دې ټولې نه ستر څوک دائي؟
(مرقوس ۹:_۳۳_-_۳۷ او لوقا ۹:_۴۶_-_۴۸)
1 په دا وخت کې شاګردون عيسیٰ ته روغلل او پشتنه يې ځنې وکړله: ”په اسموني بدشائي کې په ټول نه ستر څوک دائي؟“ 2 عيسیٰ يو واړيکائي روغوشته او دې خالکې په ميانځ کې يې ودروو، 3 او ويې ويل: ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې ترڅو پرا چې توس په خپل ځون کې بادلين نه روالئ او دې وړيکنکي په رانګ نه شئ بيا و ايڅ کله هه اسموني بدشائي ته وير دننه نه شئ. 4 ار څوک چې خپل ځون دې دغ واړيکي په رانګ عاجز کو، بيا و په اسموني بدشائي کې په ټول نه ستر وي 5 او ار څوک چې داسې يو وړيکنکائي دې مو په نوم قابيل کو بيا اغا مو قبلاوي.
دې نورې دې اسواسې سبب مه جوړيژئي
(مرقوس ۹:_۴۲_-_۴۸ او لوقا ۱۷:_۱، ۲)
6 خو ار اغا څوک چې دې دغې خالکې نه چې دې واړيکي په رانګ په مو بندې ايمون لري، دې چا دې ګونانګوريدلي سبب شي، بيا دې يغ دې پوره و دا شه وي چې په خپله غوړه کې دې ژراندې يو ستر پل وچاوي او په يو ګړيب داريوب کې ډيب شي. 7 افسوس دا وي په دا دنيو چې دې داسې اسوسې سبب ګرځي. دا اسوسې و خامخا روڅي خو افسوس دې يغ په حال چې دې دغې اسوسې سبب ګرځي.
8 که چيرې دې تو لوس يا پشه دې تو دې ګناه سبب ګرځي، بيا اغا پرې که او لرې يې سنړ وايه، دې ځکه چې دې تو دې پوره و دا شه وي چې دې يو لوس او يوې پشې سره تل پوتې ژواندين ته وير داخل شې، نه دا چې په دواسره لوسينه او پشې روغ وې او تل پوتي يور ته وچاول شې. 9 او که چيرې دې تو سترګه دې تو دې ګناه سبب وګرځي، بيا اغا وبوسه او لرې يې سنړ وايه، ځکه چې دې تو دې پوره و دا شه وي چې دې يوې سترګې سره تل پوتې ژواندين وميمې، نه دا چې دې دوې سارې سترګې سره دې ديژاخ يور ته سنړ والل شې.
دې ورک شوي پسه مثال
(لوقا ۱۵:_۳_-_۷)
10 کسئ، په دا خالک کې چې دې واړيکي په رانګ په مو بندې ايمون لري، يوه ته هه په الکه سترګه مه کسئ. زه توس ته يايمه چې دې يغې فرشتې په اسمون کې ار وخت دې مو دې اسموني پلور په حضور کې حاضرې وي. [ 11 ځکه چې دې انسان زيائي روغلائي دائي چې ورک شوي وژغوري.]
12 توس څه فکر کئ؟ داس يې شمير کئ چې يو ساړائي سل پسون لري او يغ نه يو ورک شي، بيا اغا و څه کو؟ ايا اغا و دا نهه اتيالاس پسون دې غونډئي په لامنې کې پرې نژدې او اغا دې ورک شوي پسه دې غوشتلې دې پوره و لوړ نه شي؟ 13 کله چې اغا مينده کو، بيا په يقين سره زه توس ته يايمه چې اغا ساړائي و دې يغ نهه اتيالاس پسون نه چې ورک شوي نه دي په اغا يو بندې ډير خواشول شي. 14 بيا په داغا رانګ دې توسې اسموني پلور نه غوړي چې دې دغې خالکې نه چې دې واړيکي په رانګ په مو بندې ايمون لري، يو هه دې ميانځه لوړ شی.
کله چې يو ايماندور ګناه کو
15 که چيرې دې تو ورور دې تو په مخ کې کيمه بدي وکو، بيا وير شه او خپله غلاطي يې وير وشايه او دا خبره دا ګوشي دې تو او دې يغ په ميانځ کې وي. که اغا خپله غلاطي وماني، بيا و دې ورور په څټ خپل کې. 16 خو که چيرې اغا دې تو خبرې ته غوژ ونه نسي، بيا يو يا دوه نور کاسون دې ځون سره بوځه، ترڅو څه چې ته يائې اغا دې دوې يا درې شائدونې دې خو نه ومنل شي. 17 که چيرې اغا دې يغې خبره هه نه وماني، بيا دا خبره کليسا ته مخته که او که دې کليسې خبره هه نه ماني بيا دې يغ سره داسې چالاند وکه لکه چې دې يو کافر يا ټيکس ټولاوينکي سره چې کيژي.
18 په يقين سره زه توس ته يايمه ار څه چې توسې دې منځکې په مخ ناراوو وګڼئ، بيا و په اسمون کې هه ناراوو وګاڼل شي او ار څه چې دې منځکې په مخ راوو وګڼئ، بيا په اسمون کې و هه راوو وګاڼل شي. 19 په يقين سره زه توسې ته نور څه هه يايمه: که چيرې په توس کې دولته دې منځکې په مخ دوا کاسون دې کيم شي په حق کې په يو زړه خدائ ته سوول وکو، بيا دې مو اسموني پلور و يې قابيل کو. 20 ځکه په ار ځوئي کې که دوا يا درې کاسون دې مو په نوم سره روټول شي، بيا زه دې يغې په ميانځ کې حاضر يمه.“
دې نورې دې باخش کاولې په حق کې دې عيسیٰ تعليم
21 بيا پطروس عيسیٰ ته روغائي او پشتنه يې ځنې وکړه: ”ايستوذه! که دې مو ورور دې مو سره کيمه بدي وکو، اغا څو ووره وباخشمه؟ ايا اووه ووره؟“ 22 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”زه نه يايمه چې اووه ووره، بلکې اووه ووره شپيتلاس ووره*. 23 ځکه چې اسموني بدشائي دې يغ بادشا په رانګ دو چې ويې غوشتل چې دې خپلې خذماتګوريې سره ايثوب وکو. 24 چې کله يې ايثوب شيري که، بيا يو ساړائي يې ورته رو واست چې په کروړينه پائسې دې يغ پيراوړئي و. 25 خو دې يغ سره دامره پائسې نه وې چې خپل پور ويرکو، بيا يې مشر امر وکه چې اغا دې خپلې شځې او وړيکيې سره او نور ار څه چې لري خارڅ کو، ترڅو خپل پور ويرکو. 26 بيا خذماتګور دې يغ په پشې کې ولويده او مينات يې ورته وکه: ’لژ صابر روته وکه او زه و دې تو ټول پور خلوص کمه.‘ 27 دې مشر زړه په يغ وسيو او اغا يې پرياش او پور يې وير باخش که.
28 خو کله چې اغا خذماتګور لوړ شه، بيا دې خپلې ملګريې خذماتګوريې نه يې چې سل ديناره** يې پيراوړئي و په مخه ويرا غائي. اغا يې په مارئي کې ونيو او ورته ويې ويلل: ’دې مو پور په څټ روکه.‘ 29 بيا اغا خذماتګور ملګرائي يې په پشې کې ورته ولويده او مينات يې ورته وکه ويې ويل: ’لژ صابر روته وکه پور و دې خلوص کمه.‘ 30 خو يغ نه ومنله او اغا يې په زندان کې وچو تر يغه پورې چې دې يغ پور ويرکو. 31 نورې خذماتګوريې چې دا پيشه وليدله بيا ډير خفا شول او خپل مشر ته روغلل او څه چې شوي وي اغا يې ځنې خبر که. 32 بيا مشر يې اغا ساړائي رو غوشته او ورته ويې ويل: ’اې بادکوريه خذماتګوريه! موته دې مينات وکه او مو درته ټول پور باخش که. 33 ايا توته پچار نه دو چې په خپل خذماتګوري ملګري بندې دې هه داسې راحم کړائي وائي، لکه څرنګې چې مو په تو وکه؟‘ 34 دې يغ مشر دامره په قهر شه چې اغا يې په زندان کې وچو او امر يې وکه چې اغا دا دې يغا پرا وځوارل شي ترڅو يې ټول پور نه وي وير کړائي.
35 که چيرې توسې خپل ورور دې زړه نه نۀ وباخشئ، بيا و دې مو اسموني پلور هه دې توسې سره داسې وکو.“