دې زميندور مثال

(مرقوس ۴:_۱_-_۹ او لوقا ۸:_۴_-_۸)

1 په اغا وريځ عيسیٰ دې کير نه ووت او دې داريوب غوړې ته لوړ شه او وولته کشينوست. 2 او دامره زيوت خالک ورته روغونډ شول چې اغا کشتئ ته ځنې لاک شه او وولته کشينوست او غونډ خالک دې داريوب په غوړه ويلوړ وه. 3 اغا ته يې په مثالينه کې ډير شايون وويل. يغ وويل: ”يو زميندور دې تخم کارلې دې پوره خپل پاټي ته لوړ شه. 4 کله چې يغ تخم کوره، بيا يو څو دونې په ليار کې ځنې ولويدلې بيا مرغون روغلل او اغا يې وخواړل. 5 څه تخم په داسې منځکه کې ولويد چې تيژې وې پکې، بيا اغا تخم زر روشين شه، دې ځکه چې خوره کامه وه پکې. 6 خو کله چې غورمه رووخوته بيا اغا بيټي وسول او وچ شول، ځکه چې وليې يې ژاورې نه وې. 7 څه تخم په اغزي کې ولويده او کله چې اغزي ستر شول بيا بيټي يې لوندې کړل. 8 خو نور تخم په څاربه خوره کې ولويده او پاصل يې ويرکه، ځنې بيټيې سل ګينه، ځنې شپيته ګينه او ځنې ديرش ګينه پاصل ويرکه. 9 که څوک غوژينه لري، بيا اغا دا ووروي.“

دې مثال ماطلاب

(مرقوس ۴:_۱۰_-_۱۲ او لوقا ۸:_۹، ۱۰)

10 بيا شاګردون عيسیٰ ته روغلل او پشتنه يې ځنې وکړله: ”دې يغې سره ويلې په مثالينه کې خبرې کې؟“ 11 عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”توس ته دې اسموني بدشايئ په پټ رازينه دې پئيدلې دې پوره پويا ديرکړائي شويې دو، خو اغا ته نه دو ويرکړال شويې. 12 ځکه دې چا سره چې څه وي بيا اغا ته و نور هه ويرکړائي شي، ترڅو دې يغ سره نور هه پريمون شي. خو دې چا سره چې څه نه وي، بيا څه چې ورسره وي اغا و هه ځنې وخاستل شي. 13 بيا دې دغې په خاطر دې يغې سره په مثالينه کې خبرې کمه، ځکه چې اغا کسي خو نه يې ويني، اغا غوژ نسي خو نه يې وروي او نه پئيژي. 14 بيا دې اشعيا نبي پيشګوئي دې يغې په حق کې پيرا کيژي چې يايي:

’توس و يې بيا بيا ووروئي خو پوئي و نه شئ، توس و کسئ خو څه و نه وينئ، 15 دې ځکه چې دې دغې خالکې زړينه ساخت شوي دي، او په غوژينه درونه دي، او سترګې يې پټې شويې دي که نه، بيا سترګې و يې ليدل غوژينې و يې ارويدل په زړينه کې و پئيدل او مو ته و په څټ روګرځيدلي وائي او مو و شفا وير کړيې وائي.‘

16 خو دې توسې سترګې بختاورې دي، ځکه چې ويني او غوژينه مم بختاور دي ځکه چې ووروي. 17 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې ډيرې پيغمبرونې او نيکې خالکې دا ارمون لوره چې اغا څه وويني چې توس يې وينئ، خو ويې نه ليدل او اغا څه ووروي چې توس يې وروئي، خو يغې نه ورويدل.

دې زميندور مثال

(مرقوس ۴:_۱۳_-_۲۰ او لوقا ۸:_۱۱_-_۱۵)

18 بيا دې زميندور دې مثال معنی وروئي: 19 کله چې څوک دې خدائ دې بدشايئ په حق کې کلام وروي، خو په پوئي نه شي بيا اغا دې داسې تخم په رانګ دائي چې په ليار کې ولويژي. شيطون روشي او څه چې دې يغې په زړينه کې کارل شوي وي اغا وتشتاوي. 20 په تيژه لارينکې منځکه کارل شوائي تخم دې يغ چا په مثال دائي چې خبر وروي او په مخ يې په خواشولئ سره قابيل کو. 21 خو څرنګې چې په اغا کې يې وليې نه وې نيوليې، بيا اغا دې زيوت وخت دې پوره نه پوتې کيژي. بيا کله چې دې کلام په واجې وربندې ساختي روشي يا وځاوريژي، بيا زر خپل ايمون دې لوسه ويرکو. 22 په اغزي کې لويدلائي تخم دې يغ چا په مثال دائي چې کلام و ووروي، خو دې ژوند انديشنې او دې مالدارئي سره مينه دې کلام مخه نسي. او حاصل نه ويرکاوي. 23 خو کيم تخم چې په شه خوره کې کارل شوائي وي اغا دې يغ چا په مثال دائي چې کلام و ووروي او په اغا بندې پئيژي او اغا سل ګينه او شپيته ګينه او ديرش ګينه حاصل هه ويرکاوي.“

دې کرياڼې مثال

24 عيسیٰ يغې ته يو بل مثال رواړ: ”اسموني بدشائي دې يغ ساړي غوندې بالليې شويې دو چې په خپل پاټي کې يې شه تخم وکوره، 25 خو يوه شپه چې ټول ووده وي، بيا ديشمن يې روغائي او دې غانمې په ميانځ کې يې ورته کرياڼه سنړ والل او لوړ شه. 26 کله چې غانم شنه شول او ويژي يې ونيول، بيا کرياڼه هه پکې جاوات شول. 27 بيا دې يغ زميندور نيکارون خپل مشر ته روغلل او ورته ويې ويل: ’اې مشره، ايا تو په خپل پاټي کې شه تخم نه و کارلائي؟ بيا دا کرياڼه پکې دې کيمه وشوله؟‘ 28 خو يغ ورته په ځاوب کې وويل چې دا دې ديشمن کور دائي. نيکارونې ورته وويل: ’ايا ميژ لوړ شي او اغا کرياڼې وبوسي؟‘ 29 خو يغ ځاوب ويرکه چې نه، داس نه چې دې کرياڼې په ياستل کې غانم هه ورسره وبوسئ. 30 پريژدئي چې دوا سره په يو ځوئي ستر شي، بيا و دې لاؤ په وخت کې لاوګري ته ويايمه چې اوال کرياڼه روټول کئ او دې سويځدلې دې پورا يې ګيډئ کئ او بيا غانم روټول کئ او دې مو ګودام ته يې رورئ.“

دې شاړشمې دې تخم مثال

(مرقوس ۴:_۳۰_-_۳۲ او لوقا ۱۳:_۱۸_-_۱۹)

31 عيسیٰ يغې ته يو بل مثال هه رواړ او ويې ويل: ”اسموني بدشائي دې شاړشمې دې تخم په رانګ دو چې يو ساړائي اغا ووخلي او په خپل پاټي کې يې وکاري. 32 که څه هه دا تخم په نور ټول تخيمنه کې ډير واړيکائي دائي، خو کله چې ستر شي بيا دې بوغ په ټول بيټي نه چګ شي او ونه ځنې جوړه شي، بيا مرغون روشي او په څونګې کې يې مانځولې جوړې کو.“

دې خميرې مثال

(لوقا ۱۳:_۲۰_-_۲۱)

33 عيسیٰ اغا ته بل مثال رواړ او ويې ويل: ”اسموني بدشائي دې يغې خميرې په رانګ دو چې يوه شځه اغا وخلي او دې درې پئمونې ييړې سره يې ګډه کو، ترڅو اغا ټول خميره شي.“

عيسیٰ دې مثالينې نه کور ووخلي

(لوقا ۱۳:_۲۰_-_۲۱)

34 عيسیٰ دا ټول شايون خالکې ته په مثالينه کې بياناول او يوه خبره و يې بې مثاله نه کړه 35 ترڅو دې پيغمبر اغا پيشګوئي*** رشتيا شي چې ويلي يې وي:

”زه و په مثالينه کې خبرې وکمه او اغا شايون و بيان کمه چې دې دنيو دې پيدوئشت نه پټ سوتل شوي دي.“

دې کرياڼې دې مثال سپيناوائي کړل

36 بيا عيسیٰ خالک ريخصات کړل او خپل هه کير ته لوړ شه. شاګردون يې روغلل او ورته ويې ويل: ”ميژ ته دې غانم په پاټي کې دې کرياڼې دې مثال معنی بيان که.“ 37 يغ ځاوب ويرکه: ”اغا څوک چې شه تخم کاري، اغا دې انسان زيائي دائي. 38 پاټائي دا دنيو دو، دې شه تخم معنی دې اسموني بدشايئ خالک دائي او کرياڼه دې شيطون ليارتلينکي دي، 39 او اغا ديشمن چې کرياڼه يې کارلي دي اغا شيطون دائي، دې پاصل روټولاولې وخت اخر زمونه دو او لاوګري فرشتې دي. 40 لکه څرنګې چې کرياڼه روټوليژي او په يور کې و سويځل کيژي، بيا و په اخره زمونه کې دا رانګ وشي. 41 دې انسان زيائي و خپلې فرشتې رو ولژي او دې يغ دې بدشايئ نه و ټول خالک چې دې خالکې دې ګناه سبب ګرځي روټول کو او په دا رانګ اغا ټول خالک چې بادکوري دي، 42 او اغا و سير تانور ته سنړ وائي يعني اغا ځوئي ته چې وولته و خالک ژوړي او خپل غوشينه و چيچي. 43 بيا و نيک خالک دې خپل پلور په بدشائي کې لکه دې لمر په رانګ چړکيژي. که څوک غوژينه لري، بيا اغا دا ووروي.

دې پټې خزونې مثال

44 اسموني بدشائي دې يغې خزونې په رانګ دو چې په پاټي کې پټه شويې وي او يو ساړائي اغا مينده کو او په څټ يې شاخه کو او دې خواشولئ نه څي او خپل ټول شايون خرڅاوي او په څټ روڅي او اغا پاټائي ووخلي.

دې ملغلرې مثال

45 په دا رانګ اسموني بدشائي دې يغې سودوګر په رانګ دو چې په قيمتي ملغلرې پسې ګرځي، 46 چې کله يې ډيرې قيمتي ملغلرې ميندې کړلې، بيا څي او خپل ټول شايون خرڅاوي او اغا ملغلرې وخلي.

دې جال مثال

47 په دا رانګ اسموني بدشائي دې يغ جال په رانګ دو چې کاب نيوينکائي اغا په داريوب کې اچاوي او رانګ په رانګ کابون نسي. 48 کله چې جال دې کابونې نه ډاک شه، بيا يې غوړه ته روکوژي او بيا ورته کشيني او کابون سره ګوشي کو او شه کابون په ټوکرئي کې وچاوي او خاروپ څانګ ته غوروائي. 49 په اخره زمونه کې و په دا رانګ وي. فرشتې و روشي او بادکورون و دې نيکې خالکې نه ګوشي کو، 50 او اغا و سير تانور ته سنړ وائي يعني اغا ځوئي ته چې وولته و خالک ژوړي او خپل غوشينه و چيچي.“

دې نويې او زاړې شايونې په حق کې تعليم

51 عيسیٰ دې شاګردونې نه پشتنه وکړه: ”ايا توسې په دا ټول شايون پئيژئي؟“ يغې وويل: ”اې.“ 52 عيسیٰ دئ ته وويل: ”دې شريعت ار وشوينکائي چې دې اسمون په بدشايئ کې شاګرد شي، بيا اغا دې يغ کير دې خاوند په رانګ دائي چې دې خپل ګودام نه نوي او زوړه شايون وبوسي.“

دې ناصرې خالک عيسیٰ نه ماني

(مرقوس ۶:_۱_-_۶ او لوقا ۴:_۱۶_-_۳۰)

53 کله چې عيسیٰ دا مثالينه ختم کړل، بيا دې يغ ځوئي نه راون شه، 54 او خپل وطن ته روغائي او وولته په عبادتخانه کې يې خالک ته داسې تعليم ويرکاوه چې ټول حيرون شول او يو بل ته يې سره وويل: ”دغ ساړي دا حکمت او دې دغې معجزې دې وشولې طاقات دې کيم ځوئي نه ميندلائي دائي؟ 55 ايا اغا دې تراکوڼ زيائي نه دائي؟ ايا دې مور نوم يې مريم نه دائي؟ ايا يعقوب، يوسف، شمعون او يهودا دې يغ وريڼه نه دي؟ 56 ايا دې يغ ټولې خوانديې دولته دې ميژ سره نه پنډيژي؟ بيا دا ټولې خبرې يغ دې کيم ځوئي نه زده کړيې دي؟“ 57 بيا يغې عيسیٰ قابيل نه که. خو عيسیٰ يغې ته وويل: ”دې يو پيغمبر په ار ځوئي کې عزت کيژي، خو په خپل وطن او خپله کورانۍ کې يې نه کيژي.“ 58 عيسیٰ دې يغې دې بې ايمونئ په واجه په يغ ځوئي کې ډيرې معجزې نه وشولې.

Sorry, no results.
Please try another keyword