دې عيسیٰ دولاس رسولون
(مرقوس ۳:_۱۳_-_۱۹ او لوقا ۶:_۱۲_-_۱۶)
1 عيسیٰ خپل دولاس شاګردون روغوشتل او اغا ته يې دې پيريونې دې ياستلې او دې ار رانګ بيمورئي او کامزورتيې دې روغاولې اختيار ويرکه. 2 دې يغې دولاسې رسولونې نامينه دا دي: اوال شمعون چې په پطروس مشهور و او ورور يې اندرياس، يعقوب دې زبدي زيائي او دې يغ ورور يوحنا، 3 فيليپوس او بارتولما، توما او ټيکس ټولاوينکائي متي، يعقوب دې حلفي زيائي او تدي، 4 شمعون سرتيرائي او يهودا اسخريوتي چې دې عيسیٰ سره يې بيا خيانات هه وکه.
عيسیٰ خپل دولاس رسولون لاژي چې خپل کور سار ته وراساوي
(مرقوس ۶:_۷_-_۱۳ او لوقا ۹:_۱_-_۶)
5 عيسیٰ دا دولاس شاګردون دې دغې ليار وشونې سره ولاژل: ”دې غير يهوديونې ايڅ يوې سيمې ته لوړ نه شئ او دې سامريونې ايڅ يو شار ته مه نناوځئ. 6 خو دې يغې په ځوئي دې اسرائيلې قوم ته چې دې ورک شويې پسونې په رانګ دي وير شئ 7 او په ليار کې دا پيغام ويرکاوئي چې اسموني بدشائي رو نژدې شويې دو. 8 بيمورون روغ کئ، مړه روژواندي کئ، په جذوم ووخته خالک پوک او روغ کئ او پيريون وبوسئ. توس ته په لايه ديرکړل شوي او په لايه يې ويرکئ. 9 دې ځون سره دې سرې زارې، سپينې زارې او دې ګيلټې سيکې مه ورئي، 10 دې سفر دې پوره ايڅ کاڅوړه، زيوتائي جومې، څاپلئ او ټنډئي مه ووخلئ، ځکه چې مزدير دې خپلې مزديرئي حقدور دائي. 11 کله چې کيم شار يا کيم کلي ته نناوځئ، بيا دې يوه داسې ساړي کير ته ويرشئ چې دې وير تاګ لائق وي او دې څو پره چې کيم بل ځوئي ته څئ بيا دې يغ وخت پره دې يغ په کير کې پوتې شئ. 12 کيم کير ته چې نناوځئ، بيا په يغ سالوم وچاوئي. 13 که چيرې دې يغ کير خالک دې تو دې سالوم لائق وي بيا کيمه سوله او سالومتيا چې توسې يې دې يغ دې پوره غوړئي اغا و په پوتې شي، خو که لائق يې نه وي، بيا اغا سالوم و په څټ توس ته رو وګرځي. 14 خو که چيرې څوک توس ته ارکلائي ونه يائي او يا دې توسې خبرې ته غوژ نه ونسي، بيا کله چې دې يغ کير ليا شار نه څئ بيا دې خپلې پشې خورې وڅانډئي. 15 په يقين سره زه توس ته يايمه چې دې قيامات په وريځ و دې سدوم او عموره دې شارينې دې خالکې سازو و دې دغ شار دې خالکې دې سازو نه کمه وي.
دې روتلينکيې ځوراونې په حق کې
(مرقوس ۱۳:_۹_-_۱۳ او لوقا ۲۱:_۱۲_-_۱۷)
16 کسئ، زه توس لکه دې پسونې په رانګ دې ليوانې ميانځ ته لاژمه، بيا دې مانګارې په رانګ ويشور او دې کاوتارې په رانګ بې ازوره پنډيژئي. 17 پام کئ چې خالک و توس محکمې ته وسپوري او په خپلې عبادتخانې کې و مم په کوړې بندې ووائي 18 او دې مو په خاطر و توس واليونې او بدشاونې ته رواستلائي شئ چې دې يغې او غير يهوديونې په مخ کې شائدي ويرکئ. 19 خو کله چې اغا توس محکمې ته روالي، بيا دې دغې په حق کې انديشنه مه کئ چې توس و څه يايئ او څرنګې و يې يايئ، ځکه چې په يغ ساعت و توس ته وويل شي چې څه و يايئ. 20 ځکه چې توس کيمې خبرې کئ اغا و دې توس خبرې نه وي، بلکې دې توسې دې اسموني پلور روح و دې توسې په وسيله خبرې کو. 21 ورور و دې ورور سره خيانات وکو چې و ويژنل شي او پلور و دې خپلې الودينې سره. الودينه و دې خپلې مانديې او پلورينې په خلاف رو پورته شي او دې يغې دې مړينې سبب و شي. 22 ټول خالک و دې مو دې نوم په خاطر دې توس نه کرکه کو. خو څوک چې دې اخيره پورې ټينګ پوتې شي اغا و خلوصين مينده کو. 23 کله چې څوک توس په يو شار کې ځوراوي، بيا بل شار ته وتشتئ. په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې مخکې په دا نه چې دې اسرائيلې په ټول شارينه کې وګرځئ، دې انسان زيائي و روشي.
24 شاګردون په خپل ايستوذ نه ستر نه دي او نه نيکار په خپل مشر نه. 25 دې يوه شاګرد دې پوره دا باس دو چې دې خپل ايستوذ په رانګ شي او نيکار دې خپل مشر په رانګ. که چيرې دې کير مشر ته بعلزبول يعني شيطون وويل شي، بيا و دې يغ کورانۍ نور غړي په دا نه هه په خاروپ نوم يود کړل شي.
دې چا نه بايد وډور شئ
(لوقا ۱۲:_۲_-_۷)
26 بيا دې يغې نه مه ډاريژئي، ځکه داسې پټ شائي نشته چې جاوات و نه شي او نه داسې پټ راز شته چې جاوات و نه شي. 27 څه چې زه توس ته په تياره کې يايمه، بيا توس يې په رڼو وريځ کې اعلان کئ، کيم څه چې توس ته په غوژ کې وويل شي توس يې دې چات په سار اعلان کئ. 28 دې يغې خالکې نه مه ډاريژئي چې سيرات ويژني، خو روح نه شي ويژنلائي. خو دې يغ چا نه وډور شئ چې سيرات او روح دواسره په ديژاخ کې تباه کاولائي شي. 29 ايا دوې چرچڼې په يوه ريپئ نه خارڅيژي؟ خو بيا هه دې توسې اسموني پلور دې راضو نه ورا يوه هه په منځکه نه رو لويژي. 30 خو دې توس په حق کې بايد وويل شي چې دې توسې دې سار ويشته هه شميرل شوي دي. 31 بيا مه ډاريژئي، توس دې بې شميره چرچڼې نه زيوت ارزشت لرئي. 32 بيا ار څوک چې دې خالکې په مخکې په دا اقرار وکو چې اغا دې مو دې ليارتلينکيې نه دائي، بيا و زه هه دې خپل اسموني پلور په مخ کې اقرار وکمه چې اغا دې مو دې ليارتلينکيې نه دائي. 33 خو ار څوک چې دې خالکې په مخکې دې مو نه انکار وکو، بيا و زه هه دې خپل اسموني پلور په مخکې دې يغ نه انکار وکمه.
دې ايمون په خاطر دې ستينزې مانل
(لوقا ۱۲:_۵۱_-_۵۳، ۱۴:_۲۶_-_۲۷)
34 داسې ګمون مه کئ چې زه دې دغې دې پوره روغلائي يمه چې دنيو ته امن روالمه، زه دې امن دې رو واستلې دې پوره نه يمه روغلائي، بلکې ديشمنئ روالمه. 35 زه روغلائي يمه چې زيائي دې پلور، لير دې مور او نژور دې خوشيې په خلاف کمه. 36 دې توسې دې خپلې کورانۍ غړي و دې توسې ديشمنون شي. 37 په چا چې خپل مور او پلور په مو نه زيوت ګرون وي، بيا اغا دې مو لائق نه دائي او په چا چې خپله لير او زيائي په مو نه ګرون وي، اغا دې مو لائق نه دائي. 38 څوک چې خپل صليب** رونخلي او په مو پسې رو نه شي، بيا اغا دې مو لائق نه دائي. 39 څوک چې کوشش کو چې خپل ځون وسوتي، بيا اغا و دې لوسه ويرکو او څوک چې دې مو په خاطر خپل ژوند دې لوسه ويرکو اغا و رشتينائي ژوند تر لوسه کو.
اجرينه
(مرقوس ۹:_۴۱)
40 څوک چې توسې قابيل کو، بيا زه يې قابيل کړائي يمه او څوک چې مو قابيل کو، بيا اغا څوک يې قابيل کړائي دائي چې زه يې رولژلئ يمه. 41 ار څوک چې يو پيغمبر په دا خاطر قابيل کو چې اغا پيغمبر دائي، بيا اغا و دې يو پيغمبر اجر مينده کو او څوک چې يو نيک ساړائي په دا خاطر قابيل کو چې اغا نيک ساړائي دائي، بيا اغا و دې نيک ساړي اجر مينده کو. 42 ار څوک چې دې دغې عادي خالکې نه يوه ته په دا خاطر چې اغا دې مو دې پيروکارونې نه دائي، يوه پيوله ساړي يبې هه ويرکو بيا په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې اغا ساړائي و بې اجره پوتې نه شي.“