دې عيسیٰ اوزميشت
(مرقوس ۱:_۱۲_-_۱۳ او لوقا ۴:_۱_-_۱۳)
1 بيا روح القدس عيسیٰ داشته ته بوته چې دې شيطون دې طاراپ نه اوزميل شي. 2 عيسیٰ څالويشت وريځې او څالويشت شپې ريژه ونيوله او په اخره کې وژائي شه. 3 بيا شيطون وير نژدې شه او ورته ويې ويل: ”که ته دې خدائ زيائي يې، بيا دا تيژې ته ويايه چې په ماړئي بندې بادالې شي.“ 4 خو عيسیٰ په ځاوب کې وويل: ”دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
*انسان ګوشائي په ماړئي نه، په ارا يوه خبره بندې ژواندائي دائي چې دې خدائ دې خولې نه رو ووځي.“
5 بيا شيطون اغا پوک شار يروشلم ته بوته او دې بيت المقدس په مينوره بوندې يې ودروو 6 او ورته ويې ويل: ”که ته دې خدائ زيائي يې، بيا خپل ځون کيز وترايه، دې ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
**اغا و دې تو دې پوره فرشتې ته حکم وکو او اغا و تو په خپل لوسينه کې پورته کو، ترڅو پشه دې په تيژه ونه لاګيژي.“
7 عيسیٰ ځاوب ويرکه: ”دې خدائ په کلام کې دا هه ليکل شوي دي:
’خپل تيشتن خدائ مه وزمايئ.‘“
8 بيا شيطون اغا يو ډير چګ غره ته وخيژوو او دې دنيو ټولې بدشايئ او دې يغې شان او شوکت يې ورته وشيو 9 او ورته ويې ويل: ”که ته موته سجده وکي او دې مو عبادت وکي بيا دا ټول و توته دير کمه.“ 10 بيا عيسیٰ يغ ته وويل: ”ورک شه شيطونه! ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
’خپل تيشتن خدائ ته عبادت کاوه او ګوشائي دې يغ خذمات کاوه.‘“
11 بيا شيطون اغا پرياش او فرشتې دې يغ په خذمات کې حاضرې شوې.
عيسیٰ په جليل کې خپله چار پيل کاوي
(مرقوس ۱:_۱۴_-_۱۵ او لوقا ۴:_۱۴_-_۱۵)
12 کله چې عيسیٰ وورويدل چې يحيیٰ په زندان کې اچاول شوائي دائي، بيا اغا جليل ته لوړ شه. 13 اغا په ناصرت کې پوتې نه شه او کپرناحوم ته چې دې جليل دې داريوب په غوړه دې زبولون او نفتالي په سيمه کې پروت دائي، لوړ شه او وولته پوتې شه، 14 ترڅو اغا خبرې چې خدائ دې اشعيا نبي په وسيله کړې وې رشتيا شي:
15 دې زبولون او نفتالي سيمې دې داريوب په غوړه او دې اردن دې سيند بلې غوړې ته دي. يعني دې جليل په سيمه کې چې غير يهوديون په کې پنډيژي. 16 کيم خالک چې په تيارې کې پنډيژي اغا و يوه ستره رڼوئي وويني او په اغا خالکې بندې چې دې مارګ په سيورې کې پنډيژي دې ګائيز رڼوئي وچړکيژي.
17 دې يغ وخت نه عيسیٰ دا تبليغ شيري که: ”توبه ګور شئ، ځکه چې اسموني بدشائي رونژدې شويې دو.“
عيسیٰ څالور کابون نيوينکيې ته بالنه ويرکاوي
(مرقوس ۱:_۱۶_-_۲۰ او لوقا ۵:_۱_-_۱۱)
18 کله چې عيسیٰ دې جليل دې داريوب په غوړه ګرځيده، بيا يې دوه وريڼه وليدل چې يو شمعون و چې دې پطروس په نوم هه يوديده او بل دې يغ ورور اندرياس و. يغې په داريوب کې جال اچووه ځکه چې اغا کابون نيوينکي وي. 19 عيسیٰ يغې ته وويل: ”په مو پسې روڅئ او زه و توس ته وشايمه چې څرنګې دې کابونې په ځوئي انسانون ونسئ.“ 20 يغې په مخ خپل جالينه پريشول او په يغ پسې راون شول. 21 عيسیٰ دې يغ ځوئي نه راون شه او دوه نور کاسون يې وليدل چې سره وريڼه وي چې يعقوب او يوحنا نوميدل او دې زبدي زامن وي. يغې دې خپل پلور سره په کشتئ کې جالينه تايورول. عيسیٰ اغا رو وغوشتل 22 يغې په مخ خپل پلور او کشتئ پريشول او په يغ پسې راون شول.
عيسیٰ تعليم ويرکاوي، نصيات کو او بيمورون ته شفا ويرکاوي
(لوقا ۶:_۱۷_-_۱۹)
23 عيسیٰ په ټول جليل کې ګرځيده، دې يغې په عبادتخانې کې يې تعليم ويرکاوه او دې خدائ دې بدشايئ زرائي يې ړانګوو او خالکې ته يې دې ار رانګ بيمورئي او رانځينې نه شفا ويرکاوله. 24 بيا اغا په ټول شام کې مشهور شه او خالکې و ټول بيمورون چې په رانګ رانګ بيمورئي او داړدينه بندې شيري وي او اغا خالک چې پيريونې نيولي وي، ميرګي يې لارل او يا ګوډون او شيال وي، يغ ته رو واستل او يغ و روغاول. 25 ګاڼ شمير خالک دې جليل، دکاپولس، يروشلم، يهوديې او دې اردن دې سيند دې بلې غوړې دې سيمې خالک ورپسې راون شول.