دې انګير دې بوغ مزديرون

1 عيسیٰ زيوته کړله: ”اسموني بدشائي داسې دو لکه دې منځکې خاوند چې ګائيز واختي دې کير نه ووته، ترڅو دې خپل انګير دې بوغ دې پوره مزديرون ونسي. 2 کله چې يغ ورسره يو دينار يعني دې وريځونې مزديرئي په حق کې ورسره جوړ شه، بيا يې اغا ولاژل چې په بوغ کې يې چار وکو. 3 دې ګائيز په نهه باجې اغا دې ورچانې ووته بيا ځنې خالک يې وليده چې په بازور کې لايه ويلوړ وي. 4 اغا ته يې وويل: ’توس هه لوړ شئ او دې مو دې انګير په بوغ کې چار وکئ او زه و توس ته مناسبه مزديري دير کمه.‘ بيا اغا لوړل. 5 اغا دې غارمې په وخت کې او بيا په درې باجې بازور ته لوړ شه او دې نورې کاسونې سره يې هه اغا رانګ کور وکه. 6 دې موزديګار لوندې بوندې پينځه باجې اغا بازور ته لوړ شه او نور خالک يې وليدل چې وولته لايه ويلوړ وي. دې يغې نه يې پشتنه وکړله: ’توس ويلې ټوله وريځ دولته لايه ويلوړ يئ؟‘ 7 يغې ځاوب ويرکه: ’ځکه چې ميژ ته ايچا دې کور دې پوره څه نه دي ويلي.‘ يغ ورته وويل: ’توس هه لوړ شئ او دې مو په بوغ کې کور وکئ.‘

8 کله چې لماشوم شه، بيا دې بوغ مالک خپل نيکار ته وويل: ’مزديرون رو وغوړه او دې يغې مزديري دئ ته ويرکه، اوال يې اغا خالک ته ويرکړله چې ورستې روغلي وي او بيا يې پسې اغا ته ويرکړله چې اوال روغلي وي.‘ 9 کيمې خالکې چې لوندې بوندې پينځه باجې کور شيري کړائي و روغلل او دې پيرا وريځې مزديري يې ووخستله. 10 کله چې دې يغې مزديرونې وور روراسيده چې اوال روغلي وي، بيا اغا په دا تامه وي چې په نور نه و زيوته مزديري ووخلي، خو اغا ته هه دې نورې په اندازه ويرکړل شوه. 11 کله چې يغې خپله مزديري وخاستله بيا يې دې بوغ مالک ته ګيله وکړله. 12 يغې وويل: ’دا خالک چې ورستې روغلل يغې خالي يو ساعت کور کړائي دائي، حال دا چې ميژ ټوله وريځ په سره غورمه کې کور کړائي دائي خو بيا هه تو اغا ته دې ميژ سره يو بروبار مزديري ويرکړله.‘ 13 دې بوغ مالک په اغا کې يوه ته وويل: ’ملګريه! مو درسره ايڅ بې انصافي نه دو کړيې. ايا تو خپل دا ونه مانل چې په يوه دينار و ټوله وريځ کور کې؟ 14 خپله مزديري دې ووخله او څا. دا دې مو خواشه دو چې ورستې روغلي ساړي ته هه دامره وير کمه څومره مې چې توته دير کړله. 15 ايا زه حق نه لارمه چې په خپلې پائسې بندې چې څه وغوړمه اغا وکمه؟ يا په دا بندې بخيلي کې چې زه ساخي يمه؟‘“

16 بيا عيسیٰ وويل: ”په دا رانګ و اواليني ورستي شي او ورستي و اوال شي.“

عيسیٰ په درام وور دې خپل مارګ په حق کې پيشګوئي کو

(مرقوس ۱۰:_۳۲_-_۳۴ او لوقا ۱۸:_۳۱_-_۳۴)

17 کله چې عيسیٰ يروشلم ته راون و بيا يې په ليار کې خپل دولاس شاګردون يو کونج ته کړل او ورته ويې ويل: 18 ”کسئ، ميژ ويس يروشلم ته څي او دې انسان زيائي و مشرون امامون او دې شريعت عالمون ته په لوس ويرکړلائي شي او اغا و په دې مارګ حکم وکو. 19 غير يهوديونې ته و يې وسپوري ترڅو اغا وربندې مالانډې ووائي، په کوړې يې ووائي او په صليب بندې يې لاک کو. خو په درمه وريځ و بيا روژواندائي شي.“

دې يوې مور غوشتنه

(مرقوس ۱۰:_۳۵_-_۴۵)

20 بيا دې زبدي شځه دې خپلې دوې زامنې سره عيسیٰ ته روغله، دې يغ په پشې کې ولويدله او دې يغ نه يې وغوشتل چې په اغا بندې احسان وکو. 21 عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه: ”څه غوړې؟“ يغې وويل: ”دې مو سره وعده وکه چې دې تو په بدشايئ کې دې مو دا دواسره زامن دې تو په څانګ کې کشيني، يو دا دې شي لوس ته کشيني او بل ګڅ لوس ته.“ 22 عيسیٰ يغې ته په ځاوب کې وويل: ”توس نه پئيژئي چې څه غوړئي. کيمه دې مصيبت پيوله چې زه و يې تشمه توس اغا تشلائي شئ؟“ يغې ځاوب ويرکه: ”اې، ميژ يې کړائي شي.“ 23 عيسیٰ يغې ته وويل: ”بې دې شاکه، توس و دې مو پيوله وتشئ، خو دا دې مو په اختيار کې نه دي چې څوک و دې مو شي يا کيڼ لوس ته کشيني. دا ځائينه دې يغې خالکې دې پوره دي چې دې مو پلور ورته تايور کړې دي.“ 24 کله چې يغې نورې لاسې شاګردونې دا ورويدل، بيا اغا دې يغې دوې وريڼې نه خفا شول. 25 خو عيسیٰ اغا روغوشتل او ورته ويې ويل: ”توس پئيژئي چې په دنيو کې دې غير يهوديونې واکمنون په خپل خالک بندې مشري کو او مشرون يې ورته خپل زور وشائي. 26 خو په توس کې دا داسې نه وي. که په توس کې څوک غوړي چې ستر وګاڼل شي، بيا دا دې نورې خذماتګور شي 27 او ار څوک چې غوړي چې په ټول نه اوال شي بيا دا دې نورې خذمات وکو. 28 حتي دې انسان زيائي دې دغې دې پوره ندائي روغلائي چې خيذمات يې وشي بلکې دې نورې خيذمات وکو او خپل ژوند دې ډيرې خالکې دې خلوصين دې پوره فديه کو.“

دوا ړونده سترګاور کاول

(مرقوس ۱۰:_۴۶_-_۵۲ او لوقا ۱۸:_۳۵_-_۴۳)

29 کله چې عيسیٰ او دې يغ شاګردون دې اريحا دې شار نه تلل، بيا ګاڼ شمير خالک ورپسې راون شول. 30 دې ليارې په غوړه دوا ړونده نوست وي. کله چې اغا خبر شول چې عيسیٰ په دا ليار تيريژي بيا يې سيرې کړلې: ”اې شوغليه، اې دې داود زامنه! په ميژ راحم وکه.“ 31 خالکې اغا سپک کړل او ورته ويې ويل چې غلي شئ. خو يغې نورې هه سيرې ووالې: ”اې شوغليه، اې دې داود زامنه! په ميژ راحم وکه.“ 32 عيسیٰ ودريده او اغا ته يې وير ژاغ کړل او پشتنه يې ځنې وکړه: ”دې مو نه څه غوړئي چې درته ويې کمه؟“ 33 يغې ورته وويل: ”اې شوغليه، غوړي چې سترګې مم سترګاورې شي.“ 34 دې عيسیٰ زړه په وسيو او دې يغې په سترګې يې لوس کشياش او اغا په مخ سترګاور شول او په يغ پسې راون شول.

Sorry, no results.
Please try another keyword