په کاميابئ سره يروشلم ته دې عيسیٰ نناواتل
(مرقوس ۱۱:_۱_-_۱۱ او لوقا ۱۹:_۲۸_-_۴۰ او يوحنا ۱۲:_۱۲_-_۱۹)
1 کله چې عيسیٰ او شاګردون يې يروشلم ته نژدې شول او بیت_فاجي ته چې دې زيتون په غره کې وه وراسيدل، بيا عيسیٰ خپل دوا شاګردون ولاژل 2 او اغا ته يې وويل: ”اغا مخومخ کلي ته ويرشئ، بيا وولته و يوه خره ووينئ چې دې خپل کثکي سره و تاړليې شوې وي. اغا روخلوصه کئ او موته يې روالئ. 3 که چا څه درته ويل بيا ورته ويايئ چې دا دې ميژ دې ايستوذ په کور دي، بيا اغا و په مخ توس ته اجازات دير کو چې اغا بوځئ.“ 4 په دا رانګ و دې پيغمبر* اغا وئينو رشتيا شي چې يائي:
5 دې صهيون خالک ته ويايئ چې دې توسې بادشا دائي ديرراون چې عاجز دائي او په خره بندې سور دائي، يعني دې خرې په کثکې بندې سور دائي.
6 شاګردون لوړل او څرنګې چې عيسیٰ ورته ويلي وي اغا رانګ يې وکړل. 7 يغې خره او کثکائي رواستل او خپل څاپينړائي يې په وچووه او عيسیٰ په سور شه. 8 ډيرې زيوتې خالکې په ليار کې ورته خپلې جومې ړانګې کړلې او ځنې خالکې دې ونې څونګې روپرې کړلې او په ليار کې يې ورته وچاولې. 9 کيم خالک چې په يغ نه دې مخته او څټ ته راون وي سيرې يې والې: ”ثنا دا وي دې داود زي ته، مباراک دائي اغا څوک چې دې تيشتن په نوم روڅي. ثنا دا وي تيشتن تعالی ته.“ 10 کله چې عيسیٰ يروشلم ته وير نناوته بيا په ټول شار کې شور او نعوره ګاډه شوله، خالکې پشتنه کړله: ”دا څوک دائي؟“ 11 بيا کيم خالک چې دې عيسیٰ سره ملګري وي ځاوب يې ويرکه: ”دا عيسیٰ پيغمبر دائي چې دې جليل دې ناصرت نه روغلائي دائي.“
عيسیٰ دې خدائ دې کير نه سودوګرون ورړاوي
(مرقوس ۱۱:_۱۵_-_۱۹ او لوقا ۱۹:_۴۵_-_۴۸ او يوحنا ۲:_۱۳_-_۲۲)
12 عيسیٰ بيت المقدس ته نناوته او دې يغ ځوئي نه يې دې خرڅاوينکيې او ووخستينکيې په ورړاول بريد وکه او دې صرافونې ميزينه او دې کاوتارې خرڅاوينکيې چاوکئ يې په بل مخ ووړاولې، 13 او اغا ته يې وويل: ”دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
**’دې مو کير و دې داعو دې کير په نوم يوديژي‘
خو توسې ځنې دې غلې دې پټيدلې ځوئي جوړ کړائي دائي.“
14 بيت المقدس کې ورته ړونده او ګوډون روغلل او اغا ته يې شفا ويرکړله. 15 خو کله چې مشرونې امامونې او دې شريعت عالمونې دې عيسیٰ حيروناوينکې معجزې چې يغ وشويې وې، وليدلې او بيت المقدس کې يې دې واړيکي سيرې وورويدلې چې ويل يې: ”دې داود زي ته دا ثنا وي.“ بيا اغا خفا شول. 16 بيا دې عيسیٰ نه يې پشتنه وکړله: ”دا واړيکي چې څه يائي ته يې ووروې؟“ عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”اې، زه يې ورومه. ايا توس دې خدائ په کلام کې نه دي ويلي***:
خدايه ته و وړيکيې او تي راودينکيې ته دا وير زده کاوي چې دې تو ثنا ويائي؟“
17 عيسیٰ اغا پريشول او دې شار نه ووته. بيت_عنيا ته لوړ شه او وولته يې شپه تيره کړله.
عيسیٰ دې اينځر په ونه لعنت يائي
(مرقوس ۱۱:_۱۲_-_۱۴، ۱۱:_۲۰_-_۲۴)
18 سابو ګائيز کله چې عيسیٰ په څټ يروشلم ته روته بيا وژائي شه. 19 دې ساړک په غوړه يې دې اينځر ونه* وليدله بيا اغا پسې ويراغائي، خو په اغا کې يې دې پونړيې نه ورا بل ايڅ شائي نه وليده. بيا اغا ونې ته يې وويل: ”ته دا نوره ايڅ کله ميوه نه ونسي.“ او په مخ اغا ونه وچه شوله.
20 کله چې شاګردونې دا وليدل، بيا حيرون شول او پشتنه يې ځنې وکړه: ”دا دې اينځر ونه دامره زر څرنګې وچه شوله؟“ 21 عيسیٰ ورته ځاوب ويرکه: ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې که چيرې توسې ايمون ولرئي او شک نه وکئ بيا و توس هه وکړائي شئ چې داس کور وکئ لکه څرنګې چې مو دې اينځر دې ونې سره وکه. خالي دا کور نه بلکې که توس داغا غره ته هه ويايئ چې چګ شه او داريوب ته ولويژه بيا و داسې وشي. 22 که توس ايمون ولرئي بيا و ار څه چې په داعو کې يې وغوړئي اغا و لوس ته روړئي.“
دې عيسیٰ دې اختيار په حق کې پشتنه
(مرقوس ۱۱:_۲۷_-_۳۳ او لوقا ۲۰:_۱_-_۸)
23 عيسیٰ په څټ بيت المقدس ته روغائي او تعليم يې ويرکاوه چې مشرون امامون او دې قوم مشرون ورته روغلل او پشتنه يې ځنې وکړله: ”چا توته دا حق دير کړائي دائي چې دا کورينه کې؟ توته چا دا واک او اختيار دير کړائي دائي چې دا کورينه وکې؟“ 24 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”زه هه دې توسې نه يوه پشتنه کمه، که توسې ځاوب روکه بيا و زه هه درته ويايمه چې زه په کيم اختيار سره دا کورينه کمه. 25 بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ ته دا اختيار چا وير کړائي و چې خالک ته دا بپتسمه ويرکو؟ اغا دې خدائ دې طاراپ نه و که دې انسان دې طاراپ نه؟“ يغې په خپل ميانځ کې سره باحث وکه او ويې ويل: ”که چيرې ويائي دې خدائ دې طاراپ نه و، بيا و اغا ويائي چې بيا توسې ويلې په يغ بندې ايمون نه رواړ؟ 26 که چيرې ويائي چې دې انسان دې طاراپ نه و، بيا دې خالکې نه ډاريژي دې ځکه چې اغا ټول يحيیٰ پيغمبر ګاڼي.“ 27 بيا يغې عيسیٰ ته په ځاوب کې وويل: ”ميژ نه پئيژي.“ عيسیٰ ورته وويل: ”بيا زه هه توس ته نه يايمه چې په کيم اختيار دا کورينه کمه.“
دې دوې زامنې مثال
28 عيسیٰ زيوته کړله: ”توس دې دغې په حق کې څه فکر کئ؟ يو ساړائي و چې دوا زامن يې لارل. اغا خپل مشر زي ته ويراغائي او ويرته ويې ويل: ’زامنه! لوړ شه او نن دې انګير په بوغ کې کور وکه.‘ 29 يغ ځاوب ويرکه: ’زه نه څمه.‘ خو دې ورستې پشيمون شه او لوړ شه. 30 بيا اغا ساړائي خپل کشر زي ته ويراغائي او يغ ته يې هه دا خبره وکړله. يغ ځاوب ويرکه: ’څمه، پلوره.‘ خو نه شه لوړ. 31 په يغې دواسره زامن کې کيم يو دې خپل پلور خبره ومنله؟“ يغې وويل چې مشر زي يې. بيا عيسیٰ ورته وويل: ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې ټيکس ټولاوينکي او فاحشي و په توس نه مخ ته دې خدائ بدشائي ته وير نناوځي. 32 ځکه چې يحيیٰ توس ته روغائي چې دې صداقت ليار دير وشائي، خو توسې په يقين نه وکه، خو ټيکس ټولاوينکي او فاحشيونې يقين په وکه او سره دې دغې چې توس دا وليدل، خو پشيمونه نه شوائي او يقين مم نه په وکه.“
دې انګيرونې دې بوغ او دې بدکوره زميندورونې مثال
(مرقوس ۱۲:_۱_-_۱۲ او لوقا ۲۰:_۹_-_۱۹)
33 عيسیٰ وويل: ”يو بل مثال ووروئي. يو زميندور و چې دې انګيرونې بوغ يې جوړ که او ګړد وړد يې په ديول بادال که او په بوغ کې يې دې انګير نه دې شاربات ياستلې دې پوره بټئ جوړه کړه او دې سوتلې دې پوره يې پکې يوه ټامکه هه جوړه کړله. بيا يې اغا زميندورون ته په اجاره ويرکړه او خپله بل وطن ته په سفر راون شه. 34 کله چې دې انګيرونې دې روټولاولې وخت روراسيده، بيا يغ خپل نيکارون زميندورونې ته وير ولاژل چې خپله برخه ځنې ووخلي. 35 زميندورونې دې يغ نيکارون ونيول، يو يې ورته وويه او بل يې مړ که او درام يې سنګسار که. 36 دې بوغ خاوند دا وور زيوت نيکارون ويرولاژل او زميندورونې دې يغې سره هه اغاسې چار وکړله. 37 په اخيره کې يې خپل زيائي ويرولوژه او فکر يې وکه چې اغا و دې مو دې زي لحاظ وکو. 38 خو کله چې زميندورونې دې يغ ساړي زيائي وليده بيا يې په خپل ميانځ کې سره وويل: ’دا يې وارث دائي، روڅئ چې مړ يې کي او ميروث و يې دې ميژ شي.‘ 39 اغا يې ونيو او دې انګيرې دې بوغ نه يې دې ورچانې ويوست او مړ يې که. 40 بيا چې کله دې بوغ خاوند روشي، دې زميندورونې سره و څه وکو؟“ 41 يغې ځاوب ويرکه: ”اغا و دا بادکورائې خالک په بې راحمئ سره وويژني او بوغ و نور زميندورون ته په اجاره ويرکو چې دې فاصل روټولاولې په وخت کې و يغ ته خپله برخه ويرکو.“
42 بيا عيسیٰ يغې ته وويل: ”ايا توس چيرې دې خدائ په کلام کې نه دي ويلي**:
’کيمه تيژه چې خاټګرې راده کړه
اغا ويس دې بيزل اصلي تيژه شوه.
دا کور دې تيشتن دې طرفه وشه
او دې ميژ په نظير کې عجيبه ليده شي.‘
43 بيا دې دغې واجې زه توس ته يايمه چې دې خدائ بدشائي و دې توسې نه ووخستله شي او اغا خالک ته و ويرکړلائي شي چې شه ميوه نسي. 44 ار څوک چې په دا تيژه بندې رو ولويژي، بيا و اغا ټوټې ټوټې شي او که اغا تيژه په چا بندې رو ولويژي، بيا اغا و زرې زرې کو.“
45 کله چې مشرونې امامونې او فريسيونې دې عيسیٰ دا مثالينه وورويدل بيا اغا پوئي شول چې اغا دې دئ په حق کې خبرې کو. 46 يغې غوشتل چې عيسیٰ ونسي، خو دې خالکې نه ډاريدل، ځکه چې خالکې عيسیٰ پيغمبر ګوڼه.