دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ مارګ
(مرقوس ۶:_۱۴_-_۲۹ او لوقا ۹:_۷_-_۹)
1 په داغا وخت کې دې جليل والي هيروديس دې عيسیٰ دې کورينې نه خبر شه. 2 بيا يې خپل کاسون ته وويل: ”دا ساړائي اغا بپتسمه ويرکاوينکائي يحيیٰ دائي. اغا په څټ دې مارګ نه روژواندائي شوائي دائي، بيا دې دغې واجې نه اغا دا طاقات لري چې معجزې وشائي.“
3 هيروديس دې خپل ورور فيليپوس دې شځې هيروديا په خاطر يحيیٰ نيولائي و، په زنځيرينه يې تاړلائي و او په زندان کې يې اچاولائي و. 4 دې ځکه چې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ هيروديس ته ويلي وي: ”تو ته نه دو راوو چې دې خپل ورور دې شځې هيروديا سره ورو وکې.“ 5 هيروديس غوشتل چې اغا مړ کو، خو دې خالکې نه ډاريده، ځکه چې خالکې اغا پيغمبر ګوڼه. 6 خو دې هيروديس دې زيژيدنې په ولماستيه کې دې هيروديا لير دې ولمانې په مخ کې داسې وګاډيده چې هيروديس دامره خواشول شه، 7 چې قاسام يې وخوړ چې اغا ار څه وغوړي بيا و يې ويرکو. 8 يغې دې خپلې مور په شيطونات وويل: ”دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ سار روته په تالئ کې روکه.“ 9 بادشا دې خپلې خبرې نه پشيمون شه، خو يغ دې خپل قاسام په خاطر چې دې ولمانې په مخکې يې خواړلائي و، خپل کاسون ته حکم ويرکه چې دې يغې غوشتنه دا پيرا کړائي شي. 10 يغ خپل کاسون ولاژل او په زندان کې يې دې يحيیٰ سار پرې که. 11 بيا دې يغ سار يې په تالئ کې رواړ او اغا جلکئ ته يې ويرکه او يغې خپلې مور ته يواړ. 12 بيا دې يحيیٰ شاګردون روغلل او دې يغ مړائي يې يواړ او شاخ يې که. اغا لوړل او عيسیٰ يې خبر که.
عيسیٰ پينځه زره کاسون ته ماړئي ويرکاوي
(مرقوس ۶:_۳۰_-_۴۴ او لوقا ۹:_۱۰_-_۱۷ او يوحنا ۶:_۱_-_۱۴)
13 کله چې عيسیٰ دې يحيیٰ په حق کې دا خبر ورويده، بيا دې يغ ځوئي نه په کشتئ کې يوه ګوشي ځوئي ته ګوشائي لوړ شه. خو کله چې خالک خبر شول، بيا دې خپلې شارينې نه په وچه ليار په يغ پسې لوړل. 14 کله چې عيسیٰ دې کشتئ نه روکيز شه دې خالکې يوه ستره ګاڼه ګيڼه يې وليده، بيا يې زړه په وسيو او دې يغې بيمورون يې روغ کړل.
15 کله چې لماشوم شه، شاګردون يې ورته روغلل او ويې ويل: ”دا ځوئي دې داشتې په رانګ دائي او ډير نواخت شوائي دائي، خالک کلي ته ولاژه چې خپل ځانينه ته دې خواړلې دې پوره څه وخلي.“ 16 عيسیٰ وويل: ”دئ ته دې تاګ ضرورات نشته، توس خپل اغا ته څه ويرکئ چې ويې خوري.“ 17 يغې ځاوب ويرکه: ”دې ميژ سره خالي پينځه ماړئي او دوا کابون دي.“ 18 عيسیٰ وويل: ”اغا موته رورئي.“ 19 بيا يغ خالک ته حکم وکه چې په وشه کې کشيني. بيا يې اغا پينځه ماړئي او دوه کابون روخاستل، اسمون ته يې وکاتل، دې خدائ شکر يې ويوست او ماړئي يې موتې کړې، اغا يې شاګردونې ته ويرکړلې او شاګردونې اغا په خالکې بندې وويشلې. 20 يغې ټولې وخواړله او موړه شول او څه چې ځنې پوتې شوي وي شاګردونې اغا روټول کړل او دولاس ټوکرئي يې ځنې ډاکې شوې. 21 دې يغې خالکې شمير چې ماړئي يې وخواړله پينځه زره کاسون ته راسيده چې په اغا کې شځې او واړيکي شميرل شوي نه وي.
عيسیٰ دې يبې په سار ګرځي
(مرقوس ۶:_۴۵_-_۵۲ او يوحنا ۶:_۱۵_-_۲۱)
22 بيا عيسیٰ خپل شاګردون مجبور کړل چې کشتئ ته وخيژي او په دا نه مخکې دې داريوب بلې غوړې ته لوړ شي او په اغا نه ورستې يې خالک ريخصات کړل. 23 چې کله يې خالک ريخصات کړل، بيا خپله يوه غره ته لوړ شه چې ګوشي داعو وکو او دې لماشومه پره وولته ګوشائي پوتې و. 24 په دا وخت کې کشتئ دې وچوبيې نه لرې وه او دې چاپې په واجې يې درازينه خواړل، ځکه چې بود ورته مخومخ لګيده.
25 ستر ګائيز چې ليا تياره وه، عيسیٰ په داسې حال کې چې په يبه دې پوسه ګرځيده، شاګردون ته ويراغائي. 26 خو کله چې شاګردونې وليدل چې اغا په يبه دې پوسه راون دائي، بيا وډاريدل او ويې ويل: ”دا دې مړيې ارواخ دائي.“ بيا دې ډور دې واجې يې سيرې شيرې کړلې. 27 خو عيسیٰ په مخ دې يغې سره خبرې وکړلې او ويې ويل: ”زيړاور شئ. زه يمه، مه ډاريژئي.“ 28 پطروس وويل: ”اې ايستوذه! که چيرې دا ته وې بيا موته امر وکه چې زه هه په يبه دې پوسه ديرشمه.“ 29 عيسیٰ وويل: ”روشه.“ بيا پطروس دې کشتئ نه کيز شه او په يبه دې پوسه دې عيسیٰ طاراپ ته راون شه. 30 خو کله چې يغ وليدل چې څومره زوراور بود لاګي، بيا وډور شه او کله چې په يبه کې ډيبيده، بيا يې سيرې وواللې: ”ايستوذه! مو وژغوره.“ 31 عيسیٰ په مخ خپل لوس وير ويژد که او اغا يې رو ونيوه او ورته ويې ويل: ”دې تو ايمون څومره کمزورائي دائي. ويلې دې شک وکه؟“ 32 کله چې اغا په کشتئ کې سوره شول، بود ودريده. 33 بيا په کشتئ کې نوست کاسون يغ ته په سجده شول او ويې ويل: ”ته په رشتيا دې خدائ زيائي يې.“
په جنيسارت کې دې بيمورونې جوړاول
(مرقوس ۶:_۵۳_-_۵۶)
34 اغا دې داريوب نه پورې شول او دې جنيسارت سيمې ته وراسيدل. 35 کله چې دې يغ ځوئي خالکې عيسیٰ وپيژونده، بيا يغې خو او شو سيمې ته خبر ويرکه او خالکې خپل ټول بيمورون عيسیٰ ته رواستل. 36 يغ ته يې سول وکه چې دې دئ بيمورون ته دامره اجازات ويرکو چې ګوشي دې يغ پيڅې ته لوس ويري او ار چا چې لوس ويراړ، بيا اغا و بيخي روغيدل.