دې نورې په حق کې پئصاله کړل

(لوقا ۶:_۳۷_-_۳۸، ۶:_۴۱_-_۴۲)

1 دې نورې په حق کې پئصاله مه کئ، ترڅو توس دې پئصالې لوندې ونه نيول شئ. 2 ځکه لکه څرنګې چې توسې نور خالک ګراماوئي، بيا و توس هه ګرام کړائي شئ. په اره پيمونه چې توس يې ويرکاوئي، بيا په اغا پيمونه و توس ته هه دير کړل شي. 3 ته ويلې دې خپل ورور په سترګه کې خلائي ليدلئ شې، خو په خپله سترګه کې غوټ لارګائي ليدلئ نه شې؟ 4 يا ته څرنګې خپل ورور ته ويلائي شې چې اجازات روکه دې تو دې سترګې نه خلائي روبوسمه، حال داغا دائي چې دې تو په خپله سترګه کې لارګائي دائي؟ 5 اې منافقه، اوال دې خپلې سترګې نه لارګائي وبوسه، بيا و دې تو سترګې هه وغاړيژي چې دې خپل ورور دې سترګې نه خلائي وبوسې.

6 سپيونو *** ته پوک شايون مه ويرکاوئي او خپلې ملغلرې خنزيرونې ته مه اچاوئي، اسې نه چې اغا په پشې لوندې کو او په څټ رو وګرځي او توس بندې اماله وکو.

وغوړئي، ويې لټاوئي او ويې ټکاوئي

(لوقا ۱۱:_۹_-_۱۳)

7 وغوړئي، بيا توس ته و دير کړل شي. ويې لټاوئي بيا پيدو و يې کئ. وار وټکاوئي بيا درته خلوص و شي. 8 دې ځکه ار څوک چې څه وغوړي، نو لوس ته و يې روري او څوک يې چې وغوړي، نو پيدو و يې کي او څوک چې دروزه وټکاوي، نو ورته خلوصه و شي. 9 ايا په توس کې داسې څوک شته چې زيائي يې ماړئي ځنې وغوړي او اغا ورته تيژه ويرکو؟ 10 او يا کاب ځنې وغوړي او اغا مانګور ويرکو؟ 11 بيا توس چې بد خالک يئ، په دا پئيژئي چې خپلې الودينې ته څرنګې شه شايون ويرکئ، بيا دې توسې اسموني پلور و څومره شه شايون اغا خالک ته ويرکو چې ځنې و يې غوړي. 12 دې نورې سره داسې چالند کئ لکه څرنګې چې توسې يې دې ځون دې پوره دې يغې نه غوړئي. دا اغا څه دي چې تورات او دې پيغمبرونې ليکنې يې يائي.

تانګه دروزه

(لوقا ۱۳:_۲۴)

13 په تانګې دروزې نناوځئ، ځکه کيمه دروزه چې ستره دو او اغا ليار چې اسونه دو اغا دې تبويئ طاراپ ته څي او کيم خالک چې په دا ليار څي اغا زيوت دي. 14 خو کيمه دروزه چې دې تل پوتې ژواندين طاراپ ته څي اغا تانګه او ليار يې ساخته دو او دې يغې مينداوينکي هه لژ دي.

ونه او دې يغې ميوه

(لوقا ۶:_۴۳_-_۴۴)

15 دې جعلي پيغمبرونې سره پام کئ، اغا دې پسونې په شکل کې توس ته روڅي، خو په اقيقات کې موتووينکي ليوان دي. 16 توس و اغا دې خپلې عمالينې نه وپيژانئ. ايا دې اغزي نه څوک انګير يا توغه روټولاولئ شي؟ 17 اره شه ونه شه ميوه نسي او خاروپه ونه خاروپه ميوه نسي. 18 شه ونه خاروپه ميوه نه شي نيولائي او نه خاروپه ونه شه ميوه نيولائي شي. 19 کيمه ونه چې شه ميوه نه نسي، بيا اغا ونه و وواله شي او په يور کې و وچاوله شي. 20 په دا رانګ و توس اغا دې خپلې عمالينې نه وپيژانئ.

زه توس بيخي نه پيژانمه

(لوقا ۱۳:_۲۵_-_۲۷)

21 ار اغا څوک چې موته مالک، مالک يائي دې خدائ په بدشائي و وير دې ننه نشي، خو ګوشي اغا خالک و دې ننه شي چې دې مو دې اسموني پلور اراده پيره کاوي. 22 دې اخيرات په وريځ و ډير موته ويائي: ’اې مالکه، اې مالکه، ايا دې تو په نوم ميژ پيشګوئي نه وه کړيې؟ ايا دې تو په نوم مم پيريون نه وي ياستلي؟ ايا دې تو په نوم مم ډيرې معجزې نه وشولې؟‘ 23 بيا و زه دئ ته په جاواته ويايمه: ’اې بادکورونې، زه توس ايڅ نه پيژانمه، دې مو دې مخې نه لرې شئ.‘

دوه قسمه بيزل

24 بيا ار څوک چې دې مو دا خبرې ووروي او عمل په کو اغا دې يغ پوئي ساړي په رانګ دائي چې خپل کير يې په تيژې بندې جوړ کړائي و، 25 چې وور وشه او سيلاب روغائي او ساخت طوفان په يغ کير بندې روغائي، خو اغا رو ړانګ نه شه، دې ځکه چې بيزل يې په تيژه بندې يشه وه. 26 خو ار څوک چې دې مو خبرې وروي او عمل په نه کو، بيا اغا دې يغ کم عقل ساړي په رانګ دائي چې خپل کير يې په شګې بوندې جوړ کړائي و، 27 او کله چې وور وشه او سيلاب روغائي او ساخت طوفان په يغ کير بندې روغائي، بيا اغا رو وليده او بيخي ړانګ شه.“

28 کله چې عيسیٰ دا خبرې ختم کړلې، بيا خالک دې يغ تعليم ته حيرون پوتې شول، 29 دې ځکه چې يغ دې شريعت دې عالمونې په رانګ نه بلکې په پيره اختيار سره يې يغې ته تعليم ويرکوو.

Sorry, no results.
Please try another keyword