دې عيسیٰ دې څيرې بدليدل
(مرقوس ۹:_۲_-_۱۳ او لوقا ۹:_۲۸_-_۳۶)
1 شپيژ وريځې ورستې عيسیٰ پطروس، يعقوب او دې يعقوب ورور يوحنا دې ځون سره وخاستل او يو چګ غره ته يې بوتلل چې وولته ګوشي پنډ شي. 2 دې يغې په مخکې دې يغ څيره بادله شوه او مخ يې لکه دې لمر په رانګ چړکيده او جومې يې دې رڼوئي په رانګ سپينې شولې. 3 بيا بيځيه شاګردون ته موسیٰ او الياس جاوات شول چې دې عيسیٰ سره يې خبرې کړلې. 4 بيا پطروس عيسیٰ ته وويل: ”ايستوذه! څومره شه دو چې ميژ دولته يې. که ته غوړې زه و دولته درې خينې جوړې کمه، يوه توته، يوه موسیٰ ته او يوه الياس ته.“ 5 يغ ليا خبرې کړلې چې يوه سپينه وريځ رو ړانګه شوله او په اغا بندې يې سيوره وکړه او دې وريځې نه يو اووز روغائي او ويل يې: ”دا دې مو ګرون زيائي دائي چې زه ځنې خواشول يمه. يغ ته غوژ ونسئ.“ 6 کله چې شاګردونې دا وورويدل، بيا دې ډير ډور نه په منځکه ولويدل. 7 بيا عيسیٰ اغا ته ويراغائي او په اغا بندې يې لوس کشياش او ورته ويې ويل: ”چګ شئ، مه ډاريژئي.“ 8 کله چې شاګردونې خپلې سترګې خلوصې کړلې بيا يې دې عيسیٰ نه وره ايڅوک وولته ونه ليدل.
9 کله چې اغا دې غره نه روکيزيدل، بيا عيسیٰ يغې ته امر وکه: ”څه چې مو ليدلي دي دې يغې په حق کې دې يغه پرا چا ته څه مه يايئ ترڅو پرا چې دې انسان زيائي په څټ دې مړه نه روژواندائي شوائي نه وي.“ 10 شاګردونې دې عيسیٰ نه پشتنه وکړه: ”بيا دې شريعت عالمون ويلې يائي چې اوال و الياس روشي؟“ 11 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”دا رشتيا دو چې اوال و الياس روڅي او ار څه و سام کو. 12 خو زه توس ته يايمه چې الياس ليا وختي روغلائي دائي، خو خالکې اغا نه و پيژانده او ار څه چې دئ غوشتل دې يغ سره يې وکړل. په داغا رانګ و دې انسان زيائي هه دې دئ دې لوسه وکاړيژي.“ 13 بيا شاګردون پوئي شول چې يغ ورته دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ په حق کې خبرې کړلې.
عيسیٰ يوه ژڼکي ته چې پيريونې نيولائي و، شفا ويرکاوي
(مرقوس ۹:_۱۴_-_۲۹ او لوقا ۹:_۳۷_-_۴۳)
14 کله چې عيسیٰ او شاګردون يې په څټ خالک ته روغلل، بيا يو ساړائي عيسیٰ ته روغائي، دې يغ په مخ کې په ګونډې شه 15 او ويې ويل: ”اې شوغليه! دې مو په زي بندې راحم وکه. په يغ بندې ميرګي روڅي او داسې ساختې حملې په روڅي چې اکثر وخت اغا په يور يا په يبه کې لويژي. 16 اغا مې دې تو شاګردون ته رواست، خو ويې نه شول کړائي چې اغا روغ کو.“ 17 عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”اې دې دغې زمونې بې ايمونه او بې ليارې خالکې، دې څو پره و زه دې توسې سره يمه؟ دې څو پره و توس ته حوصله کمه؟ اغا ژڼکائي دولته موته روالئ.“ 18 عيسیٰ يغ پيري ته په کلاکه امر وکه، بيا اغا دې يغ ژڼکي نه رو ووته او په يغ ساعت کې ژڼکائي روغ شه.
19 بيا شاګردون عيسیٰ ته روغلل او کله چې اغا ګوشائي و بيا يې پشتنه ځنې وکړه: ”ميژ ويلې نه شول کړائي چې اغا پيرائي وبوسي؟“ 20 يغ ورته وويل: ”ځکه چې دې توسې ايمون کمزورائي دائي. په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې که چيرې توسې دې شاړشمې دې دونې په اندازه ايمون هه ولرئي، بيا کړائي شئ چې دغ غره ته ويايئ چې دې دغ ځوئي نه يغ ځوئي ته لوړ شه، بيا و اغا لوړ شي او ايڅ کور و دې توسې دې پوره ناممکن نه وي. 21 [دا رانګې پيريون خالي په داعو او دې روژې په نيولې سره کيدائي شي چې وياستل شي.]“
عيسیٰ يورې بيا دې خپل مارګ په حق کې خبرې کو
(مرقوس ۹:_۳۰_-_۳۲ او لوقا ۹:_۴۳_-_۴۵)
22 کله چې ټول شاګردون په جليل کې سره يو ځوئي شول بيا عيسیٰ ورته وويل: ”دې انسان زيائي و خالک ته په لوس ويرکړل شي 23 او اغا و يې وويژني. خو په درمه وريځ و بيا روژواندائي شي.“ دې دغې خبرې په ارويدلې شاګردون ډير غمجن شول.
دې خدائ دې کير ټيکس ويرکاول
24 کله چې عيسیٰ او شاګردون يې کپرناحوم ته روغلل، بيا دې بيت المقدس دې پوره ټيکس روټولاوينکي پطروس ته روغلل او پشتنه يې ځنې وکړله: ”ايا دې تو ايستوذ دې بيت المقدس ټيکس ويرکاوي؟“ 25 پطروس وويل: ”اې، اغا يې ويرکاوي.“ کله چې پطروس کير ته لوړ شه، بيا مخکې په دا نه چې څه ويائي، عيسیٰ ورته وويل: ”اې شمعونه، ته څه فکر کې دې دنيو بدشاون دې چا نه ماصول او ټيکس ووخلي؟ دې خپلې خالکې نه يا دې پرادئي نه؟“ 26 پطروس ځاوب ويرکه: ”دې پرادئي نه.“ عيسیٰ وويل: ”بيا دې دئ خپل خالک دې ټيکس ويرکاولې نه معاف دي. 27 خو ميژ نه غوړي چې دا خالک خفا کي. بيا لوړ شه، په داريوب کې نخاش وچاوه او کيم کاب دې چې اوال ونيو اغا رو وبوسه او دې يغ خوله خلوصه که، بيا و دې سپينې زارې يوه سيکه پکې مينده کې. اغا ووخله او دې يغې نه دې مو او دې تو دواسرې ټيکس ويرکه.“