دې معجزې غوشتنه

(مرقوس ۸:_۱۱_-_۱۳ او لوقا ۱۲:_۵۴_-_۵۶)

1 فريسيون او صدوقيون عيسیٰ ته روغلل چې اغا وازموئي، بيا دې يغ نه يې وغوشتل چې دئ ته يوه اسموني معجزه وشائي. 2 عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”کله چې لماشوم شي، بيا توس يايئ چې موسم و شه وي، ځکه چې اسمون سير دائي 3 او دې ګائيز په وخت کې چې اسمون سير او په وريځې کې پټ وي، بيا توس يايئ چې نن و وور وشي. توس اسمون ته په کاتل سره کړائي شئ چې دې موسم دې حالت پيشګوئي وکئ، خو دې دغې زمونې دې ناخشې په معنی نه پئيژئي. 4 دې دغې زمونې بادکوري او بې ايمونه خالک معجزه غوړي، خو ګوشي معجزه چې اغا ته و وشول شي اغا دې يونس نبي معجزه دو.“ بيا عيسیٰ اغا پريشول او لوړ شه.

دې فريسيونې او صدوقيونې خميره

(مرقوس ۸:_۱۴_-_۲۱)

5 کله چې شاګردون دې داريوب بلې غوړې ته پورې واتل، بيا دا يې ويير کړل چې دې ځون سره ماړئي يوسي. 6 عيسیٰ يغې ته وويل: ”پام کئ چې دې فريسيونې او صدوقيونې دې خميرې نه و ځونينه سوتئ.“ 7 يغې په خپل ميانځ کې سره باحث شيري که او ويې ويل: ”اغا ځکه دا خبره کو چې ميژ ماړئي نه دو روړيې.“ 8 عيسیٰ پوئي شه چې اغا څه يائي، بيا پشتنه يې ځنې وکړله: ”دې توس ايمون څومره کمزورائي دائي، ويلې په دا حق کې باحث کئ چې ماړئي درسره نشته؟ 9 توس ليا دې ويسه پره نه پئيژئي؟ ايا اغا پينځه ماړئي او پينځه زره کاسون مم ندي يود چې دې پوتې شويې ماړئي نه مم څومره ټوکرئي ډاکې کړې؟ 10 يا اغا اووه ماړئي دې څالورې زره کاسونې دې پوره، او دا چې دې يغې نه مم څومره ټوکرئي ډاکې کړې؟ 11 توس څرنګې په دا نه شوائي پوئي چې مو دې ماړئي په حق کې خبرې نه کړلې؟ بلکې مو توس ته ويلي وي چې دې فريسيونې او صدوقيونې دې خميرې نه ځونينه سوتئ.“ 12 بيا شاګردون پوئي شول چې عيسیٰ اغا ته دا نه وي ويلي چې دې يغې خميرې نه ځونينه وسوتئ چې په ماړئي کې چار ځنې وخسته شي، بلکې دې فريسيونې او صدوقيونې دې تعليم نه ځون سوتل وي.

دې مسيح په حق کې دې پطروس اقرار

(مرقوس ۸:_۲۷_-_۳۰ او لوقا ۹:_۱۸_-_۲۱)

13 کله چې عيسیٰ دې فيليپوس قيصريې سيمې ته وراسيده، بيا دې خپلې شاګردونې نه يې پشتنه وکړله: ”خالک څه يائي چې دې انسان زيائي څوک دائي؟“ 14 يغې ځاوب ويرکه: ”ځنې يائي چې بپتسمه ويرکاوينکائي يحيیٰ دائي، ځنې يائي چې الياس نبي دائي او نور يائي چې ارميا نبي يا کيم بل پيغمبر دائي.“ 15 عيسیٰ پشتنه وکړه: ”توس څه يائي چې زه څوک يمه؟“ 16 شمعون پطروس ځاوب ويرکه: ”ته مسيح، دې ژواندي خدائ زيائي يې.“ 17 عيسیٰ وويل: ”اې دې يوحنا زامنه شمعونه! ته بختاور يې. ځکه چې دا درته انسان نه دي وشوئي بلکې دې مو اسموني پلور درته جاوات کړي دي. 18 خو زه توته يايمه چې ته پطروس يې چې معنی يې تيژه دو او زه په دا تيژه بندې خپله کليسا جوړاوما او حتي مارګ هه دامره طاقات نه لري چې په اغا بندې بار شي. 19 زه و توته دې اسموني بدشائي کرئي دير کمه، ار څه چې ته دې منځکې په مخ ناراوو وګاڼې، بيا په اسمون کې و هه ناراوو وګاڼل شي او ار څه چې دې منځکې په مخ راوو وګاڼې، بيا و په اسمون کې هه راوو وګاڼل شي.“ 20 بيا عيسیٰ خپلې شاګردونې ته په کلاکه حکم وکه چې ايچاته ونه يائي چې اغا مسيح دائي.

عيسیٰ دې خپلې کړاوينې او مړينې په حق کې پيشګوئي کو

(مرقوس ۸:_۳۱ – ۹:_۱ او لوقا ۹:_۲۲_-_۲۷)

21 دې يغ وخت نه عيسیٰ خپل شاګردون ته په جاواته ويل چې اغا و يروشلم ته لوړ شي او وولته و دې قوم دې مشرونې، مشرونې امامونې او دې شريعت دې عالمونې دې خو نه و کړاوينه وويني او وه و ويژنل شي او په درمه وريځ و بيا روژواندائي شي. 22 بيا پطروس اغا په لوس ونيوه او ګوشائي يې که او دې يغ په خبرې يې نيواکه وکړله چې داسې خبرې مه که: ”خدائ دا نه کو ايستوذه! په تو دا ايڅ کله داسې نه وشي.“ 23 بيا عيسیٰ پطروس ته مخ رووړوه او ورته ويې ويل: ”دې مو دې مخ نه لرې شه شيطونه! ته دې مو دې ليارې ازغائي يې، ځکه چې ته دې انسانونې په رانګ فکر کې، نه دې خدائ په رانګ.“

24 بيا عيسیٰ خپلې شاګردونې ته وويل: ”که څوک غوړي چې دې مو دې ليارتلينکي نه شي، بيا بايد دې خپل ځون نه تير شي، خپل صليب دې روخلي او په مو پسې دا روڅي. 25 دې ځکه ار څوک چې وغوړي چې خپل ځون وسوتي، بيا اغا و يې دې لوسه ويرکو او څوک چې دې مو په خاطر خپل ژوند دې لوسه ويرکو بيا اغا و رشتينائي ژوند تر لوسه کو. 26 دې يو چا دې پوره و څه ګاټه وي چې ټوله دنيو لوس ته روري خو خپل ځون دې لوسه ويرکو؟ يا دې خپل ژوند په بادال کې اغا څه شائي ويرکاولائي شي؟ 27 ځکه چې دې انسان زيائي و دې خپل پلور په جلال کې دې خپلې فرشتې سره روڅي او بيا و ار چا ته دې يغ دې عمل دې مخه بادال ويرکاوي. 28 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دولته ځنې داس خالک ويلوړ دي چې تر يغې پوره و مړه نه شي ترڅو يې چې دې انسان دې زي بدشائي نه وي ليدليې.“

Sorry, no results.
Please try another keyword