دې سبت دې وريځې په حق کې پشتنه

(مرقوس ۲:_۲۳_-_۲۸ او لوقا ۶:_۱_-_۵)

1 په يغ وخت کې عيسیٰ دې سبت په يوه وريځ دې فاصل په پاټيون تيريده، دې يغ شاګردون وژي شوي وي بيا يغې دې ووژيې په شيکاول او خواړل شيري وکړه. 2 خو کله چې فريسيونې دا وليدل، بيا عيسیٰ ته يې وويل: ”کسه! دې تو شاګردون داسې کور کو چې دې سبت په وريځ ناراوو دائي.“ 3 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”ويلې توس دا ندي ويلي کله چې داود او دې يغ ملګري وژي شوي وي او دې خواروک دې پوره ايڅ نه وي ورسره، بيا يغ څه وکړل؟ 4 اغا څرنګې دې خدائ کير ته نناوته او دې خپلې ملګريې سره يې پوکه ماړئي وخواړله، که څه هه دې يغې دې پوره دې يغې خواړل راوو نه وي او خالي دې امامونې دې پوره راوو وي؟ 5 او توسې دې موسیٰ په شريعت کې نه دي ويلي چې امامون دې بيت المقدس دې سبت قانون موتاوي، خو بيا هه ګناه ګور نه ګاڼل کيژي؟ 6 زه توس ته يايمه چې دولته يو څوک شته چې دې بيت المقدس نه هه ستر دائي. 7 که چيرې توس دې خدائ دې کلام په معنی پئيدائي چې يائي: ’زه دې توسې نه غوړمه چې په نورې راحم وکئ، نه قرباني.‘ بيا و توسې بې ګناه خالک نه ګراماول. 8 ځکه چې دې انسان زيائي دې سبت دې وريځې خاوند هه دائي.“

عيسیٰ يوه ساړي ته چې لوس يې شيال و شفا ويرکاوي

(مرقوس ۳:_۱_-_۶ او لوقا ۶:_۶_-_۱۱)

9 بيا په اغا نه ورستې عيسیٰ دې يغ ځوئي نه لوړ شه او يوې عبادتخانې ته ويراغائي. 10 وولته يو ساړائي و چې لوس يې وچ شوائي و. ځنې خالکې چې غوشتل يې چې په عيسیٰ بندې تومات ولګاوي، بيا يې پشتنه ځنې وکړله: ”ايا دې سبت په وريځ دې چا روغاول راوو دي؟“ 11 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”داس يې شمير کئ چې په توس کې کيم څوک يو پسه ولري او اغا دې سبت په وريځ کانده ته ولويژي بيا اغا و رو ونه نسي او دې يغې کاندې نه و يې رو ونه بوسي؟ 12 خو انسان په پسه نه ډير زيوت قيمت لري! بيا دې دغ دې واجې دې سبت په وريځ نيک کور کړل راو دي.“ 13 بيا عيسیٰ يغ ساړي ته وويل: ”خپل لوس دې وغزاوه.“ يغ خپل لوس وغزوو او اغا يې دې بل لوس په رانګ روغ شه. 14 خو فريسيون دې عبادتخانې نه وواتل او دې عيسیٰ دې ويژنلې دې پوره يې دوسيسه جوړه کړه.

دې خدائ غوره شوائي خذماتګور

15 کله چې عيسیٰ دې يغې دې دوسيسې نه خبر شه، بيا دې يغ ځوئي نه لوړ شه. ډير خالک پسې راون شول او يغ ټول بيمورون روغ کړل 16 او اغا ته يې امر وکه چې ايچا ته ونه ويائي چې اغا څوک دائي. 17 ترڅو په دا رانګ دې اشعيا نبي اغا وئينو رشتيا شي چې يائي:

18 ”دا دائي دې مو خذماتګور چې مو غوره کړائي دائي. اغا په مو بندې ګرون دائي او زه ځنې خواشول يمه. زه و په اغا بندې خپل روح نازل کمه او اغا و نور قومينه دې خدائ دې پئصالې نه خبراوي 19 اغا و جنګ جاګړې نه کو او نه و سيرې وائي او نه و يې په چيلې کې څوک اووز ووروي. 20 اغا و کاژه ډيليې هه نه موته وي او نه و تته ډيوه مړه وي، ترڅو اغا انصاف مخته کو. 21 دې ټولې قومينې دې اميد سترګې و دې يغ خوته وي.“

عيسیٰ او بعلزبول يعني شيطون

(مرقوس ۳:_۲۰_-_۳۰ او لوقا ۱۱:_۱۴_-_۲۳)

22 په دا وخت کې خالکې يو ړيند او ګونګ ساړائي چې پيريونې نيولائي و عيسیٰ ته روسته. عيسیٰ اغا روغ که او يغ کړائي شول چې هه خبرې وکو او و هه ويني. 23 ټول خالک حيرون شول او ويې ويل: ”ايا دا دې داود زيائي نه دائي؟“ 24 خو کله چې فريسيونې دا ورويدل بيا ويې ويل: ”دا ساړائي دې پيريونې دې مشر بعلزبول په مراسته پيريون وبوسي.“ 25 عيسیٰ پئيده چې دې يغې په ذهن کې څه ګرځي، بيا اغا ته يې وويل: ”اره بدشائي چې په خپل ميانځ کې په ډالې وويشله شي او يو دې بل سره وجنګيژي، اغا دې ميانځ نه څي او ار شار او اره کورانۍ چې په خپله کې دې يو بل خلاف شي بيا اغا و پوتې نه شي. 26 که چيرې شيطون، شيطون وبوسي بيا خو شيطون په خپله دې خپل ځون په خلاف شه، بيا دې يغ بدشائي و څرنګې پوتې شي؟ 27 که چيرې زه دې بعلزبول په مراسته پيريون وبوسمه، بيا دې توسې خپل ليارتلينکيې يې دې چا په مراسته وبوسي؟ بيا په دا واجه و اغا دې توسې پئصاله کو. 28 خو که چيرې زه دې خدائ دې روح په مراسته پيريون وبوسمه بيا پوئي شئ چې دې خدائ بدشائي توس ته روغليې دو. 29 يا څرنګې څوک کړائي شي چې دې يو زوراور ساړي کير ته وير نناوځي او دې يغ دې کير سامان وشيکاوي، تر څو چې اوال اغا ساړائي وتاړي او بيا يې کير وشيکاوي. 30 څوک چې دې مو سره نه دائي، اغا دې مو په خلاف دائي او څوک چې دې مو سره دې خالکې په روټولولې کې مراسته نه کو، اغا خوره ووره کاوي. 31 دې دغ دې واجې زه توس ته يايمه چې دې انسان ار ګناه او کفر ويل و باخش شي، خو که چيرې دې روح القدس په خلاف کفر وويل شي اغا و نه شي باخش. 32 ارڅوک چې دې انسان دې زي په خلاف څه يائي اغا و باخش شي، خو که چيرې څوک دې روح القدس په خلاف څه ويائي اغا و نه شي باخش، نه په دا دنيو کې او نه په روتلينکيې دنيو کې.“

ونه او دې يغې ميوه

(لوقا ۶:_۴۳_-_۴۵)

33 عيسیٰ زيوته کړله: ”يوه ونه دې يغې دې ميوې نه پيژاندل کيژي. که ونه شه وي، بيا و يې ميوه هه شه وي. که ونه خاروپه وي، بيا و يې ميوه هه خاروپه وي. 34 اې دې مانګارې زامنې! توس چې داسې بادکوري خالک يئ بيا څرنګې کړائي شئ چې شې خبرې وکئ؟ دې ځکه کيمې خبرې چې په زړه کې وي اغا په خوله روڅي. 35 شه ساړائي دې خپلې شې خزونې نه چې په اغا کي دو، شه شايون رو وبوسي او بد ساړائي دې خپلې بدې خزونې نه بد شايون رو وبوسي.

36 زه توس ته يايمه چې دې قيامات په وريځ و ار څوک دې خپلې بيځيه خبرې چې کړيې دي ځاوب و يې يائي. 37 ځکه چې توس و په خپلې خبرې بې ګناه او يا ګناه ګور وګاڼل شئ.“

دې شريعت عالمون او فريسيون معجزه غوړي

(مرقوس ۸:_۱۱_-_۱۲ او لوقا ۱۱:_۲۹_-_۳۲)

38 بيا دې شريعت ځنې عالمونې او فريسيونې عيسیٰ ته وويل: ”اې ايستوذه، ميژ غوړي چې يوه معجزه روته وشايې.“ 39 خو عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”دې دغې زمونې بادکوري او بې ايمونه خالک يوه معجزه غوړي، خو ګوشي معجزه چې اغا ته و وشول شي اغا دې يونس نبي معجزه دو. 40 لکه څرنګې چې يونس درې وريځې او درې شپې دې يوه غوټ کاب په ګډه کې تيرې کړې، اغاسې و بيا دې انسان زيائي درې وريځې او درې شپې دې منځکه په تال کې تيرې کو. 41 دې قيامات په وريځ و دې نينوا خالک روچګ شي او دې دغې زمونې خالک و ګرام کو، دې ځکه چې يغې دې يونس دې تعليم په ارويدلې سره توبه وياستله. خو کسئ ويس چې څوک دولته دائي اغا په يونس نه ستر دائي. 42 دې شيبا دې وطن ملکه و دې قيامات په وريځ روچګا شي او دې دغې زمونې خالک و ګرام کو، ځکه چې اغا دې دنيو دې بل سار نه روغليې وه چې دې سليمان دې حکمت نه ډاکې خبرې ووروي. خو کسئ، ويس دولته يو څوک شته چې دې سليمان نه ستر دائي.

دې پيريونې په څټ روتلل

(لوقا ۱۱:_۲۴_-_۲۶)

43 کله چې دې يو ساړي نه پيرائي رو ووځي، بيا په داشتې کې ترپرائي ګرځي او دې ارام کړلې دې پوره ځوئي غوړي، خو کله چې داسې ځوئي پيدو نه کو 44 بيا دې خپل ځون سره ويائي: ’زه و په څټ اغا کير ته لوړ شمه چې ځنې رواتلائي ومه. کله چې په څټ روشي بيا اغا کير خالي، ريبز شوائي او په ترتيب سره وويني. 45 بيا اغا لوړ شي او په ځون نه ډير بد نور اووه پيريون روالي، اغا ټول روشي او په يغ کاس کې ويرنناوځي او وولته پنډيژي. او دې يغ حال په مخته نه هه خاروپ شي. بيا دې دغې زمونې دې بادکوريې خالکې و هه داس حال وي.‘“

دې عيسیٰ مور او وريڼه

(مرقوس ۳:_۳۱_-_۳۵ او لوقا ۸:_۱۹_-_۲۱)

46 عيسیٰ ليا دې خالکې سره خبرې کړلې چې مور او وريڼه يې روغلل او دې ورچانې ويلوړ وي او غوشتل يې چې دې يغ سره خبرې وکو. 47 بيا يو چا عيسیٰ ته وويل: ”دې تو مور او وريڼه دې ورچانې ويلوړ دي او غوړي چې اې تو سره خبرې وکو.“ 48 عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”دې مو مور څوک دو؟ او دې مو وريڼه څوک دي؟“ 49 بيا يغ خپل شاګردون ته اشاره وکړه او ويې ويل: ”دا دې مو مور او وريڼه دي. 50 ځکه ار څوک چې دې مو دې اسموني پلور اراده پيرا کاوي، اغا دې مو ورور، دې مو خور او دې مو مور دو.“

Sorry, no results.
Please try another keyword