عيسیٰ په مذابي مشرون نيواکه کو
(مرقوس ۱۲:_۳۸_-_۳۹ او لوقا ۱۱:_۴۳_-_۴۶، ۲۰:_۴۵_-_۴۶)
1 بيا عيسیٰ خالکې او خپل شاګردون ته وويل: 2 ”دې شريعت عالمون او فريسيون دې موسیٰ په چاوکئ نوست دي، 3 اغا چې ار څه درته يائي توس يې ومانئ او عمل په وکئ، خو دې يغې په رانګ کورينه مه کئ، ځکه دئ چې څه يائي عمل نه په کو. 4 اغا درونه پانډيکي تاړي او دې خالکې په ايژې يې بور کاوي، خو خپل نه غوړي چې ګوتې هه ويري چې دې پانډيکي په وړل کې ورسره مراسته وکو. 5 کيم کورينه چې اغا يې کو اغا دې دغې پوره کو چې خالک يې وويني، اغا ستر ستر تعويذينه جوړه وي او په خپل تندي او په مټ بندې يې تاړي او داسې چوپانې وغوندي چې ويژده ذينډي لري. 6 اغا دا خواشاوي چې په ولماستيې کې په ډيرې شې ځائينه کې کشيني او په عبادتخانې کې مخکې ځائينه ونسي، 7 او خالک ورته په بازورينه کې سالوم وچاوي او ’ايستوذه، ايستوذه‘ ورته وويائي. 8 خو توس ته بايد ’ايستوذ‘ ونه ويل شي، ځکه چې توسې خالي يو ايستوذ لرئي او توس ټوله سره وريڼه يئ. 9 په داغا دنيو کې ايچا ته ’پلور‘ مه يايئ، ځکه چې توسې خالي يو پلور لرئي چې اغا په اسمون کې دائي. 10 نه دا څوک درته ’ليار وشوينکي‘ يائي، ځکه چې توس خالي يو ليار وشوينکائي لرئي چې اغا مسيح دائي. 11 په توس کې اغا څوک په ټول نه ستر دائي چې دې توسې خذماتګور وي. 12 ځکه ار څوک چې خپل ځون ستر ګڼي اغا و عاجز شي او ار څوک چې خپل ځون عاجز کو اغا و سرلوړائي شي.“
دې مذابي مشرونې منافقات
(مرقوس ۱۲:_۴۰ او لوقا ۱۱:_۳۹_-_۴۲، ۱۱:_۴۴، ۱۱:_۵۲، ۲۰:_۴۷)
13 عيسیٰ زيوته کړه: ”اې منافقونې دې شريعت عالمونې او فريسيونې! دې توسې په حال دا افسوس وي، دې ځکه چې توسې دې اسموني بدشائي دروزې دې خالکې دې پوره بنداوئ، نه توسې وير نناوځئ او نه نور خالک وير پريژدئي چې وير نناوځي. 14 [اې منافقونې دې شريعت عالمونې او فريسيونې! دې توسې په حال دا افسوس وي، ځکه چې توسې دې کونډې مولينه خورئي، خو دې ځون وشولې دې پوره وژدې وژدې داعوګونې کئ، خو خدائ و توس ته په نور نه ساخته سازو دير کو.] 15 اې منافقونې دې شريعت عالمونې او فريسيونې! دې توسې په حال دا افسوس وي، ځکه چې توس په وچه او يبه کې ګرځئ چې کيم څوک خپل دين ته روړاوئي او کله چې دې توسې دين قابيل کو، بيا اغا دې توس نه دوا ګينه زيوت دې ديژاخ دې سازو حقدور شي.
16 افسوس دا وي په توس بندې اې دې ړاندې ليار وشوينکيې! توس يايئ: ’که چيرې څوک دې بيت المقدس په نوم قاسام وخوري، بيا ايڅ خبره نه دو، خو که څوک دې بيت المقدس په سره زار قاسام وخوري بيا اغا مجبور دائي چې په خپل قاسام ويلوړ وي.‘ 17 اې کام عقلې ړاندې! کيم يو يې مهم دائي، سره زار يا بيت المقدس چې سره زار پوک او سپيڅلي کاوي؟ 18 په داغا رانګ توس يايئ: ’که چيرې څوک دې قربانئ دې ځوئي په نوم قاسام وخوري بيا ايڅ خبره نه دو، خو که څوک دې قربانئ دې ځوئي په نذرانې قاسام وخوري بيا اغا مجبور دائي چې په خپل قاسام ويلوړ وي.‘ 19 اې ړاندې خالکې! کيم يو يې مهم دائي، نذرانه يا دې قربانئ ځوئي چې اغا نذرانه پوکه او سپيڅلي کاوي؟ 20 بيا څوک چې دې قربانئ په ځوئي قاسام وخوري، اغا دا قرباني په ځوئي او په کيم سوغاتينه چې خالکې وولته يش دي قاسام خوري، 21 او څوک چې دې بيت المقدس په نوم قاسام خوري، بيا دا دې خدائ په کير او خدائ بندې چې په يغ کې پنډيژي قاسام خوري. 22 څوک چې په اسمون بندې قاسام خوري، بيا اغا دې خدائ په تخت او په اغا چا بندې قاسام خوري چې په اغا تخت بندې کشيني.
23 اې منافقونې دې شريعت عالمونې او فريسيونې! دې توسې په حال دا افسوس وي، ځکه چې توسې دې ويلني، زيرې او زڼکئ لاسمه برخه ويرکاوئي، خو دې شريعت ډير مهم حکمينه لکه عدالات، راحم او وفادوري مم پريشيې دي. توس و بايد په دا ټول بندې عمل کړلائي او اغا نور مم هه دې پام نه نۀ اچاولائي. 24 اې ړاندې ليار وشوينکيې! توسې مياسي دې يبې نه لرې کاوئي، خو ايش پيرا تيراوئي.
25 اې منافقونې دې شريعت عالمونې او فريسيونې! افسوس دا وي دې توسې په حال بندې، دې ځکه چې توسې دې خپلې پيولې او تولئ ورچانې برخې پوکه وائي خو دې ننه نه دې يغې شايونې نه ډاک دي چې حرص او ځون غوشتلې بندې مم ګاټلي دي. 26 اې ړاندې فريسيونې! اوال دې پيولې او تولئ دې نننه برخه پوکه کئ بيا دې ورچانې برخه و يې هه پوکه شي.
27 اې منافقونې دې شريعت عالمونې او فريسيونې! افسوس دا وي دې توسې په حال بندې، ځکه چې توس دې يغې قبرينې په رانګ يئ چې په کيني بندې سپين شوي وي چې په جاواته کوشلي ليده شي، خو دې ننه دې مړيې دې اډيکيې او دې ار رانګ ناپوکئ نه ډاک وي. 28 بيا په داغا رانګ توس هه په جاواته نيک خالک ليده شئ، خو دې ننه دې منافقات او بدئي نه ډاک يئ.“
عيسیٰ دې مذابي مشرونې دې سازو پيشګوئي کو
(لوقا ۱۱:_۴۷_-_۵۱)
29 عيسیٰ زيوته کړه: ”اې منافقونې دې شريعت عالمونې او فريسيونې! افسوس دا وي دې توسې په حال، ځکه چې توسې دې پيغمبرونې زيورتينه جوړه وائي او دې نيکې خالکې قبرينه کوشلي کاوئي 30 او يايئ: ’که چيرې ميژ دې خپلې نيکونې په زمونه کې ژواندي وائي بيا و دې يغې سره دې پيغمبرونې په قاتل کې ګاډ شوي نه وائي.‘ 31 دا خو توس په خپل ځونينه بندې شائدي ويرکاوئي چې توس دې يغې خالکې الود يئ چې پيغمبرون يې قاتل کړي دي. 32 بيا لوړ شئ اغا کورينه چې دې توسې نيکونې شيري کړي وي، سار ته وراساوئي. 33 اې مانګارې او دې مانګارې زامنې! توس و دې ديژاخ دې سازو نه څرنګې خلوص شئ؟ 34 بيا دې دغې په واجې بندې زه توس ته پيغمبرون، ويشور خالک او دې شريعت عالمون دير لاژمه، خو ځنې و توس مړه کئ، ځنې و په صليب رو لاک کئ او ځنې و په عبادتخونې کې په کوړې ووايئ او شار په شار و پسې ګرځئ. 35 بيا دې دغې دې واجې دې ټولې نيکې خالکې وينې چې په منځکه توئيژي، خين و يې دې توس په غوړه وي، دې بې ګناه هابيل نه روخله دې برخيا دې زي زکريا پره چې اغا مم دې خدائ دې کير او دې قربانئ دې ځوئي تر ميانځ وويژنل. 36 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دې دغې ټولې کورينې سازو و دې دغې زمونې خالک ته ويرکاول کيژي.“
دې يروشلم دې پوره دې عيسیٰ خافګان
(لوقا ۱۳:_۳۴_-_۳۵)
37 عيسیٰ زيوته کړه: ”اې يروشلمه، اې يروشلمه! اې اغا شاره چې پيغمبرون ويژنې او کيم کاسون چې دې خدائ دې خو نه دير لاژل کيژي اغا سنګساره وې! مو څو څو ووره وغوشتل چې دې تو خالک داسې سره روټول کمه لکه څرنګې چې چرګه خپل باچي دې خپلې وزرې لوندې سره رټولاوي، خو تو ونه غوشتل. 38 کسه، دې توسې کير توس ته خالي پرياش کيژي. 39 ځکه چې زه توس ته يايمه چې بيا و ايڅ کله مو نه ووينئ ترڅو دا ونه ويايئ: ’مباراک دائي اغا څوک چې دې تيشتن په نوم روڅي.‘“