر و دې ټولې قومينې خالک دې توس نه کرکيې کو. 10 بيا و ډير خپل ايمون دې لوسه ويرکو او يو دې بل سره و خيانات کو او يو دې بل نه و کرکيې کو. 11 ډير جعلي پيغمبرون و رو پئيدو شي او ډير خالک و بې ليارې کو. 12 بادکوري و دامره ډيره شي چې دې خالکې مينه و دې يو دې بل سره ورکه شي. 13 خو څوک چې دې اخيره پورې ټينګ پوتې شي اغا و خلوصين مينده کو. 14 او دې اسموني بدشائي زرائي و په ټوله دنيو کې ړانګ شي، او دې ټولې قومينې دې پوره شائد پاتې شئ او بيا و دنيو ختم شي.

دې اخري زمونې ډراوينکائي ډور

(مرقوس ۱۳:_۱۴_-_۲۳ او لوقا ۲۱:_۲۰_-_۲۴)

15 بيا کله چې توسې اغا مردوړ شائي چې دې بربودئي سبب ګرځي او پوک ځوئي مردوړاوي او دانيال نبي دې يغ په حق کې خبرې کړيې دي، ووينئ (ويينکي دا پوئي شي چې دې دغې معنی څه دو) 16 بيا څوک چې په يهوديې کې وي اغا دا غرينه ته وتشتي. 17 که څوک دې چات په سار وي، بيا اغا دا دې کير دې سامان دې وړلې دې پوره نه روکيزيژي. 18 که څوک په پاټي کې وي اغا دا بيا په خپل څاپينړي پسې په څټ کير ته نه څي. 19 افسوس دې يغې شځې په حال چې په اغا وريځې کې اميدورې وي او دې يغې مانديې په حال چې خپل واړيکي ته پئ ويرکاوي. 20 داعو کئ چې دې توسې تيشته په ژمي کې او يا دې سبت په وريځ نه وي. 21 ځکه چې په اغا وخت کې و داسې ساخت مصيبت روميانځ ته شي چې دې دنيو دې اوال نه دې ويسه پوره نه دو روغليې او نه و بيا روشي. 22 که چيرې خدائ اغا وريځې لانډې کړيې نه وائي بيا ايڅوک و ژواندائي پوتې شوائي نه وائي، خو خدائ و دې خپل غوره شويې خالکې په خاطر اغا وريځې لانډې کو. 23 که په يغ وخت کې څوک توس ته وويائي: ’وکسئ، مسيح دولته دائي يا وولته دائي،‘ بيا يقين مه په کئ. 24 ځکه چې داسې کاسون و پئيدو شي چې په درويغا و دعویٰ کو چې مسيح او پيغمبرون دي او غوټې معجزې و وشائي او حيروناوينکې کورينه و کو، دې دغې دې پوره که ممکن وي بيا و دې خدائ غوره شوي خالک هه بې ليارې کو. 25 بيا پام کئ، توس مې دې مخته نه خبر کړائي. 26 بيا که چيرې څوک توس ته ويائي چې مسيح په داشته کې دائي، بيا وولې ما څئ او يا درته ويائي چې اغا په يو پټ ځي کې دائي بيا يقين مه په کئ. 27 ځکه لکه څرنګې چې بريشنو دې کشيا دې طرفه نه روڅي بيا رڼوئي يې دې لويديځه پره چړکيژي، بيا دې انسان دې زي رو تاګ و هه داسې وي. 28 چيرته چې مردوړه وي وولته دې مردوړې مرغون روټوليژي.

دې انسان دې زي روتلل

(مرقوس ۱۳:_۲۴_-_۲۷ او لوقا ۲۱:_۲۵_-_۲۸)

29 څرنګې چې دې مصيبت اغا وريځې تيرې شي، بيا و په مخ غورمه تور شي او سپيژمئ و نوره رڼوئي نه ويرکاوي، ستوري و دې اسمون نه رو ولويژي او اسموني وکارې و وخزيژي. 30 اغا وخت و په اسمون کې دې انسان دې زي دې روتلې ناخشې جاواتې شي او دې دنيو ټول قومينه و وير کو او اغا و وويني چې دې انسان زيائي و دې قدرات او زيوت جلال سره دې اسمون په وريځې کې رو راون وي. 31 اغا و خپلې فرشتې چې په چګ اووز سره و سيروڼئ وائي رو ولژي او اغا و دې دنيو دې يو سار نه تر بل سار پره خپل غوره شوي خالک روټول کو.

دې اينځر دې ونې نه عبرات ووخستل

(مرقوس ۱۳:_۲۸_-_۳۱ او لوقا ۲۱:_۲۹_-_۳۳)

32 دې اينځر دې ونې نه عبرات ووخلئ. کله چې دې يغې څونګې غيټئ ونسي او پونړيې وکو، بيا توس پئيژئي چې ووړائي رونژدې دائي. 33 بيا په داغا رانګ چې توسې دا ټول شايون ووينئ بيا پوئي شئ چې اغا وخت نژدې دائي بلکې روراسيدلائي دائي. 34 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دا نسل و دې يغې پوره دې ميانځه لوړ نه شي، ترڅو دا ټولې پيشې روميانځ ته شويې نه وي. 35 منځکه او اسمون و دې ميانځه لوړ شي، خو دې مو خبرې و دې ميانځه ايڅ کله لوړې نه شي.

دې انسان دې زي دې روتاګ وخت

(مرقوس ۱۳:_۳۲_-_۳۷ او لوقا ۱۷:_۲۶_-_۳۰، ۱۷:_۳۴_-_۳۶)

36 خو دې يغې وريځې او اغا ساعت نه ايڅوک نه دي خبر، نه دي اسمون فرشتې او نه زيائي، خو خالي پلور په خبر دائي. 37 لکه څرنګې چې دې نوح په زمونه کې شوي وي بيا داسې و دې انسان دې زي دې روتاګ په وخت کې وشي. 38 دې سيلاب په روتاګ نه دې مخته دې يغې وريځې پوره چې نوح کشتئ ته نناوته، بيا خالکې و خواړل او تشل او وادينه و يې کړل. 39 دئ دې يغا وخته پرا نه پئيدل چې څه و کيژي، ترڅو سيلاب روغائي او اغا ټول يې دې ميانځ نه يوړل. بيا دې انسان دې زي روتاګ و هه په داس رانګې وي. 40 بيا په يغ وخت کې که چيرې دوه کاسون په پاټي کې وي، بيا يو و يې بوتلل شي او بل و پريشول شي. 41 او دې دوې شځې نه چې يوځوئي سره مچن کو يوه و يې بوتلل شي او بله و پريشوله شي. 42 بيا بئيدور پنډيژئي، ځکه چې توس نه پئيژئي چې دې توسې تيشتن و په کيمه وريځ روڅي. 43 خو په دا پوئي شئ، که چيرې دې کير خاوند په دا پئيدائي چې غال دې شپې په کيم وخت کې روڅي، بيا و اغا ويش پوتې شوائي وائي او غال و يې نه پرياش چې کير ته يې ويرنناوځي. 44 بيا توس هه بايد تايور پنډيژئي، دې ځکه چې دې انسان زيائي و په يغ وخت کې روشي چې دې توسې په خيال کې و هه نه وي.

وفادور او بې وفا نيکار

(لوقا ۱۲:_۴۱_-_۴۸)

45 اغا وفادور او ويشور نيکار څوک دائي چې مشر يې اغا دې خپلې کورانۍ دې نورې نيکارونې مشر خواش کړائي وي ترڅو اغا ته په خپل وخت ماړئي ويرکو. 46 بختاور دائي اغا نيکار چې مشر يې روشي او اغا په خپله چار کې لګيا وويني. 47 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې مشر و دې خپل ټول مول او جايداد واک يغ ته وير وسپوري. 48 خو که اغا نيکار خاروپ ساړائي وي بيا و دې خپل ځون سره ويائي چې دې خپل مشر روتاګ و مې ډير وخت ونسي. 49 او اغا و دې نورې نيکارونې په والې ټکاولې شيري وکو او دې شروپيونې سره و خوري او تشي، 50 بيا دې يغ نيکار مشر و په اغا وريځ روشي چې نيکار و يې انتظار هه نه لري او په داسې وخت کې و روشي چې اغا و خبر هه نه وي. 51 بيا مشر و اغا ته ساخته سازو ويرکو او اغا و دې منافقونې سره يوځوئي وچاوي چې وولته و خالک ژوړي او خپل غوشينه و چيچي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword