دې ورو دې ولماستيه مثال

(لوقا ۱۴:_۱۵_-_۲۴)

1 عيسیٰ يورې بيا خالکې ته يو بل مثال رواړ او ويې ويل: 2 ”اسموني بدشائي دې يغ بادشا په رانګ دو چې دې خپل زي دې ورو ووله ولماستيه يې جوړه کړه. 3 يغ خپل نيکارون په روبالل شويې ولمنو پسې ولاژل چې اغا ته وويائي چې ولماستيه ته روشي، خو يغې ونه غوشتل چې روشي. 4 بيا يغ خپل نور نيکارون پسې ولاژل چې اغا ته ويائي: ’دې ورو ولماستيه ته روشئ. مو ماړئي تايوره کړيې دو، دې توسې دې پوره مې غويون او مزي خسي الول کړي دي او ار څه تايور دي.‘ 5 خو يغې يې ايڅ پيروه نه وکړله او په خپل کور پسې لوړل. يو خپل پاټي ته لوړ شه او بل خپل کاروبار ته، 6 او نورې دې يغ نيکارون ونيول، بې عزته يې کړل او ويې ويژنل. 7 بادشا په قهر شه، خپل عسکر يې ولاژل او اغا قاتلون يې وويژنل او شار يې ځنې وسيو. 8 بيا يغ خپل نيکارون ته وويل: ’دې ورو ولماستيه تايوره دو خو کيم خالک چې رو بالل شوائي دائي اغا دې دغې لائق نه وي. 9 بيا ستر چاوکينه ته ووځئ او ار څوک مم چې پئيدو که دې ورو ولماستيه ته يې روبولئ.‘ 10 بيا نيکارون ليارې او چيلې ته وواتل او ار څوک يې چې پئيدو کاوئي شه که شه و او که بد و ټول يې رواستل او په داغا رانګ جارکړينائي دې ولمانې نه ډاک شه.

11 کله چې بادشا دې ولمانې دې ليدلې دې پوره دې ننه ويراغائي، بيا وولته يې يو ساړائي وليد چې دې ورو جومې يې نه وې وغستيې. 12 بادشا پشتنه ځنې وکړله: ’اې دوسته، تو څرنګې دې ورو جومې نه دي وغستيې او دولته روغلائي يې؟‘ اغا غلائي پوتې شه. 13 بيا بادشا خپل خذماتګوريې ته وويل: ’دې يغ لوس او پشې وتاړئي او دې ورچانې په تياره کې يې سنړ وايئ يعني په اغا ځوئي کې چې خالک و ژوړي او خپل غوشينه و چيچي.‘“

14 عيسیٰ په اخيره کې وويل: ”روبالل شوي ډير دي، خو غوره شوي لژ دي.“

دې ټيکس ويرکاولې په حق کې پشتنه

(مرقوس ۱۲:_۱۳_-_۱۷ او لوقا ۲۰:_۲۰_-_۲۶)

15 بيا فريسيون لوړل او په خپله کې يې مشوره وکړه چې څرنګې عيسیٰ په خپلې خبرې کې رو ونسي. 16 بيا يغې ځنې خپل ليارتلينکي دې هيروديس دې طرفدورونې سره عيسیٰ ته ولاژل چې يغ ته ويائي: ”اې ايستوذه! ميژ پئيژي چې ته يو صادق ساړائي يې او په رشتيني طريقه دې خدائ دې ليارې تعليم ويرکاوې. ته دې ايچا طاراپ نه کې که اغا ار څوک وي. 17 بيا ميژ ته ويايه چې دې دغې په حق کې دې تو څه نظير دائي؟ ايا دې روم بادشا ته ټيکس ويرکاول راوو دي که نه؟“ 18 خو عيسیٰ دې يغې په بدنياتي بندې پوئي شه او اغا ته يې وويل: ”اې منافقونې، توسې ويلې اڅه کئ چې مو وزميئ؟ 19 اغا سيکه چې توس په خپل ټيکس ويرکاوئي موته روشايئ.“ يغې ورته يوه رومي سيکه روړله. 20 عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه: ”په دا بندې دې چا تاوصير او دې چا نوم دائي؟“ 21 يغې ځاوب ويرکه: ”دې بادشا.“ بيا عيسیٰ يغې ته وويل: ”څه چې دې بادشا دي اغا بادشا ته ويرکئ او څه چې دې خدائ دي اغا خدائ ته ويرکئ.“ 22 کله چې يغې دا وورويدل بيا حيرون شول او اغا يې پرياش او ځنې لوړل.

دې قيامات دې وريځې په حق کې پشتنه

(مرقوس ۱۲:_۱۸_-_۲۷ او لوقا ۲۰:_۲۷_-_۴۰)

23 په اغا وريځ صدوقيون چې دې مارګ نه ورستې دې بيا روژواندي کيدلې نه منکر وي، عيسیٰ ته روغلل او دې يغ نه يې يو سول وکه: 24 ”ايستوذه! موسیٰ ويلي دي چې که يو ساړائي بې الوده مړ شي، بيا ورور يې بايد دې يغ کونډې سره ورو وکو ترڅو چې دې يغ الودينه پيدو شي او اغا يې دې مړه ورور الودينه وګاڼل شي. 25 په يو وخت کې اووه وريڼه وي، اواليني ورور يې ورو وکړه او اغا بې الوده مړ شه او دې يغ کونډه دې يغ ورور ته پوتې شوه. 26 په دا رانګې دوام، درام او تر اووم پوره دې يغې شځې سره ورو وکړلې او ټول بې الوده مړه شول. 27 په اخره کې اغا شځه هه مړه شوه. 28 بيا ميژ ته ويايه چې دې قيامات په وريځ و اغا دې کيم يو شځه وي؟ ځکه چې ټولې ورسره ورو کړيې وه؟“

29 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”دې توسې غلاطي په دا کې دو چې نه دې خدائ په کلام پئيژئي او نه دې خدائ دې قدرات نه خبر يئ. 30 دې ځکه چې دې قيامات په وريځ کله چې مړي بيا روژواندي کيژي، نه ساړي ورو کو او نه و شځې چاته ووده کيژي، خو اغا و دې اسمون دې فرشتې په رانګ وي. 31 خو دې مړيې دې بيا روژواندي کيدلې په حق کې توسې نه دې ويلي چې خدائ توس ته څه ويلي دي؟ خدائ ويلي دي: 32 ’زه دې ابراهيم خدائ، دې اسحاق خدائ او دې يعقوب خدائ يمه.

خدائ دې مړې خدائ نه، بلکې دې ژواندائي خدائ دائي.‘“

33 کله چې خالکې دې يغ خبرې وورويدلې، بيا دې يغ تعليم ته حيرون شول.

ستر حکم

(مرقوس ۱۲:_۲۸_-_۳۴ او لوقا ۱۰:_۲۵_-_۲۸)

34 کله چې فريسيون خبر شول چې عيسیٰ دې صدوقيونې خولې باند کړلې، بيا سره روټول شول، 35 په اغا کې يو کاس چې دې شريعت عالم و دې ازميشت دې پوره يې دې عيسیٰ نه پشتنه وکړه: 36 ”ايستوذه، په شريعت کې په ټول نه ستر حکم کيم يو دائي؟“ 37 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”دې خپل تيشتن خدائ سره دې زړه دې ميانځه، په ټول روح او په ټول عقل سره مينه که. 38 دا په ټول نه ستر او اوالينائي حکم دائي. 39 دوام حکم هه دې اواليني حکم په رانګ ضروري دائي چې دې خپل ګاونډي سره دې خپل ځون په رانګ مينه که. 40 ټول تورات او دې پيغمبرونې ليکنې په دا دواسره حکمينه بندې ويلوړ دي.“

مسيح دې چا زيائي دائي؟

(مرقوس ۱۲:_۳۵_-_۳۷ او لوقا ۲۰:_۴۱_-_۴۴)

41 عيسیٰ دې يغې فريسيونې نه چې وولته سره روټول شوي وي پشتنه وکړله: 42 ”توس دې مسيح په حق کې څه فکر کئ؟ اغا دې چا زيائي دائي؟“ يغې ځاوب ويرکه: ”دې داود زيائي.“ 43 عيسیٰ پشتنه وکړه: ”بيا څرنګې داود دې خدائ دې روح په قدرات يغ ته مشر يائي؟ دې ځکه چې داود يائي:

44 تيشتن دې مو مشر ته وويل:

’دې مو شي لوس ته کشينه

ترڅو دې تو ديشمنون کمه دې تو تر پشې لوندې.‘

45 بيا دا چې داود مسيح ته مشر يائي، بيا څرنګې کيدائي شي چې مسيح دې داود زيائي وي؟“

46 ايچا دې يغ په ځاوب کې څه ونه شول ويلائي او دې يغې وريځې نه ورستې ايچا دا جرات ونه که چې دې يغ نه نورې پشتنې وکو.

Sorry, no results.
Please try another keyword