عيسیٰ يوه شيال ساړي ته شفا ويرکاوي
(مرقوس ۲:_۱_-_۱۲ او لوقا ۵:_۱۷_-_۲۶)
1 عيسیٰ په کشتئ کې سوور شه او دې داريوب نه تير شه او په څټ خپل شار کپرناحوم ته روغائي. 2 په داغا وخت کې څو کاسونې شيال ساړائي چې په کاټ کې پروت و يغ ته رواست. عيسیٰ چې دې يغې ايمون وليده، بيا اغا شيال ساړي ته يې وويل: ”زامنه! زړه تام لاره، دې تو ګونائينه باخش شول.“ 3 په داغا خبرې دې شريعت ځنې عالمونې دې خپلې ځانې سره وويل: ”دا ساړائي کفر يائي.“ 4 خو عيسیٰ پئيده چې دې يغې په زړه کې څه دي او ورته ويې ويل: ”دې توسې په زړينه کې ويلې داسې بد فکرينه پنډيژي؟ 5 ايا دا خبره اسونه دو چې وويل شي چې دې تو ګونائينه باخش شول او يا وويل شي چې چګ شه او وګرځه؟ 6 خو زه و توس ته ثابته کمه چې دې انسان زيائي دې منځکې په مخ دا واک او اختيار لري چې ګونائينه وباخشي.“ بيا اغا شيال ساړي ته يې وويل: ”چګ شه، کاټ دې ووخله او خپل کير ته لوړ شه.“ 7 اغا چګ شه او کير ته لوړ شه. 8 کله چې خالکې دا پيشه وليدله بيا وډاريدل او دې خدائ ثنا يې وويله چې انسان ته يې داسې واک او اختيار وير کړائي دائي.
عيسیٰ متي ته بالنه ويرکاوي
(مرقوس ۲:_۱۳_-_۱۷ او لوقا ۵:_۲۷_-_۳۲)
9 کله چې عيسیٰ په يغ ځوئي بندې تيريده، بيا په ليار کې يې دې متي په نوم يو ساړائي وليده چې دې ټيکس روټولاولې په ځوئي کې نوست و. عيسیٰ يغ ته وويل: ”په مو پسې روڅه.“ متي رو چګ شه او په يغ پسې راون شه.
10 بيا عيسیٰ دې متي په کير کې ماړئي ته نوست و چې ډير ټيکس ټولاوينکي او نور ګونانګورون روغلل او دې عيسیٰ او دې يغ شاګردون سره دسترخوان ته کشينوستل. 11 کله چې فريسيونې دا وليدل، بيا دې عيسیٰ دې شاګردونې نه يې پشتنه وکړه: ”دې توسې ايستوذ ويلې دې ټيکس ټولاوينکيې او نورې ګونانګورونې سره يو ځوئي ماړئي خوري؟“ 12 عيسیٰ دې يغې خبرې وورويدلې او ويې ويل: ”روغ خالک طبيب ته ضرورات نه لري بلکې بيمورون يې لري. 13 لوړ شئ او دې خدائ دې کلام دې ليکنې په معنی بندې ځانينه پوئي کئ: ’زه دې توسې نه غوړمه چې په نورې راحم وکئ، نه دې قرباني ويرکاول*.‘ ځکه چې زه دې دغې دې پوره نه يمه روغلائي چې پرهيزګورون رو ووبولمه بلکې ګونانګورون رو ووبولمه.“
دې روژې په حق کې پشتنه
(مرقوس ۲:_۱۸_-_۲۲ او لوقا ۵:_۳۳_-_۳۹)
14 بيا دې يحيیٰ شاګردون عيسیٰ ته روغلل او ويې ويل: ”ويلې ميژ او فريسيون ريژه نسي او دې تو شاګردون يې نه نسي؟“ 15 عيسیٰ يغې ته وويل: ”ايا دا کيدائي شي چې دې زيم ملګري دې په داسې حال کې چې زيم ورسره وي خفا نوست وي؟ دې شک نه وره چې نه. خو داس وخت و روشي چې زيم و دې يغې نه بوتلل شي، بيا و ريژه نسي. 16 ايڅوک په زاړې جومې بندې نوائي پيواند نه لګاوي. که داس وکو بيا و اغا پيواند دې زاړې جومې نه وشيکيژي او دې مخه نه و هه يو ستر سروائي پکې جوړ شي. 17 او نه هه څوک تازه شاروپ په زاړه غړکه کې اچاوي، بيا غړکه شيکيژي او شاروپ توئيژي او غړکه و دې ميانځ نه لوړه شي. خو تازه شاروپ په نوې غړکه کې اچاول کيژي او په داغا رانګ بيا شاروپ هه او غړکه هه دواسره روغ پوتې کيدائي شي.“
يوې شځې ته شفا ويرکاول او دې يوې مړې جلکئ روژواندي کاول
(مرقوس ۵:_۲۱_-_۴۳ او لوقا ۸:_۴۰_-_۵۶)
18 عيسیٰ ليا دا خبره کړله چې په دا وخت کې دې عبادتخانې يو مشر ورته روغائي او دې يغ په پشې کې ولويده او ويې ويل: ”دا ويس دې مو لير مړه شوه، خو که چيرې ته روشې او خپل لوس په کشيژدې، بيا و اغا ژواندائي شي.“ 19 عيسیٰ چګ شه او ورسره راون شه او شاګردون يې هه پسې راون شول. 20 په دا وخت کې يوه شځه چې دې دولاسې کولې نه وينه ځنې بائيدله، دې څټ دې طرفه روغله او دې عيسیٰ پيڅه ته يې لوس ويراړ. 21 ځکه چې يغې يقين لوره چې که زه خالي دې يغ پيڅه ته هه لوس ويرمه بيا و روغا شمه. 22 عيسیٰ مخ رو ووړوه او اغا يې وليدله او ورته ويې ويل: ”ليرې! زړه تام سوته، ته خپل ايمون روغا کړې.“ او په اغا ساعت شځه روغا شوله. 23 کله چې عيسیٰ دې يغ مشر کير ته ويراغائي او دې جنوزې دې پوره دې غم سوز ژغاوينکائي او دې خالکې ګوړنج يې وليده، 24 بيا يغ وويل: ”ووځئ، ځکه چې جلکئ مړه نه دو، بلکې ووده دو.“ بيا يغې پرې وخاندل. 25 خو کله چې ټول خالک دې ورچانې وياستل شول، بيا اغا دې جلکئ کوټې ته وير نناوت، او اغا يې په لوس ونيوله او اغا رو چګا شوله. 26 دا خبر په اغا ټوله علاقه کې ړانګ شه.
عيسیٰ دوا ړونده ته شفا ويرکاوي
27 کله چې عيسیٰ دې يغ ځوئي نه راون شه، بيا دوا ړونده پسې راون شول او سيرې يې والې: ”اې دې داود زامنه، په ميژ راحم وکه.“ 28 کله چې عيسیٰ کير ته دې ننه شه، بيا اغا ړونده ورته روغلل. عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه: ”ايا توس په داغا ايمون لرئي چې زه کړلائي شمه چې توس سترګاور کمه؟“ يغې وويل: ”اې، شوغليه!“ 29 بيا عيسیٰ دې يغې سترګې ته لوس ويراړ او ويې ويل: ”څرنګې چې دې توسې ايمون دائي، بيا دا داسې وشي.“ 30 او دې يغې سترګې ديد وکه. عيسیٰ يغې ته په کلاکه خبردارائي ويرکه چې دې دغ په حق کې ايچا ته ونه يائي. 31 خو کله چې اغا لوړل، بيا په اغا ټوله سيمه کې يې دې يغ په حق کې خبر ړانګ که.
عيسیٰ يو ګونګي ته شفا ويرکاوي
32 کله چې عيسیٰ او شاګردون يې په واتل کې وي چې يو ساړائي يې عيسیٰ ته رواست چې خبرې يې نه شوې کړائي ځکه چې پيريونې نيولائي و. 33 کله چې عيسیٰ دې يغ نه پيرائي ويوسته، بيا يغ ساړي په خبرې شيري وکړه. خالک ډير حيرون شول او ويې ويل: ”په اسرائيلې کې ايڅ کله داسې کور نه دائي ليدلئ شوائي.“ 34 خو فريسيونې وويل: ”اغا دې پيريونې دې مشر يعني شيطون په مراسته پيريون وبوسي.“
عيسیٰ په خالک بندې راحم کو
35 عيسیٰ شار په شار او کلي په کلي ګرځيده او دې يغې په عبادتخانې کې يې تعليم ويرکاوه او دې اسموني بدشايئ زرائي يې ړانګوو او دې خالکې ار رانګ بيمورئي او کامزورتيې يې روغاولې. 36 کله چې يغ دې خالکې ګاڼه ګيڼه وليدله، بيا يې زړه په وسيو، ځکه چې اغا دې بې شپونه پسونې په رانګ پريشان او بې واسه وي. 37 بيا يغ خپلې شاګردونې ته وويل: ”فاصل ډير دائي، خو مزديرون لژ دي. 38 بيا توس دې فاصل خاوند ته مينات وکئ چې دې خپلې حاصلاتې دې روټولولې دې پوره نور مزديرون رو ولاژي.“