دې خدائ حکمينه او دې انسانونې رواجينه
(مرقوس ۷:_۱_-_۱۳)
1 ورستې ځنې فريسيون او دې شريعت عالمون دې يروشلم نه عيسیٰ ته روغلل او دې يغ نه يې پشتنه وکړه: 2 ”دې تو شاګردون ويلې دې ميژ دې نيکونې په رواجينه عمل نه کو او دې ماړئي خواړلې نه اوال خپل لوسينه نه وينځي؟“ 3 عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”توس ويلې دې خپل رواج په خاطر دې خدائ حکم موته وائي؟ 4 دې ځکه چې خدائ حکم کړائي دائي: ’دې خپل مور او پلور عزت که او ار څوک چې خپل مور او پلور ته زياړې وکو، بايد وويژنل شي.‘ 5 خو توس يايئ، که چيرې څوک خپل مور او پلور ته ويائي چې زه دې توسې سره مراسته نه شمه کړائي، ځکه اغا څه چې مو کړائي شول چې توس ته يې دير کمه، اغا مې خدائ ته نذرونه کړل. 6 بيا اغا نور مجبور نه دائي چې دې خپل مور او پلور عزت وکو. په دا رانګ توسې دې خپل دود او دستور په خاطر دې خدائ حکم بې_قيمته ګاڼئ. 7 اې منافقونې، اشعيا نبي په حقا و چې دې توسې په حق کې يې پيشګوئي وکړه چې خدائ يائي:
8 ’دا خالک په خوله دې مو عزت کو، خو زړينه يې بل ځوئي کې دي. 9 دې يغې عبادت ګاټه نه لري دې ځکه چې اغا دې خدائ دې حکمينې په ځوئي دې انساني حکمينې تعليم ويرکاوي.‘“
اغا شايون چې انسان مردوړه وي
(مرقوس ۷:_۱۴_-_۲۳)
10 بيا عيسیٰ خالک روغوشتل او ورته ويې ويل: ”دې مو خبرې ته غوژ ونسئ او ځون وربندې پوئي کئ. 11 انسان چې څه خوري او څه تشي په اغا بندې نه ناپوکه کيژي، خو کيمه خبره چې دې يغ دې خولې نه رو ووځي په اغا ناپوک کيژي.“
12 بيا شاګردون عيسیٰ ته روغلل او ورته ويې ويل: ”ايا ته پئيژې چې فريسيون دې تو په خبره خفا شول؟“ 13 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”ار بيټائي چې دې ميژ اسموني پلور نه وي کارلائي اغا و دې بيخ نه وکشل شي. 14 بيا دې يغې پروا مه کئ. دئ داسې ړونده دي چې نور ړونده ته ليار وشائي. کله چې يو ړيند بل ړونده ته ليار وشائي، بيا و دواسره کانده ته لويژي.“
15 بيا پطروس عيسیٰ ته وويل: ”ميژ ته دې دغ مثال معنی ويايه.“ 16 عيسیٰ پشتنه وکړه: ”ايا توسې هه لا ترويسه په دا شايون نه پئيژئي؟ 17 ايا توس نه پئيژئي چې کيم شائي چې خوله ته نناوځي اغا ګډه ته څي او ورستې بيا دې سيرات نه ووځي؟ 18 خو څه چې دې خولې نه ووځي اغا دې زړه نه روڅي او په اغا بندې انسان ناپوک کيژي. 19 دې ځکه چې خاروپ خيالينه، قاتل، زناکوري، جنسي بد_اخلاقي، غلا، دې درويغې شائدي او تومات دې زړه نه روڅي. 20 دا اغا شايون دي چې انسان ناپوکه کاوي، خو په مردوړ لوسينه بندې خواروک کړل انسان نه ناپوکه کاوي.“
دې يوې کنعانۍ شځې ايمون
(مرقوس ۷:_۲۴_-_۳۰)
21 بيا عيسیٰ اغا ځوئي پرياش او دې صور او صيدون سيمه ته لوړ شه. 22 يو کنعانۍ شځه چې دې يغ ځوئي اوسيدنکې وه يغ ته روغله او په سيرې سيرې يې ورته وويل: ”اې شوغليه! اې دې داود زامنه! په مو بندې راحم وکه. دې مو لير پيريونې نيوليې دو او په ساخت حالات کې دو.“ 23 خو عيسیٰ ورته ايڅ ځاوب نه که وير. شاګردون يې روغلل او مينات يې ورته وکه او ويې ويل: ”دا شځه لرې کئ، ځکه چې اغا په ميژ پسې سيرې وائي.“ 24 بيا عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”زه ګوشائي دې اسرائيلې دې قوم دې ورک شوي پسونې دې پوره رولژلئ شوائي يمه.“ 25 خو اغا شځه روغله او دې عيسیٰ په پشې کې ولويدله او ويې ويل: ”شوغليه، دې مو سره مراسته وکه.“ 26 عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”دا سامه ندو چې څوک دې واړيکيې ماړئي ووخلي او سپيوني ته يې وچاوي.“ 27 يغې شځې وويل: ”رشتيا دو شوغليه! خو سپي هه اغا پوتې شويې ماړئي خوري چې دې مالک دې دسترخوان نه يې سنړ وائي.“ 28 بيا عيسیٰ يغې ته په ځاوب کي وويل: ”اې شځې، دې تو ايمون ډير ماضبيط دائي! څرنګې چې ته غوړې داغاسې دا وشي.“ او په اغا ساعت دې يغې لير روغه شوه.
عيسیٰ ډير خالک ته شفا ويرکاوي
29 عيسیٰ دې يغ ځوئي نه راون شه او دې جليل دې داريوب په غوړه تير شه او غره ته لاک شه او وولته کشينوست. 30 ډير خالک ورته روغلل او ګوډون، ړونده، شيالون، ګونګون او نور ډير بيمورون يې ورته رواستل او دې يغ پشې ته و يې کشيناول او يغ و روغاول. 31 کله چې خالکې وليدل چې ګونګيونې خبرې وکړلې، شيالون ټول روغ شول، ګوډون وګرځيدل او ړونده سترګاور شول، بيا حيرون شول او دې اسرائيلې دې خدائ ثنا صفات يې وکه.
عيسیٰ څالور زره کاسون ته ماړئي ويرکاوي
(مرقوس ۸:_۱_-_۱۰)
32 عيسیٰ خپل شاګردون روغوشتل او ورته ويې ويل: ”په دا خالک بندې دې مو زړه سويځي، ځکه چې درې وريځې کيژي چې اغا دې مو سره دي او ايڅ شائي ورسره نشته چې ويې خوري. زه نه غوړمه چې اغا وژي ريخصات کمه، داس نه چې په ليار کې بې ووله شي.“ 33 شاګردونې يې په ځاوب کې وويل: ”په دا داشته کې دامره خالک ته ميژ ماړئي دې کيمه وغوړي چې موړه يې کي؟“ 34 عيسیٰ يغې ته وويل: ”دې توسې سره څو ماړئي دي؟“ يغې وويل: ”اووه ماړئي او يو څو واړيکي کابون.“ 35 بيا عيسیٰ خالکې ته وويل چې په منځکه کشيني. 36 بيا يغ ووه ماړئي او کابون روخاستل، دې خدائ شکر يې ويوسته، اغا يې موتې کړلې او شاګردونې ته ويرکړلې او شاګردونې اغا خالک ته ويرکړلې. 37 يغې ټولې وخواړله او موړه شول. او دې ماړئي دې پوتې شويې ټکړې نه ووه ټوکرئي ډاکې شوې. 38 يغې خالکې چې ماړئي يې وخواړله دې يغې شمير څالور زره کاسون ته راسيده چې په اغا کې شځې او واړيکي نه وي ايثوب شوي. 39 بيا عيسیٰ خالک ريخصات کړل او خپله په کشتئ کې سور شه او دې مجدن سيمې ته لوړ شه.