دې طالوق په حق کې پشتنه

(مرقوس ۱۰:_۱_-_۱۲)

1 کله چې عيسیٰ دا خبرې ختم کړلې، بيا دې جليل نه راون شه او دې يهوديې سيمې ته چې دې اردن دې سيند په بله غوړه پراته وه لوړ شه. 2 ګاڼ شمير خالک ورپسې راون وي او عيسیٰ اغا ته وولته شفا ويرکړله.

3 ځنې فريسيون يغ ته روغلل او دې دغې دې پوره چې اغا وازموئي، بيا يې پشتنه ځنې وکړه: ”ايا دا راوو دو چې يو ساړائي دا خپله شځه چې په کيم داليل وي طالوقه کو؟“ 4 عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”ايا توسې نه دي ويلي چې په شيرې کې چې کله خالق انسانون پيدو کړل، بيا اغا يې نر او شځه پيدو کړل؟ 5 او خدائ وويل:

***بيا په دا واجې بندې ساړائي خپل مور او پلور پريژدي او دې خپلې شځې سره يوځوئي شي او دواسره يو سيرات شي.

6 بيا اغا دوا کاسون نه بلکې يو سيرات وي. بيا څرنګې چې خدائ اغا سره يوځوئي کړي دي، انسان بايد اغا سره ګوشي نه کو.“ 7 فريسيونې دې عيسیٰ نه پشتنه وکړله: ”بيا موسیٰ دې دغې په حق کې ويلې حکم کړائي دائي چې يو ساړائي کړلائي شي چې خپلې شځې ته طالوق نومه ويرکو او اغا ورړه کو؟“ 8 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”موسیٰ توس ته دې دغې دې پوره اجازات دير که چې خپلې شځې ته طالوق ويرکئ، دې ځکه چې دې توسې زړينه ساخت وي. خو دې پيدوئشت دې وخت نه داس نه وي. 9 زه توس ته يايمه چې که څوک خپله شځه دې زنا کړلې نه وره په کيم بل داليل طالوقه کو او دې بلې شځې سره ورو وکو بيا اغا زنا کو.“

10 شاګردونې عيسیٰ ته وويل: ”که دې ميړه او شځې په ميانځ کې دا حال وي، بيا و دا شه وي چې څوک لوړه ورو نه وکو.“ 11 خو عيسیٰ يغې ته وويل: ”ار څوک دا خبره نشي مانلائي خو ګوشي يې اغا خالک مانلائي شي چې خدائ داغا طاقات اغا ته وير کړائي وي. 12 دا چې ځنې خالک ورو نشي کړلائي رانګ رانګ دليلينه لري: ځنې داسې دي چې دې مور نه نرشځون پيدو شوي دي او ځنې دې انسانونې دې خو نه خاصيون شوي دي او نور دې اسموني بدشايئ په خاطر ورو نه کو. بيا څوک يې چې مانلائي شي اغا دا يې وماني.“

عيسیٰ واړيکيې ته براکات ويرکاوي

(مرقوس ۱۰:_۱۳_-_۱۶ او لوقا ۱۸:_۱۵_-_۱۷)

13 په دا وخت کې ځنې خالکې عيسیٰ ته خپل واړيکي رواستل چې خپل لوس دې يغې په سرينه بندې کشيژدي او دې يغې دې پوره داعو وکو، خو شاګردونې اغا سپک کړل. 14 خو عيسیٰ يغې ته وويل: ”پريژدئي چې واړيکي موته روشي او اغا مه مانې کاوئي، دې ځکه چې اسموني بدشائي هه دې داسې خالکې دو.“ 15 عيسیٰ خپل لوس دې يغې په سرينه بندې کشياش، براکات يې ورته ويرکه او بيا راون شه.

په اسموني بدشايئ کې دې مالدوره ساړي ننواتل ډير ګرون دي

(مرقوس ۱۰:_۱۷_-_۳۱ او لوقا ۱۸:_۱۸_-_۳۰)

16 داسې وشول چې يو ساړائي عيسیٰ ته روغائي او پشتنه يې ځنې وکړه: ”ايستوذه! زه داسې کيم نيک کور وکمه چې تل پوتې ژواندين وګاټمه؟“ 17 عيسیٰ يغ ته وويل: ”دې نيکئ په حق کې ويلي دې مونه پشتنه کې؟ خالي اغا يو ذات دائي چې نيک دائي، خو که ته غوړې چې تل پوتې ژواندين تر لوسه کې، بيا دې يغ په حکمينه عمل وکه.“ 18 يغ ساړي پشتنه وکړله: ”کيم حکمينه؟“ عيسیٰ وويل: ”قاتل مه که، زنا مه که، غلا مه که، دې درويغې شائدي مه ويرکاوه. 19 دې خپل مور او پلور عزت که او دې خپل ګاونډي سره دې خپل ځون په رانګ مينه که.“ 20 يغ ځوون ځاوب ويرکه: ”په دا ټول مې عمل کړائي دائي، نور څه وکمه؟“ 21 عيسیٰ ورته وويل: ”که ته غوړې چې پيرا شې، بيا لوړ شه او خپل ار څه چې لارې خارڅ که او پائسې يې غريبون ته ويرکه، بيا و ته په اسمون کې خزونې ولري. بيا روشه او دې مو پيروي وکه.“ 22 کله چې يغ ځون دا خبرې ورويدې بيا دې يغ ځوئي نه غمجن راون شه، دې ځکه چې يغ ډير مول او جايداد لوره.

23 عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل: ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې مالدار ساړي ته دې اسمون بدشائي ته نناواتل ډير ساخت کور دائي. 24 زه يورې بيا توس ته يايمه چې دې ستنې په سروي بندې دې ايش تيريدل اسون دي په داغا نه چې يو مالدار ساړائي دا دې خدائ بدشائي ته وير نناوځي.“ 25 کله چې شاګردونې داغا خبرې ورويدلې، بيا ډير حيرون شول او پشتنه يې وکړه: ”بيا څوک کړائي شي چې خلوصين وميمي؟“ 26 عيسیٰ يغې ته وکاتل او ويې ويل: ”دې انسان دې پوره دا ډيره ګرونه دو خو دې خدائ دې پوره ار څه ممکن دي.“

27 بيا پطروس ورته وويل: ”وکسه، ميژ ار څه پريشي دي او په تو پسې راون شوي يې. بيا ميژ و څه لوس ته روري؟“ 28 عيسیٰ يغې ته وويل: ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې په روتلينکيې نويې دنيو کې چې کله دې انسان زيائي خپل دې جلال نه ډاک تخت بندې کشيني، بيا توس دولاس کاسون چې دې مو ليارتلينکی يئ هه په دولاس تاختينه بندې کشينئ او دې اسرائيلې دې دولاسې قابيلې قاضيون و شئ. 29 ار چا چې دې مو په خاطر خپل کورينه، وريڼه، خوانديې، مور او پلور، الودينه او خپلې منځکې پريشيې دي، اغا و سل ګينه لوس ته روري او تل پوتې ژواندين و ورته ويرکړائي شي. 30 خو ډير چې ويس اوال دي، اغا و اخير شي او ډير چې ويس اخير دي اغا و اوال شي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword