دې عيسیٰ په حق کې دې يحيیٰ پشتنه
(لوقا ۷:_۱۸_-_۳۵)
1 کله چې عيسیٰ خپل دولاس شاګردون ته دغه لياروشونې وکړې، بيا دې يغ ځوئي نه راون شه چې دي يغې سيمې په نور شارينه کې تعليم ويرکو او تبليغ وکو.
2 کله چې يحيیٰ په زندان کې دې مسيح دې کورينې نه خبر شه، بيا يې خپل څو شاګردون اغا ته وير ولاژل 3 چې دې يغ نه پشتنه وکو: ”ايا ته اغا څوک يې چې بايد روغلائي وائي يا دې کيم بل چا په تامه پوتې شي؟“ 4 عيسیٰ اغي ته په ځاوب کې وويل: ”لوړ شئ څه چې توس ووروئي او وينئ يحيیٰ ته ويايئ 5 چې څرنګې ړونده سترګاور کيژي، ګوډون کړلائي شي چې وګرځي، کيم خالک چې په جذوم بندې ووخته وي اغا پوک او روغ *** شوي دي، کوڼه ارويدائي شي، مړي روژواندي کيژي او غريبون ته زرائي ويرکاول کيژي. 6 بختاور دائي اغا څوک چې په مو شک ونه کو.“
يحيیٰ څوک دائي
7 څرنګې چې دې يحيیٰ شاګردون راون شول، بيا عيسیٰ خالکې ته دې يحيیٰ په حق کې داسې خبرې شيري کړې: ”توسې دې څه شي دې ليدلې دې پوره داشته ته تللي وائي؟ دې يو مزرئي دې پوره چې بود خيځوو؟ 8 بيا دې څه شي دې ليدلې دې پوره تلي وائي؟ ايا دې يغ چا دې ليدلې دې پوره چې قيمتي او کوشليې جومې يې وغستيې وې؟ کسئ، کيم خالک چې داسې جومې وغندي اغا په شاهانه موڼئ کې ژوند کو. 9 بيا دې څه شي دې ليدلې دې پوره وتلي وائي؟ ايا دې پيغمبر دې ليدلې دې پوره؟ اې، زه توس ته يايمه چې اغا دې يوه پيغمبر نه هه ډير ستر دائي. 10 دا اغا څوک دائي چې دې يغ په حق کې دې خدائ په کلام کې ليکلي شوي دي:
*کسه، زه و خپل غړي په تو نه دې مخکې ولاژمه چې دې تو دې پوره ليار تايوره کو.
11 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې په دا دنيو کې دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ نه بل څوک ستر نه دائي پيدو شوائي، خو بيا هه په اسموني بدشائي کې په ټول نه واړيکائي په يغ نه ډير ستر دائي. 12 دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ دې زمونه نه دې نن وريځې پره اسموني بدشائي دې ساختې بريدې لوندې روغليې او زوراور خالک کوشش کو چې اغا په زور ونسي. 13 ځکه چې ټولې پيغمبرونې او دې موسیٰ شريعت** دې يحيیٰ دې روتاګ پورې دې اسموني بدشائي په حق کې پيشګوئي کړيې دو 14 او که توس تايور وائي چې دا ومانئ، بيا يحيیٰ اغا الياس نبي دائي چې پچار دو روغلائي وائي. 15 که څوک غوژينه لري، بيا اغا دا ووروي.
16 خو زه دې دغې زمونې خالک دې تشي سره بروبار کمه؟ اغا دې يغې واړيکي په رانګ دي چې په بازور کې نوست وي او يو بل ته سيرې وائي: 17 ’ميژ درته دروائي واله، خو توس ګاډو نه وکړه، ميژ درته دې غم بادلې وويلې، خو توس ونه ژاړل.‘ 18 دې ځکه کله چې يحيیٰ روغائي، بيا يې نه څه خواړل او نه يې څه تشل، خو ټولې و ويل چې اغا پيريونې نيولائي دائي. 19 کله چې دې انسان زيائي روغائي او يغ خواړل او تشل، خو يغې ويل چې يغ ته کسئ، اغا يو ګډه وار، شاروپي او دې ټيکس ټولاوينکي او دې نورې ګونانګورونې ملګرائي دائي. خو بيا هه خالک ته و دې خدائ حکمت په خپل کورينې کې رشتينائي ثابت شي.“
بې ايمونه شارينه
(لوقا ۱۰:_۱۳_-_۱۵)
20 بيا عيسیٰ دې يغې شارينې خالک ګرام کړل چې زيوتې معجزې يې په کې وشوليې وې، ځکه چې يغې توبه ونه ياستله. 21 يغ وويل: ”افسوس دا وي په تو اې دې خورزين شاره! او افسوس دا وي په تو بندې اې دې بيت صيدا شاره! دې ځکه که چيرې دا معجزې چې په توس کې جاواتې شوې که اغا په صور او صيدون کې جاواتې شويې وائي بيا اغا و ډير مخته دې وير جومې وغستيې وائي، په خپل سرينه بندې و يې ايرې بوداولې او توبې و يې ياستليې وائي. 22 خو توس ته يايمه چې دې قيامات په وريځ و دې صور او صيدون سازو و دې توسې په سازو نه کمه وي. 23 خو اې دې کپرناحوم شاره! تو غوشتل چې اسمون ته وراسيژې؟ نه، ته و ديژاخ ته سنړ والل شې. ځکه کيمې معجزې چې په تو کې جاواتې شوې، که اغا په سدوم کې جاواتې شويې وائي، بيا اغا و دې نن وريځې پره پوتې شوائي وائي. 24 خو زه توس ته يايمه چې دې قيامات په وريځ و دې سدوم دې خالکې سازو دې توسې په سازو نه کمه وي.“
عيسیٰ يائي چې موته روشئ او ارام مينده کئ
(لوقا ۱۰:_۲۱_-_۲۲)
25 په اغا وخت کې عيسیٰ دا داعو وکړه: ”اې پلوره، اې دې منځکې او اسمون تيشتنه، دې تو شکر کمه چې دا خبرې دې د پوئي او ويشورې خالکې نه پټې کړيې دي او ناپويه ته دې جاواتې کړيې دي. 26 اې پلوره! دا دې تو راضو وه.
27 دې مو پلور ټول شايون مو ته روسپورلي دي. ايڅوک زيائي نه پيژاني دې پلور نه ورا او ايڅوک پلور نه پيژاني دې زي نه ورا او دې يغې نه ورا چې زيائي يې وغوړي پلور وير وشائي. 28 اې توس چې ټول دې خپلې درانه بور نه ستړي شوي يئ، موته روشئ او زه و ارام دير کمه. 29 دې مو مټکش په خپله غوړه کشيژدئي او دې مونه يې زده کئ، ځکه چې زه په زړه نرم او عاجز يمه او دې توسې زړينه و ارام مينده کو. 30 ځکه چې دې مو دې مټکش وړل اسون او بور مې الک دائي.“