عيسیٰ يو جذومي ساړي ته شفا ويرکاوي
(مرقوس ۱:_۴۰_-_۴۵ او لوقا ۵:_۱۲_-_۱۶)
1 کله چې عيسیٰ دې غره نه روکيز شه، بيا ګاڼ شمير خالک پسې راون شول. 2 په دا وخت کې يو جذومي* ساړائي يغ ته روغائي او دې يغ په پشې کې ولويده او ويې ويل: ”شوغليه، که ته وغوړې بيا کړائي شې چې مو پوک او روغ کې.“ 3 عيسیٰ خپل لوس وير ويژد که او په يغ بندې يې کشياش او ويې ويل: ”زه غوړمه، پوک او روغ شه“ او اغا په مخ دې جذوم نه پوک او روغ** شه. 4 بيا عيسیٰ يغ ته وويل: ”کسه چې دې دغ په حق کې ايچا ته څه ونه يائې، خو لوړ شه او خپل ځون امام ته وير وشايه او کيمه قرباني چې موسیٰ يې حکم کړائي دائي وير مخته که، دې دغې دې پوره چې خالک ته ثابته شي چې ته روغ شوائي يې.“
عيسیٰ دې رومي واکمن نيکار ته شفا ويرکاوي
(لوقا ۷:_۱_-_۱۰)
5 کله چې عيسیٰ دې کپرناحوم شار ته ويراغائي، بيا يو رومي واکمن ورته روغائي او يغ ته يې مينات وکه، 6 او ورته ويې ويل: ”اې شوغليه، دې مو يو نيکار په کير کې شيال پروت دائي او ډير په غضاب دائي.“ 7 عيسیٰ وويل: ”زه و دير شمه او اغا و روغ کمه.“ 8 خو يغ واکمن په ځاوب کې ورته وويل: ”اې شوغليه، زه دې دغې لائق نه يمه چې دې مو کير ته روشې. ته خالي امر وکه، بيا و دې مو نيکار روغ شي. 9 دې ځکه چې زه هه دې بل دې امر لوندې يمه او عسکر دې مو دې امر لوندې دي. کله چې يوه ته ويايمه چې لوړ شه، بيا اغا څي او بل ته ويايمه چې روشه بيا اغا روڅي او کله چې خپل نيکار ته ويايمه چې دا چار وکه بيا اغا يې کو.“ 10 کله چې عيسیٰ دې يغ خبرې ووارويدلې بيا حيرون شه او کيم خالک چې په يغ پسې راون وي، اغا ته يې وويل: ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې مو داسې ايمون په اسرائيلې کې هه نه دائي ليدلئ. 11 زه توس ته يايمه چې دې خاتيځ او دې لويديځ نه و ډير خالک روشي او دې ابراهيم، اسحاق او يعقوب سره و دې اسموني بدشايئ په ولماستيه کې کشيني، 12 خو کيم خالک چې دې دغې بدشايئ دې پوره خواش کړائي شوي دي اغا و دې ورچانې تيارې ته يعني يغ ځوئي ته سنړ وال شي چې وولته و خالک ژوړي او خپل غوشينه و چيچي***.“ 13 بيا عيسیٰ يغ واکمن ته وويل: ”په څټ خپل کير ته لوړ شه، لکه څرنګې چې يقين لرې داسې و وشي.“ بيا په يغ ساعت اغا نيکار روغ شه.
عيسیٰ ډير خالک ته شفا ويرکاوي
(مرقوس ۱:_۲۹_-_۳۴ او لوقا ۴:_۳۸_-_۴۱)
14 کله چې عيسیٰ دې پطروس کير ته ويراغائي، بيا ويې ليدل چې دې پطروس خوشيې دې تبې دې لوسه پراته وه. 15 عيسیٰ دې يغې لوس ونيو او تبې اغا پريشوله. اغا رو چګه شوله او دې عيسیٰ خذمات يې شيري که. 16 کله چې لماشوم شه، بيا خالکې يغ ته ډير داسې کاسون رواستل چې پيريونې نيولي وي او په يو حکم يې دې يغې نه پيريون وياستل او ټول بيمورون يې روغ کړل. 17 په داغا رانګ دې اشعيا نبي اغا وئينو رشتيا شوله چې ويلي يې وي:
يغ ميژ دې خپلې رانځې نه خلوص کړي، او دې ميژ کمزورائي يې لرې کړلې.
دې عيسیٰ نه دې پيروئي کړلې بيه
(لوقا ۹:_۵۷_-_۶۲)
18 کله چې عيسیٰ وليدل چې دې خالکې ګاڼه ګيڼه په رو باداله دو بيا يې خپل شاګردون ته حکم وکه چې دې جليل دې داريوب بلې غوړې ته لوړ شئ. 19 دې شريعت يو عالم يغ ته ويراغائي او ويې ويل: ”ايستوذه! ار چيرې چې څې زه و درپسې څمه.“ 20 عيسیٰ ورته وويل: ”ګيدړون خپل غورينه لري او مرغون خپلې مانځولې، خو دې انسان زيائي دامره ځوئي هه نه لري چې خپل سار په کشيژدي.“ 21 يو بل شاګرد ورته وويل: ”ايستوذه، اجازات روکه چې اوال لوړ شمه او خپل پلور خورې ته وسپورمه.“ 22 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”ته په مو پسې روڅه او پريژده چې مړي خپل مړي شاخ کو.“
عيسیٰ طوفان دراوي
(مرقوس ۴:_۳۵_-_۴۱ او لوقا ۸:_۲۲_-_۲۵)
23 عيسیٰ په کشتئ کې سور شه او شاګردون يې هه ورسره راون شول. 24 بيځيه په داريوب کې يو ساخت طوفان روغائي او نژدې وه چې کشتئ دې چاپې دې لوسه ډيبه شي، خو عيسیٰ وود و. 25 بيا شاګردون ويراغلل او روويش يې که او ورته ويې ويل: ”اې ايستوذه، ميژ وژغوره. ميژ ډيبيژي.“ 26 عيسیٰ ورته وويل: ”توس ويلې دامره ډاريژئي؟ دې توسې ايمون څومره کمزورائي دائي!“ بيا اغا رو چګ شه او بود او دې يبې چاپې ته يې حکم وکه او اغا بيخې کارور شول. 27 شاګردون حيرون شول او ويې ويل: ”دا څرنګې ساړائي دائي چې بود او چاپې يې هه حکم ماني؟“
عيسیٰ دوا کاسون ته چې پيريونې نيولي وي شفا ويرکاوي
(مرقوس ۵:_۱_-_۲۰ او لوقا ۸:_۲۶_-_۳۹)
28 کله چې عيسیٰ دې جدريان سيمې ته چې دې داريوب په بله غوړه پراته وه وراسيده، بيا دې دوې کاسونې سره چې پيريونې نيولي وي او دې اديرې نه رو وواتل، مخومخ شه. اغا دامره خطرنوک وي چې ايچا نه شول کړائي چې په اغا ليار تير شي. 29 بيځيه يغې سيرې وواللې: ”اې دې خدائ زامنه، دې ميژ سره څه چار لرې؟ ته دې دغې دې پوره دولته روغلائي يې چې ميژ په مقرار شوي وخت نه دې مخه په غضاب کې؟“ 30 دې يغ ځوئي نه لژ لرې دې خنزيرونې يوه ستره رامه څاړله. 31 پيريونې عيسیٰ ته مينات وکه: ”که چيرې ته ميژ ورړا وې، بيا دې خنزيرونې اغا رامې ته مم ولاژه.“ 32 عيسیٰ يغې ته وويل: ”لوړ شئ!“ بيا اغا رو وواتل او په خنزيرونې کې وير نناواتل. په مخ دې خنزيرونې رمې منډه کړل او دې کمر دې غوړې نه داريوب ته وير ولويدله او په يبه کې ډيبه شوله. 33 دې خنزيرونې سوتينکي وتشتيدل او شار ته لوړل. خالک ته يې ټوله قيصه وکړله او اغا څه چې په پيريونې نيولي ساړي بندې تير شوي وي، ټول ته يې وويل. 34 بيا دې شار ټول خالک رو وواتل چې عيسیٰ وويني او کله يې چې اغا وليده بيا ميناتينه يې ورته وکړل چې دې دئ دې علاقه نه لوړ شي.